پوهاند سیاف او د زمان ګواهي
ولي الله ملکزی

د الجزیرې نړیوال ټلوېزیون خبریال، احمد منصور د « شاهد على العصر » په خپرونه کې له پوهاند عبدالرب رسول سیاف سره د هغه د خاطرو او تاریخي تجربو په اړه یوه اوږده مرکه کړې چې لومړۍ برخه یې د نومبر په اوومه خپره شوه. استاد په دې مرکې کې د خپل ماشومتوب، په مصر کې د زده کړو، د قاهرې د کوڅو، د نیل د څپو او د شیخ الغزالي د خطبو خاطرې په خوږه ژبه بیانوي. ورپسې د افغانستان د ډیموکراسۍ د لسیزې، اسلامي غورځنګ د پیل، د ثور د خونړۍ کودتا او هغو سیاسي تحولاتو په اړه خپل لیدلوری وړاندې کوي چې شوروي یرغل او د هغه په وړاندې پاڅون یې په سر کې راځي.
استاد سیاف د کابل په پوهنتون کې د غورځنګ د پیل په اړه وايي چې پوهاند غلام محمد نیازی یې د فکري او تشکیلاتي بنسټ اېښودونکی وو او لومړنۍ هسته یې د شرعیاتو پوهنځي ۱۴ تنه محصلین وو چې استاد برهان‌ الدین رباني هم په کې شامل دی. د پوهنتون په چاپېریال کې له ماویستي او خلقي ـ پرچمي جریانونو سره فکري او سیاسي ټکرونه موجود وو؛ خو د خلق او پرچم خپلمنځي اختلاف تر ډېره ټولنیز، قومي او شخصي اړخونه درلودل. د افغان ملت او ستم ملي په اړه وايي چې هغه ملي ګرا ګوندونه وو، خو د سوسیالېزم لمن یې ونیوله. د ده په وینا، ښاغلی حکمتیار له دې حلقې سره وروسته یوځای شو او ښاغلي احمد شاه مسعود، د ښاغلي حبیب الرحمن له خوا دې کړۍ ته دعوت شو.
استاد سیاف وايي: سردار محمد داوود د ملي فکر څښتن او په ځان مېېن سړی وو. د شاهي نظام په نسکورولو کې ور سره کیڼ‌ اړخو افسرانو ژوره ونډه واخیستله؛ ولی له چپیانو سره اړیکې یې د زینې او چترۍ په څېر وې. سردار غوښتل د هغوئ په مرسته واک ته ورسېږي او پرچمیانو د هغه له سیاسي ملاتړ څخه د خپلو موخو لپاره ګټه اخیستله. د دواړو لوریو لنډ مهالي ائتلاف متقابلې ګټې لرلې؛ مګر د واک پر سر اختلافاتو د راتلونکو لسیزو د غمیزو لپاره لاره هواره کړه.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې افغانستان د امپراتوریو هدیره بلل کېږي؟ استاد د هېواد ستونزمنه جغرافیه، قبیلوي جوړښت، له سختیو سره د افغانانو بلدتیا، محدود امکانات، مذهبي اغېز او احساساتي طبیعت د دې وضعیت له مهمو عواملو څخه ګڼي. البته، د دې تاریخي تجربې څخه یوه مهمه پوښتنه راولاړېږي چې له جګړې وروسته، آیا یوازې فکري لېوالتیا او تشکیلاتي جذبه د یوه بریالي سیاسي بهیر لپاره بسنه کوي؟ څرګنده ده چې روښانه سیاسي پروګرام، پیاوړي بنسټونه او داسې لیدلوری هم اړین دی چې له اشخاصو او مشرانو څخه پراخ وي. که د خبرو اترو، زغم او سیاسي جوړجاړي فرهنګ کمزوری وي نو طبیعي ده چې اختلافات ملي ګټې زیانمنوي.
