دا ژوند څومره عجیبه دی! انسان پکې د خوشحالۍ په لټه عمر تېروي، خو کله چې د ژوند په مانا پوهېږي، د عمر تر ټولو ښکلې ورځې یې د اندېښنو په دوړو کې ورکې شوې وي. د سبا د جوړولو لپاره خپل نن قربانوي، د نورو د خوشحالۍ لپاره خپل سکون هېروي، د هیلو په تمه کلونه تېروي، خو یوه ورځ چې تیر وخت ته وګوري، پوه شي چې ډېر څه یې ګټلي، خو د ژوند هغه شېبې یې بایللې دي چې هېڅکله بېرته نه راګرځي.
دا دنیا څومره عجیبه ده! دلته ځینې انسانان د یوې مړۍ ډوډۍ په ارمان شپه سبا کوي، ځینې د روغتیا د یوې ورځې لپاره خپلې ټولې شتمنۍ قربانوي، ځینې د مور د یوې غېږې په ارمان ژاړي، ځینې د پلار د یوې دعا لپاره د ژوند تر پایه ارمانجن پاتي کیږي. ځینې د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره خپله ځواني خاورې کوي، او ځینې د دنیا د ټولو نعمتونو په منځ کې هم د زړه سکون نه لري.
دا دنیا څومره عجیبه ده! دلته هر انسان د خپل ژوند یوه ناویلې کیسه لري. ځینې کیسې د بیوسۍ دی، ځینې د بېلتون، ځینې د انتظار، ځینې د غربت، ځینې د ناروغۍ، ځینې د کورنۍ ماتې او ځینې د هغو ارمانونو چې د ژوند له سختیو سره په مبارزه کې ورو ورو د انسان زړه ويلي کوي.
دلته څومره انسانان داسې دي چې د ورځې د نورو په وړاندې د مجبوري خندا کوي، خو د شپې چې د دنیا شور په چوپتیا بدل شي، د خپل زړه له دردونو سره یوازې پاتې شي. څومره سترګې به وي چې د خلکو په وړاندې وچې وي، خو د شپې په تیاره کې یې اوښکې د بالښت لمن لمدوي. څومره زړونه به وي چې د تسل د یوې خبرې تږي وي، خو داسې څوک به نه وي چې د هغوی د خاموشۍ په ژبه پوه شي.
تر ټولو دردوونکی یوازېتوب هغه نه دی چې انسان شاوخوا څوک ونه لري، بلکې هغه دی چې شاوخوا یې هر څوک وي، خو د زړه په حال یې هېڅوک نه وي خبر.
ملګري وي، خپلوان وي، پېژندګلوي وي، مجلسونه وي، د خندا غږونه وی، خو د انسان په زړه کې کله کله داسې تشه پرته وي چې د خلکو ټوله ګڼه ګوڼه یې هم نه شي ډکولی. هر څوک پوښتنه کوي چې څنګه یې؟ خو ډېر کم خلک د دې حوصله لري چې د “ښه یم” تر شا پټ درد واوري. ځینې انسانان دومره له حالاتو ستړي وي چې نور د شکایت کولو توان هم نه لري. یوازې نرمه خندا کوي، سر ښوروي او خپل دردونه له ځان سره کلک هر چیرته وړی.
څومره پلرونه به وي چې د سهار له لمانځه وروسته د رزق په لټه له کوره وځي، په زړه کې یې د کور د لګښتونو، د اولادونو د راتلونکي او د سبا د اړتیاوو اندېښنې وي. ټوله ورځ به له ستړیا، ګرمۍ، یخنۍ او د خلکو له سخت چلند سره مبارزه کوي، خو ماښام چې کور ته راشي، د دروازې تر پرانیستلو مخکې به خپل غمونه پټ کړي او داسي چلند به کوي لکه هر څه سم روان وي.
ماشومان به یې په منډه ورشي او ماشومانه غوښتنې به وکړي. پلار به یې پر سر لاس کش کړي، او ورته به وایي چې انشاءالله، سبا به یې درته راوړم. خو څوک به څه پوهېږي چې د دې یوې جملې تر شا څومره بېوسي پرته ده. ښایي هغه پلار د ورځې خپل د غرمې خوراک هم نه وي کړی، څو د کور لپاره لږې پیسې وسپموي. ښایي په جېب کې یې د خپلو اړتیاوو لپاره هېڅ نه وي، خو د اولادونو د خوشحالۍ لپاره به بیا هم د سبا په تمه وي.
څومره دروند وي د هغه پلار زړه چې د اولادونو غوښتنه یې اورېدلې وي، خو د پوره کولو وس یې نه لري، بیا هم هڅه کوي چې ماشومان یې د پلار له بېوسۍ خبر نه شي.
او څومره میندې به وي چې د ژوند ټول عمر یې د اولادونو په خدمت کې تېر شوی وي. خپلې هیلې به یې هېرې کړې وي، خپلې اړتیاوې به یې وروسته کړې وي، خپلې ناروغۍ او درد به یې پټ کړی وي، خو د اولاد د یوې وړې تبې لپاره به یې ټوله شپه په ویښه تېره کړې وي. د اولادونو د راتلونکي لپاره به یې په سجدو کې دعاګانې کړې وي، په خاموشۍ کې به یې اوښکې تویې کړې وي او له الله تعالی څخه به یې یوازې د هغوی د نېکمرغۍ سوال کړی وي.
خو وخت تېرېږي. ماشومان لویېږي، هر یو د خپل ژوند په لاره روانېږي، کورونه بدلېږي، بوختیاوې زیاتېږي او کله کله هغه مور چې یو وخت یې د کور هر کونج د مینې له غږه ډک و، د اولاد د یوې اړیکې او یوې پوښتنې په انتظار ناسته وي. د دروازې هر غږ ته یې زړه خوشحالېږي، خو بیا پوهېږي چې دا ځل هم هغه څوک نه دي راغلي چې سترګې یې په لاره دي.
او د ژوند تر ټولو دردناکه شېبه هغه وي چې انسان د مور او پلار د قربانیو په ارزښت هغه وخت پوه شي چې د هغوی د غېږې تودوخه، د لاسونو مهرباني او د دعا خوږ غږ یوازې په یادونو کې پاتې وي.
څومره ځوانان به وي چې د عمر تر ټولو ښکلې ورځې یې د روزګار په لټه، د کورنۍ د مسؤلیتونو په پورته کولو او د سبا د نامعلوم برخلیک په اندېښنو کې تېرېږي. د ځوانۍ په عمر به یې پر تندي د فکرونو کرښې جوړې شوې وي. ملګري به یې د ژوند له خوښیو خبرې کوي، خو د هغه په ذهن کې به د کور کرایه، د پلار او مور ناروغي، د ورونو او خویندو راتلونکی او د سبا د لګښتونو مصروف کړي وي.
څومره ځوانان به وي چې د خپلو هیلو لپاره یې کلونه زیار ایستلی وي، خو د حالاتو یوې سختې څپې به یې ټول پلانونه ګډوډ کړي وي. څوک به د زدهکړو د بشپړولو وس نه لري، څوک به له خپلې خوښې دندې محروم وي، څوک به د کورنۍ د مسؤلیتونو له امله خپل ارمانونه شاته کړي وي، او څوک به له دومره هڅو وروسته هم د خلکو له دې پوښتنې سره مخ وي چې تر اوسه دې په ژوند کې کومه توره کړي دي؟
څوک به څه پوهېږي چې د هغه د ژوند تر ټولو لویه لاسته راوړنه شاید همدا وي چې د دومره سختیو او د بي انصافه نړۍ په منځ کې یې خپل کور، خپل عزت او خپل ایمان ساتلی دی.
او څومره مسافر به وي چې له خپلو کورونو، خپلوانو، د ماشومتوب له کوڅو او د مور له مهربانې غېږې لرې، د پردیو ښارونو په یخو ماښامونو کې د خپل وطن د یوې ساده ورځې ارمان کوي. د ټیلیفون پر پرده به له کورنۍ سره به داسي خبري کوي چی ګواکي هر څه سم روان دي. مور ته به وایي چې ښه یم، هېڅ غم مه کوه. خو چې اړیکه پرې شي، کوټه به خاموشه شي، د دیوال ساعت به روان وي او د زړه په تل کې به د پردېسۍ هغه درد راویښ شي چې په پیسو نه جبرانېږي.
شاید د هغه مسافر په کور کې څوک د هغه د راتګ ورځې شمېري. مور به یې د اختر په ورځ د کور دروازې ته ګوري، پلار به یې د خلکو په منځ کې د زوی د کامیابۍ خبرې کوي، خو د زړه په کوم پټ کونج کې به یې یوازې د هغه د لیدو ارمان وي. ماشومان به لویېږي، د کور څېرې به بدلېږي، د مور او پلار په وېښتانو کې به سپینوالی زیاتېږي، او مسافر به د ژوند د جوړولو په هڅه کې د خپل ژوند هغه شېبې له لاسه ورکوي چې بیا هېڅکله نه راګرځي.
څومره سخته ده چې انسان د خپلو عزیزانو د ښې راتلونکې لپاره له هغوی لرې ژوند کوي، خو همدا لرېوالی ترې د هغوی د ژوند تر ټولو قیمتي شېبې اخلي. خو بیا ځيني د مسافري ارمان کوي. کیداي شي دوي د مسافري زور نه وي لیدلي.
او یوازې همدا نه دي. په دې دنیا کې څومره ناروغان به وي چې د روغتون پر بستر پراته وي، د یوې روغې ورځې ارمان کوي. څومره انسانان به وي چې پرون یې د ژوند ټولې ستونزې د پیسو او کار په حساب تللې، خو نن یوازې د یوې ارامې ساه اخیستلو لپاره دعا کوي. څومره کورنۍ به وي چې د خپل عزیز د روغېدو په تمه یې شپې په روغتونونو کې سبا کړې وي، د هرې ازموینې پایلې ته به یې په رپېدلي زړه انتظار باسلي وي او د هرې ښې خبرې په اورېدو به یې سترګې له شُکره ډکې شوې وي.
هلته انسان پوهېږي چې روغتیا څومره لوی نعمت دی. هغه عادي ورځې چې انسان پکې بې له درده ګرځي، خوري، ویده کېږي او له خپلو عزیزانو سره خبرې کوي، په حقیقت کې د ژوند له تر ټولو لویو شتمنیو څخه دي.
څومره انسانان به وي چې د اولاد په ارمان یې کلونه تېر کړي وي، د هرې دعا په پای کې به یې هماغه یوه غوښتنه تکرار کړې وي. او څومره نور به وي چې اولادونه لري، خو د هغوی د ناروغۍ، بېروزګارۍ یا راتلونکي په اندېښنو کې یې عمر تېرېږي. څومره بېوزله کورنۍ به وي چې د اختر په ورځ د ماشومانو د نوو جامو د اخیستلو وس نه لري. ماشومان به د نورو په لاسونو کې نوي شیان ویني، خو مور او پلار به یې هڅه کوي چې د خپلې بېوسۍ درد د هغه له وړو سترګو پټ وساتي.
دا دنیا څومره عجیبه ده! یو څوک د یوې مړۍ ډوډۍ په غم کې دی، څوک د ډوډۍ د خوړلو اشتها نه لري. څوک د کور په ارمان دی، څوک په لوی کور کې د مینې او سکون تږی دی. څوک د اولاد د پیدا کېدو دعا کوي، څوک د خپل اولاد د روغېدو لپاره شپې په سجدو تېروي. څوک د سفر د فرصت په لټه کې دی، څوک د کلونو پردېسۍ وروسته د خپل کور د دروازې د لیدو ارمان کوي.
او په دې ټولو کې انسان کله کله دومره د خپل ژوند په اندېښنو کې ډوب شي چې د نورو له دردونو بېخبره پاتې شي. د خلکو ښکلې جامې ویني، خو د هغوی د ژوند سختۍ نه ویني. د چا خندا ویني، خو د هغه د شپې اوښکې نه ویني. د چا کامیابي ویني، خو د هغې تر شا کلونه ستړیا، ماتې، قربانۍ او بېخوبي نه ویني.
د انسانانو د ژوند تر ټولو ډېر دردونه هغه دي چې د خلکو سترګو ته نه ښکاري.
کله کله انسان یوازې یوې مهربانې خبرې ته اړتیا لري. داسې چا ته چې بې له قضاوته یې واوري، بې له ملامتولو یې په درد پوه شي او بې له کومې ګټې یې د زړه پوښتنه وکړي. خو د ژوند بوختیاوو خلک دومره له یو بله لرې کړي چې کله کله په یوه کور کې اوسېدونکي هم د یو بل له زړه ناخبره وي.
څومره زړونه به وي چې له خبرو ډک دي، خو د بیان لپاره الفاظ نه لري. څومره انسانان به وي چې غواړي یو ځل په لوړ غږ وژاړي، خپل ټول دردونه وباسي، خو بیا د خپلو عزیزانو، خپل عزت او مسؤلیتونو په خاطر خاموش پاتې شي.
ځینې وخت د انسان ستړیا د بدن نه وي، د روح وي. داسې ستړیا چې په خوب نه ختمېږي، په تفریح نه ورکېږي او په خندا نه پټېږي. دا د کلونو د انتظار، د نیمګړو هیلو، د پرله پسې اندېښنو او د ژوند د درنو مسؤلیتونو ستړیا وي.
د وخت په تېرېدو انسان ورو ورو زده کوي چې هره خندا د خوشحالۍ نښه نه ده، هره خاموشي د سکون معنا نه لري، هره شتمني د نېکمرغۍ ضمانت نه دی او هره بې وسي د بدمرغۍ نښه نه ده. ځینې انسانان په لوړو ماڼیو کې هم د زړه سکون لټوي، او ځینې په وړو کورونو کې د الله په یاد، د کورنۍ په مینه او په حلال رزق کې د دنیا تر ټولو لویه شتمني چی هغه د زړه سکون ده لري.
او وخت… دا بېپروا وخت!
پرون چې کوم ماشوم د پلار په اوږو ناست و، نن شاید هماغه پلار د زړښت له امله د زوی لاس ته اړتیا لري. پرون چې کومې مور د اولاد لپاره ټوله شپه په ویښه تېره کړې وه، نن ښایي د هغې د یوې پوښتنې لپاره څوک وخت نه لري. پرون چې کوم مجلسونه له خندا او مینې ډک وو، نن پکې د ځینو عزیزانو ځایونه تش دي. هغه څېرې چې یو وخت د کور رڼا وې، نن یې انځورونه د دیوالونو پر سر پاتې دي او یادونه یې د زړونو په ژورو څوکو کې پراته دي.
څومره ژر تېرېږي دا عمر! انسان د دنیا په راټولولو بوخت وي، خو یوه ورځ پوه شي چې د ژوند تر ټولو قیمتي شیان په پیسو نه اخیستل کېږي. د مور دعا، د پلار سیوری، د عزیزانو شتون، روغتیا، د زړه سکون، رښتینې مینه او هغه وخت چې یو ځل تېر شي، بیا نه راګرځي.
ځینې وخت د ژوند تر ټولو دروند درد د یو چا له لاسه ورکول نه وي، بلکې د هغو خبرو پاتې کېدل وي چې باید ورته ویل شوې وای. د هغې مینې نه څرګندول وي چې باید څرګنده شوې وای. د هغې بښنې نه غوښتل وي چې باید غوښتل شوې وای. او د هغو شېبو قدر نه کول وي چې انسان فکر کاوه تل به ورسره وي.
څومره نیمګړې ده دا دنیا! انسان پکې د سبا په تمه ژوند کوي، خو کله کله سبا راشي او هغه کسان پکې نه وي چې د پرون ټوله ښکلا ورپورې تړلې وه.
خو د دې ټولو دردونو، بېلتونونو، ستړیاوو او نیمګړو ارمانونو تر منځ د ایمان یوه داسې رڼا شته چې د انسان د زړه تر ټولو تیاره کونج ته هم د امید رڼا ورکولي شي.
الله ج فرمایي:
(لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا)
ژباړه: الله ج هېڅ انسان ته د هغه له وسي او توان زیات تکلیف نه ورکوي.
څومره ژور پیغام دی! د ژوند سختۍ د انسان د بې ارزښتۍ نښه نه ده، او نه هره تنګسه د الله تعالی د ناراضۍ معنا لري. دنیا د ازموینو ځای دی. دلته کله انسان په نعمتونو ازمویل کېږي، کله په محرومیتونو، کله په شتمنۍ، کله په بې وسۍ، کله په روغتیا او کله په ناروغۍ.
ځینې وخت انسان په سختیو کې ډیر داسي څه زده کوي چې د اسانتیا په ورځو کې یې نه شي زده کولی. د صبر ارزښت، د دعا خوږوالی، د حلال رزق برکت، د نورو د درد احساس، د نعمتونو قدر او د الله تعالی په وړاندې د خپل محتاجۍ پېژندل، او د ژوند د نوره ډیري لوړي ژوري انسان ته ډیر څه ورزده کوي.
او کله چې انسان له هرې خوا تنګ شي، کله چې د دنیا ټولې لارې ورته ستړې کوونکې ښکاره شي، کله چې د زړه خبرې یې د بیان لپاره الفاظ ونه لري، بیا هم د دعا یوه دروازه شته چې هېڅکله نه تړل کېږي.
د هغه رب دروازه چې د سترګو له اوښکو مخکې د زړه په درد خبر دی، چې د ژبې له دعا مخکې د انسان په اړتیا پوهېږي او چې د خپلو بندګانو خاموش فریادونه هم اوري.
څومره لوی سکون دی په دې باور کې چې انسان که د دنیا په وړاندې خپل درد بیان نه کړای شي، د خپل رب په حضور کې یې د پټولو اړتیا نه لري. هلته نه د الفاظو ښکلا شرط ده، نه د خبرو اوږدوالی. هلته د مات زړه یوه صادقانه دعا هم خپل ارزښت لري.
الله تعالی فرمایي:
(فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا)
ژباړه: بېشکه له سختۍ سره اساني شته.
دا یوازې د تسل یوه جمله نه ده، بلکې د الله تعالی هغه وعده ده چې د ستړو زړونو لپاره د امید څراغ بلوي. هره سخته شپه تلپاتې نه وي، هره تنګسه د ژوند وروستۍ کیسه نه وي، او هره ماته د انسان د سفر پای نه وي.
خو صبر یوازې د درد خاموش زغمل نه دي. صبر دا هم دی چې انسان له سختیو سره سره د خیر هڅه پرې نه ږدي، د رزق لپاره حلاله لاره ولټوي، د ناروغۍ لپاره درملنه وکړي، د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي او د خپل رب له رحمته ناهیلی نه شي.
ژوند که هر څومره ستونزمن وي، بیا هم د مهربانۍ لپاره فرصت پکې شته. کېدای شي د یو غمجن انسان د زړه د ارامېدو سبب یوازې یوه نرمه خبره شي. کېدای شي د یو بېوسه انسان لپاره یوه وړه مرسته د لویې خوشحالۍ دروازه پرانیزي. کېدای شي د یو ستړي انسان لپاره یوه صادقانه دعا، یو مهربانه چلند د هغه انسان د ژوند ستړیا راکمه کړي.
د خلکو په اړه باید په بیړه قضاوت ونه شي. څوک نه پوهېږي چې د یوې خاموشې څېرې تر شا څومره دردونه پراته دي. څوک نه پوهېږي چې یو انسان د خپل عادي ژوند د روان ساتلو لپاره هره ورځ له څومره ستونزو سره مبارزه کوي.
که د چا د ژوند ټول دردونه نه شو ختمولی، لږ تر لږه د هغه د دردونو د زیاتېدو سبب دې نه کېږو. که د چا ټولې ستونزې نه شو حلولی، لږ تر لږه د هغه د زړه د تسل یوه خبره دې نه سپموو. که د چا په ژوند کې لوی بدلون نه شو راوستلی، لږ تر لږه د هغه د یوې ورځې د روښانه کولو هڅه دې وکړو.
