شېرمحمد امیني «ستانکزی»
ځوانان د هر هېواد د پرمختګ، اقتصادي ودې او ټولنیز بدلون مهم ځواک ګڼل کېږي. د دوی علمي وړتیاوې، مسلکي مهارتونه او کاري استعدادونه هغه پانګې دي، چې په سمه توګه ترې ګټه اخیستنه کولای شي د هېواد د پرمختګ بهیر چټک کړي. له همدې امله د بې روزګارۍ ستونزې ته پاملرنه او د کاري فرصتونو برابرول یوه مهمه ملي اړتیا ده.
افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو او کډوالۍ له امله له ګڼو ننګونو سره مخ شوی و. یادې ستونزې په ځانګړې توګه د ځوانانو پر ژوند منفي اغېزې کړي او زرګونه ځوانان یې د کار او ښه ژوند موندلو په موخه بهرنیو هېوادونو ته د ناقانونه کډوالۍ لارو ته اړ کړي دي. په دې بهیر کې ګڼ شمېر ځوانان له خطرونو سره مخ شوي او ځینو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
اوسمهال، چې په هېواد کې امنیت سل په سلو کې ټینګ شوی، نو ځوانانو ته د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا، پانګونې او کاري زمینې د رامنځته کولو لپاره باید له دې فرصت څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي. امنیت د اقتصادي ودې لپاره مهم بنسټ دی، خو د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوان قشر لپاره د اقتصادي هوساینې، د کارموندنې او تولیدي فعالیتونو پراختیا ته هم اړتیا لیدل کېږي.
له همدې امله له اړوندو دولتي ادارو غوښتنه کېږي، چې د ځوانانو د کارموندنې لپاره اوږدمهالي او عملي پروګرامونه په لاره واچوي.
په دولتي او خصوصي سکټورونو کې دې د وړتیا او مسلکي تخصص پر بنسټ د ګومارنې زمینه برابره شي، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ دې وشي او ځوانانو ته دې د مسلکي زدهکړو او کاري تجربو فرصتونه برابر شي.
همدارنګه په ملي پراختیايي پروژو کې د ځوانو متخصصینو ګډون د دوی د نظریاتو اورېدل او د کاري ظرفیتونو پیاوړتیا کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اغېزمن ګام تمام شي.
ځوانان هم باید خپلې زدهکړې، مهارتونه او وړتیاوې د هېواد د آبادۍ لپاره وکاروي او په تولیدي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي.
په پایله کې ویلای شو، چې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرول یوازې د یوې ټولنیزې ستونزې حل نه دی؛ بلکې د اقتصادي ځان بسیاینې، د کډوالۍ د فشار کمولو او د هېواد د راتلونکي پرمختګ لپاره یوه مهمه پانګونه ده. اړوندې ادارې باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي، څو ځوانان په خپل هېواد کې د کار، پرمختګ او خدمت فرصتونه ومومي.