د څارونکو له نظره، د افغانستان یوه تکرارېدونکې ستونزه دا ده چې زیاتره سیاسي ځواکونه واک د ملي مسؤولیت پر ځای خپل انحصاري حق ګڼي. ولی د یو باثباته دولت جوړول اساسي قانون، سیاسي توافق او د خلکو د حقونو درناوی هم غواړي. د یو شاهد په توګه، څومره به غوره وي که ښاغلی سیاف راتلونکو نسلونو ته د بریاوو، ناکامیو، تېروتنو او مسؤولیتونو په درک کولو کې خپل نظر هم شریک کړي. په عین حال کې، په کار ده چې د ښاغلیو رباني، حکمتیار، مسعود او نورو مطرحو څېرو خاطرې او اسناد هم وسپړل شي ترڅو د تنظیمونو ترمنځ د اختلاف، کورنۍ جګړې او د کابل د ویجاړۍ لاملونه وارزول شي. د تاریخي شخصیتونو روایتونه باید د نورو باوري اسنادو او وروسته پېښو په رڼا کې وڅېړل شي؛ ځکه هر څوک تاریخ د خپل دریځ، تجربې او برداشت له زاویې بیانوي.
پوهاند سیاف د الجزیرې په خپرونې کې د خپل عصر شاهد دی او په ډېرې روانې او فصیحې عربي یې دغه ګواهي د خاطرو ارشیف ته وسپارله. خو زه غواړم د ده په اړه خپلې دوه عیني ګواهۍ له تاسو سره شریکې کړم. لومړنۍ؛ کله چې د ۱۹۹۲م کال د اپرېل په ۲۸مه د ډاکټر نجیب‌ الله حکومت ړنګ شو او ښاغلی صبغت‌ الله مجددي کابل ته لاړ، نو غالباً دولس ورځې وروسته ارواښاد احمد شاه مسعود د لومړي ځل لپاره د استاد سیاف لیدو ته ورغی. زه د یوه خبریال په توګه د پغمان په قلعه حیدرخان کې د دې لیدنې عیني شاهد یم. ښاغلی مسعود د بهرنیو چارو وزارت په یوه تور مرسډیز بنز موټر کې راغی چې یوازې پنځو ساتونکو یې په یوه ډاډسن موټر کې بدرګه کوله.
د غونډې په بهیر کې پوهاند سیاف ورته وویل: «انجنیر صاحب، مردم کابل رنج و عذاب فراوانی را متحمل شده‌ اند. ما در برابر آخرت و تاریخ مسئولیت داریم نباید اجازه بدهیم که مردم ما دیگه گرفتار رنج و عذاب شوند» ښاغلي مسعود خپل سر د تأیید په توګه وخوځاوه او ویې ویل: «بلی، کاملا موافق هستم» دوهمه ګواهي: زه (ملکزی) د دعوت پوهنتون د یو کشر استاد او د پوهنتون د اکاډمیکې مجلې د مسؤول په توګه شاهد یم چې زموږ په پوهنتون کې د بېلابېلو تنظیمونو، قومونو، سیمو او ژبو استادان او محصلین موجود وو. ما شخصا د پوهنتون په چاپېریال کې هېڅ ډول توکمیز توپیر او تعصب نه دی احساس کړی. همدا نن د دغه پوهنتون په سلګونو کدرونه د هیواد دننه او د باندې په مهمو پروژو او روغتونونو کې دندې لري.
افغانستان تل د بهرنیو امپراتوریو پر وړاندې د مقاومت او خپلې دفاع وړتیا ثابته کړې؛ خو د خپلمنځي اختلافاتو د مدیریت، سیاسي تفاهم ته د رسېدو او د یوه عادلانه سیاسي نظام د بنسټ اېښودلو په برخه کې لا هم د ننګونو سره مخ دی. اوس د ټولو دنده ده چې د جګړې پر ځای د تفاهم، د انحصار پر ځای د مشارکت او د زورواکۍ پر ځای د ولسواکۍ بنسټونه پیاوړي کړي؛ کنه؛ همدا جګړې، بېوزلي او تعصب به مو په درنو درنو څپېړو وهي او تاریخ به یې ګواهي ورکوي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي