سید عبیدالله نادر

د عبرت په آیینې کې !
انتباهی،تعلیمی ،تربیوی

د فانی دنیا د سست بنیادۍ په هکله ،او د فانی دنیا د نازکو لمحو نه د عبرت درس اخیستل، او په دې ګلشن کې په هیڅ شي له تغا فله نه تیریدل ،دلته د روانو اوبو د کذر نه هم عبرت ټکي راټولول ،او دې ته هم پام اړول ،چې دلته ګوندی هیڅ شی بی حکمته پیدا نه دی ،د لته خار وخس ته د معرفت په نطر کتل ، او هیڅ شي بی حکمته نه بلل ،او د هرې پاڼې نه حکمتونه اخیستل،او روزګار د ګذر نه درسونه اخیستل ،یا د روزګار د مکتب څخه درسونه او پندونه اخیستل ،او خپل بی بقا عمر ته متوجه کیدل ، او دي ته هم پام اړول ، چې د غه سبا چې مونږ ورته انتطار یو ،چې دا سبا به وي او که نه، یعنی چې دا سبا چې مونږ ورته انتطار یو چې دا سبا به راځي او که نه؟، ځکه یو شیبی کې له دې فانی دنیا نه تلونې یو ،او یا بی خبره تګ لرو ،نو په کار ده چې د غرور او تکبر نه ځان وساتو ،چې د بایزید بسطامی په قول چې( هرګز از متکبر بوی معرفت نیاید)یانې هیڅ کله د متکبر نه بوی د معرفت او پوهنې نه راځي یانې څوک چې د خپل عاجزۍ درک کوی ، بی له شکه چې د معرفت وږمې ترې راخیږي ، دلته ښايی د عبرت غوږونه خلاص وساتو او د زمانې د هر ادأ نه چې زمونږ د عبرت او پند له پاره راڅرځي د عبرت ټکي واخلو او راټول کړو،یعنی د عبرت او د لټون د زړه سترګي خلاصی وساتو، او د عبرت په آېینې کې یو ځل خپل انجام ووینو ،یانی د ګل د هرې پاڼې د لویدو سره مونږ لکه د حال خاوندانو په څیر ،باید د خپل انجام درس ترې واخلو، یا خپل انجام په کې ووینو،او ترې درس واخلو،

هره پاڼه چې د ګل څخه تویزي

صاحبدل په خپل انجام باندی پوهیږي

نادر

او د صاحبدلانو په شان او د ژور درک خاوندانو په شان د زمانی د هر ګذر نه د عبرت درس واخلو

او د زړه او درک خاوندانو په شان د عبرت درس تری واخلو ،نو زما لاندني اشعار یو بیتی او څلوریځي ټول چې په دې مختصر کې دي،ټول په همدې خبرو او همدي محور او دا پورتنې ټکو راڅرخي ، او دا مطالب په خوا کې نیسي ،چې د دنیا د سست بنادۍ او بی وفایي نه په کې حکایت دی. او انتباهی، او تعلیمی بڼه او اړخونه لري ، خو افسوس چې انتباهی اشعار نثرونه او ادبی مطالب چې انتباهی وي ، او بیدارونکی بڼه ولري، څوک یې نه لولي ، او که څوک یې ولولی هم نو معنی ته یې نه ځير کیږي ، نو بیا هم د هغه دوستان له پاره چې په دي مطالبو یې سر خلاصیږي ، نو دا شعرونه یو بیتی او څلوریځي چې د یو مجموعی او رساله ګوټي په اندازه هم دي ، د ادب مینه والو ته وړاندی کوم ،هیله ده چې په دي آيينه کې هر څوک عبرت وویني ،یا عبرت واخلي،په غنیمت وخت کښي به ژوند باقی یو لړ نورې څلوریځي او یو بیتې چې د قلم څخه پاتي هغه به هم ولیکم .

زما یو بیتۍ

هره پـــــاڼه چي د ګــل څـــخه تو یږي

صاحبدل په خپل انجام باندی ، پوهیږي

««««««««««««««««««««««

چي هر چا نه په دنیا کې ، تل قربان او صدقه یم

په خپل عجز یم رسیدلی ، ځکه دومره شکسته یم

«««««««««««««««««««««««««

په غرور کې ، په ټول عمر وم ستـــــومانه

چي په خود شــوم ، عمر تللی وو له ما نه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

که دنیا بی وفایي نه ، څوک غافل دی

د عبرت درس په فریاد کې د بلبل دی

««««««««««««««««««««««««

که دمـرګ څـــخه ډار نه وي ، دا به څــنګه زند ګي وي

مرګ نشان د معرفت دی ، په هر شی، چي په خلقت دی

«««««««««««««««««««««««««««««««

په غرور کې مي نظر وو په خپل ځان

عاجزۍ کې مي نظر شو په جـــــهان

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

بزرګۍ زیری می هلته په نصیب شو

چي د اوښـکو ، سیـــلابو ، لمبیدلم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

انګازی چي د غرور می هر خوا اوری

زه همــاغه پرونۍ یم ، د خـپو خاورې

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

په یوه نفس په سوړ، د محشر لمر شي

که دا خپل سوزاو ګداز راسره مل وي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

رژیدو د ګل ته وګوره په خود شه

دفاني دنیا نه ، دومره اشارت بس

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د ویالي تر غــاړه ، وګــوره ، د عــمر ګذر

خاوندانو ته دفهم ، همدومره اشارت بس

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

دا چي څو کر خي په ګوتو باسی ، لارې

دغه ګوتي به سبا وي ، د ګـــور خاورې

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

بی خــبره یو شـــیبی کې و له فانی دنيــا یم تلـونۍ

په خپل حال باندی می پام دی ، ځکه یمه ژړه غونۍ

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

درنه چوپتیا ده ، په نظر کې د غافل په هدیری کې

د عبرت رســـا غوږونه ، تر ی نه اوري حکـــمتونه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

زمانه په هر انداز عبرت سازی کړي

تر څو ویښ کړي له لکونو، له غافل

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

چي لــــه مکـــره ، د فـاني دنـــا خــبر وي

په خپل حال باندی یي ، هر لمحه نظر وي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

لکه ګل په شان غوړیږو،بیا یوه خولګي،خندیږو

خو په رمز کې د فانی ژوند ، تر قیامته نه پوهیږو

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

فرصت مو غنیمت کړۍ ، ځان مه پریږدۍ وزګار

زمانه هســي تیریږي ، درنګ نه کــــړي، روزګار

««««««««««««««««««««««««««««««««««

چي فاني دنیا له مکره وي ، غافل

دا ده نښه د مغرور او د جــــاهل

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

هر شی چي ګورم ، فنا کیږي ، دلته هیڅ شی نه پاتي کیږي

عبرت په سل رنګه طرزونو، په دي چمن کې ښکاره کیږی

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

لکه تصویر په سینمـــا کې ، پردي له مــخي نه تیریږي

غافله زه یم له حقیقت نه ،چې راته ژوند غوندی ښکاریږي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د عبرت نښي به ډیري ورښـــکاره شـــي

چـــــــا چي سترګي وي پرانیستي د لټون

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

««««««««««««««««««««««««««««

تصور کې چي خپل عجز مخي ته دریږي

د زړه ویني می له سترګــــــو نه توییږي

««««««««««««««««««««««««««

نه پو هیږم څه اسرار دی دنـــیـا ،او څه حکمـــت

چي چا ونه لوست له دي دیوان نه حرف و عبارت

«««««««««««««««««««««««««««««««««

نه پوهیږم چي زه څه یم ، پیدا شوي زه په څه یم

سر ګردانه دي عالــم کې ، له معنی نه خبر نه یم

«««««««««««««««««««««««««««««««««

له دي خاورو پیـــدا کــــیږو ، په همــدي خــاورو فنا کیږو

په همدي دستور روان یو ، په خپل تکلیف هم نه پوهیږو

«««««««««««««««««««««««««««««««««

څوک هر لمحي کې ، د دنیا له مکارۍ وي ، خبر دار

څــــوک په آواز د کلندونو ، د ګور کن کې شي بیدار

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

چي تیریږۍ می له قبره په غرور او به خرام

دلته وګوره آیيني کې ، د عبرت خپل انجام

««««««««««««««««««««««««««

په ټول عمر په عذاب کې ، روح او تن وو

عمر نه وو ، په رښـــتیا چي ځنــکدن وو

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

تن وجود مو په ټول عمر خوار و زار وو

ژوندون نه وو، هسي مرګ ته انتظار وو

««««««««««««««««««««««««««««««

زه همداسي چي یو دم ، بی خبري کې یم راغلی

بی خــــبره یوه ورځ به ، له فـــاني دنیا یم تللی

««««««««««««««««««««««««««««««

تغافل په دي چمــــــن نه دی ، په کار

ځکه پټ یي خار وخس کې دي ، اسرار

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

اشارت د عاجــزۍ دومـره دی ، بس

چي طوفـــان کې د فنا یم لکه خس

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

لا یو دوه ټکي پوه نه وم ، په اســــــــرار د دي دنیا

چي می تګ شو ، په حیرت کې ، د عدم په لورې بیا

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د عارف په هر قدم کې ، په خپل حال باندی وي پام

ځکــــه ويني په رڼا د معــرفت کې ، خــپل انـــجام

««««««««««««««««««««««««««««««««

خبر دار له خپله حاله وي ، مدام

چي د زړه په سترګو چا ولید انجام

««««««««««««««««««««««««««««

پیدایښت کې چي له خاورو یو پیدا

فرق به څه وي ای غافله زما و ستا

««««««««««««««««««««««««««««

پیدایښت کې چي له خاورو یو پیدا

فرق به څه وي ای غافله زما و ستا

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

که مي سر شي په لحد کې ایری خاوري

هر ذرې کې به مصرع ســـــتا د ثنا وي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ډیر حکمت په پټه خوله د ګل کې ، پروت دی

چي په رمــــــوز باندی یی رسی ، بلـــــــبلان

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د محشر د لمر به تاو هم ماته نه وي

که زما سره وي ، دا نمـــجني ، سترګي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

په وجود کې ، روح اوتن راته ژړیږي

اشارت چي د رفتن ، راباندی ، کیږي

«««««««««««««««««««««««

داسي مه ګڼه چوپتیا می ، چي په هیڅ هم نه پوهیږم

لکـــــه ګل په خامــــوشۍ کې ، په هزار ژبـــو وییږم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

درست وجود می ، لکه خس راته ښکاره شو

لامبو زن ، چي په ګــــرداب د کایيـــنات وم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

که عدم دی که هستي ده ،که نیستی ده

په دي یو ځـــای کې هم نشته ،هوساینه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

نازک وختونه

ساقــی ژر کړه ، د شــــــــــرابو نوبتونه

چي تیریږي ، د دنــــیا نازک وخـــــتونه

تر دي دمخــــــه ، چي مـکاره زمـــــانه

د سر کنډول څخه مو جوړ کړي جامونه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

اندیښمند وګړي

د چا په مرګ باندی خندا نه ده په کـــار

چي ټاکـــل شوی ده ، بشــر ته دغــه لار

په جهان وي اند یښمـــند هغـــــه وګړي

چي یي تل وي له خــپل انجامه ځیني ډار

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د غرور په لومه

څوک چي لافه د هستی وهی جــاهل دی

له خپل عجز ا و له انجام ځینی غافل دی

له خپل ځانه بی خــبر ، هغــــه نادان وي

چي په لومه د غـــــرور، نښـــتی ، تل دی

««««««««««««««««««««««««««««««

د بلبلې پیغام

خــبر نه یـــي، د ســـحر په وخت بلبله

ژړه غونی ، لــه فــــانی دنیــا په خـــپله

دا پیـغام یي ، په فــریاد کې دی ، نغښتي

چی غفلت له خوبه ویښ ، شه ای غافله

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د عبرت آوازونه

چي می پــورته په غرور کــړل ، قدمــونه

له دي خــاورو نه تر غوږ شـــول ، آوازونه

قـــدم رو ږده ، ای نـــادانه ، بــی خــبره

چي کـکرې دي ، مخـــونــه دي لاســونه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ازلی علم

له سپیرو خـــاورو یي ، جــوړ کړو زمونږ پیکر

نښي یي کیــښودي ، په کــې د خـــپل مظهر

که په سترګو د حکمت ځیر شئ ، خپل ځان ته

ښکــــاره به شـــــي ، د ازلي علــم ،ګـــوهر

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

فانی دنیا

زه هـغه وم ، چي مي تل وو ، په خـــپل حــال باندی ژړل

هر نظـــــر کې د عبرت می ، خپل انــــــجام ته وو ،کتل

خواهشاتو د خپل نفس هومره ځــان باندی ، میشته کړم

چي یي هر دم د فـــاني دنیا لــــه مکره کـــــــــړم غافل

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د روزګار مکتب

لوړ مکـــــتب د فلسفی دی ، روزګار

لوی استـاد دی ، د نادان او د هوښیار

د عبرت نښي پرتي دي هر زمـان کې

صاحبدل که وي ، په زړه باندی بیدار

«««««««««««««««««««««««««««

نوی عبارت

له هر بوټي د ګلــــشن نه ، بــوی د رحمت راځي

له خاموشه خــوله د ګل نه ، رمز د حکمت راځي

خـــاونـــــدانو ته د حــــــال ، پــه دي چمن کې

خار وخــس څــخه ، یـــو نـــوی ، عــبارت راځي

«««««««««««««««««««««««««««««

د فانی دنیا عمر

ساقی راوړه ډک جــامونه ،په ســبا اعتبار نشته

دغــه دم په تیریدو دی ، په دنیــا اعتـــبار نشته

ته به څو پوری ډاډه یي ، د فـــانی دنیا په عمر

دلته هر شی ګذری دی ، په هیڅ چا اعتبارنشته

««««««««««««««««««««««««««

سست بنیاد

که هر څومره په دي کور باندی ، خواری کړم

مهـــارت د استــادۍ ، او معمــاری کـــــړم

پاتي کیږي بــــه ضرور، په یـــــــوه ورځ کې

د فـــانی دنیـــا په مــخ چــي ، آبــادی کــړم

«««««««««««««««««««««««««««««

نیمګړې آرزو ګانی

لا جوړ نه وي ، دوه دیـوالــه مو د کور

اجل راشي په تړون کـــې شــو ، د ګور

آرمانــــونه ، آرزو ګــاني شي ، نیمګړي

دي دنیــــا نه په سفر شــو، په بل لور

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

انجام لیدل

هره خښــــته له بنیاده ، دلتــــه خـــام وینم عالمه

د دنیا د مکــــــارۍ هر خـــواته دام وینـم عــالــمه

داچي زه یم هر لمحي کې ، په سـوچـونو اندیشنو کې

زه د زړه په سـترګو خدایږو، خـپل انجام ویــنم عالمه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د هستی نظام

د رحمت ورښت دي تل ، په خــاص وعام دی

نیم کـــــتو کې دي ، په هرڅــه باندی پام دی

فلسفیـــان متــحیر دي ، ستــــا حـــکمت ته

چي دا څرنــــــګه جوړښت ، ستا د نظام دی

««««««««««««««««««««««««««

د اجل کمین

په فاني دنیا می هیڅ اعتــــــــــــبار نشته

ځــکــــه دی نه ،د وفـــــــا انتــظار نشته

اجل هر ځـــای په کمین کې راته ناست دی

یو شیبه ، د اوســــیدو اخــتیار نشــــــــته

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

خپل عجز

یو شیبه لکه د ګرد په شـــان ښکاره شوم

په حیرت کې ، د جهان په ننــــداره شوم

لا په خپل عجز می ، نظر نه وو، لویدلی

چي لــه دي دارفنـــا نه ، آواره شـــــــوم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

په رڼو سترګو نظر

دغه وخت دی ، چي په خلاصو سترګو و ګورو دنیا

ځان خبر کړو د هستي لــه فلــسفی ، او له معنی

که نه بیا به پس له مرګه ، ډیر کــــلونه او عمرونه

خاوری خاورې به پراته یو ، د عــدم په لارې بیـــا

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د معنی لټون

د اجل څخه مو نشته دی ، خلاصون

که په پوهه ، ارسطو شــو ، افلاطون

بوعلی که ســــقراط کــه بقراط وو

د دي تکي د معــنی ول ، په لټـــون

«««««««««««««««««««««««

فلسفی نظر

په ژور سوچ چي می وکتل خپل ځــان ته

کوږ رفــــتار د دي جهــــان او د زمان ته

چي د عقل می نظر په عــجز ، پریـــوت

دومره لوړ شــومه ، چي وختم آسمان ته

«««««««««««««««««««««««««««

فلسفی خیالات

په سو چــــونو زړه ته می ، رانغلو قرار

نه خیالات د فلسفی می شــول ،مـهار

شیرین عمر ، په حیرت کې رانه تیر شو

خو ښکاره نه شو ، د پردې شاته اسرار

«««««««««««««««««««««««««««««

د تحقیق سوچونه

خاورې شوی دي ، سرونه په فکرونو

په تحـــــقیق د حقیــقت او ګرویږ نو

فلسفیانو ډیری شپی دي سبــا ، کړي

د خلقت په اندیښنو ، او په سـوچونو

««««««««««««««««««««««««««««

د اوښکو دریابونه

د دردمنو می په حـال شـول ، قلم زړونه

چې احسـاس یی کړل ، زما د زړه دردونه

کاتبــــــان می د کرام ټول ، په ژړا ، کړل

چې له اوښکو نه می جوړ کړل ،دریابونه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

آ! تر څـو به په غرور کې یې ولیدلی

په نشو کې د قـــدرت یې لوبیـدلی

خبر اوسه چې تر ګوره مزل لنډ دی

لکه اوښـــکه په بــڼو یې دریــدلی

سید عبیدالله نادر