ځکه دا دنیا د تل پاتې کېدو ځای نه دی، د ازموینې ځای دی. دلته نه خوشحالي همېشه پاتې کېږي او نه غم. نه شتمني تلپاتې ده او نه بېوسي. هر څه د وخت په تېرېدو بدلېږي، خو هغه نېکي چې د الله ج د رضا لپاره وشي، خپل ارزښت نه بایلي.
او د ژوند تر ټولو ښکلی حقیقت شاید همدا وي چې انسان له دومره ماتېدو وروسته هم د بیا جوړېدو توان لري. له دومره ژړا وروسته بیا خندلی شي. له دومره ماتو وروسته بیا د بریا خوب لیدلی شي. له دومره سختیو وروسته بیا د الله تعالی د رحمت په تمه د نوي سهار هرکلی کولی شي.
شاید نن د چا کور له اندېښنو ډک وي، خو سبا به یې د خوښۍ غږونه پورته کیږی. شاید نن د چا لاسونه د دعا لپاره په اوښکو لمده وي، خو سبا هماغه لاسونه د شکر لپاره پورته کیږی. شاید نن د چا پر مخ د ستړیا نښې وي، خو سبا یې د زړه په باغ کې د امید نوي ګلونه غوړیږی.
الله تعالی فرمایي:
(لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ)
ژباړه د الله له رحمته مه ناهیلي کېږئ.
نو هېڅ انسان دې خپل ژوند یوازې د نن ورځې په سختیو نه تلي. د ژوند کتاب لا نه دی ختم شوی. ډېرې پاڼې یې لا سپینې دي، ډېرې دعاګانې لا د خیر د راڅرګندېدو په انتظار دي، ډیر مزل پاتي ده، او ډېرې ښکلې شېبې راتلونکې دي.
د ژوند ارزښت یوازې په لویو بریاوو کې نه دی. کله کله د ژوند تر ټولو ښکلې شېبې ډېرې ساده وي. د مور یوه دعا، د پلار یوه غیږ، د ماشوم یوه خندا، د کورنۍ ګډه ډوډۍ، د یو ناروغ روغېدل، د یو مسافر بېرته راستنېدل، د یو بې وسه انسان د ستونزې هوارېدل او د یوې اوږدې اندېښنې وروسته د زړه ارامېدل.
همدا وړې شېبې دي چې د ژوند لویه معنا جوړوي. همدا نعمتونه دي چې انسان یې کله کله د لویو هیلو په لټه کې هېر کړي.
څومره ښه به وي چې انسانان د یو بل له دردونو سره لږ مهربانه شي، د یو بل د قربانیو قدر وکړي، د مور او پلار خدمت د سبا لپاره پرې نه ږدي، د عزیزانو پوښتنه یوازې د اخترونو او ځانګړو ورځو پورې محدوده نه کړي او د مینې خبرې تر هغه وخته و نه ځنډوي چې د ویلو فرصت یې له لاسه ووځي.
ځکه یوه ورځ به دا ټولې بوختیاوې ختمې شي، د دنیا ډېرې اندېښنې به هېرې شي، خو د انسان له خوا شوې مهرباني، د یو چا له سترګو پاکې شوې اوښکې او د یو غمجن زړه لپاره ویل شوې د تسل خبرې به د خیر ښکلې نښې پاتې شي.
هو بلکل دنیا نیمګړې ده!
خو شاید د دې نیمګړې دنیا تر ټولو ښکلې معنا همدا وي چې انسانان د یو بل د ژوند د سختیو په کمولو کې برخه واخلي، د یو بل د زړونو د ماتولو پر ځای یې د رغولو هڅه وکړي او د ژوند د هرې تیارې په منځ کې د امید یو څراغ بل وساتي.
یا الله ج! د هغو زړونو په حال رحم وکړه چې له دردونو ډک دي، خو د بیان لپاره الفاظ نه لري. د هغو پلرونو په رزق کې برکت واچوه چې د خپلو اولادونو لپاره د ژوند درانه بارونه وړي. د هغو میندو دعاګانې قبولې کړه چې د اولادونو د نېکمرغۍ لپاره په شپو کې لاسونه پورته کوي.
یا ربه! د مسافرو لارې اسانه کړه، د ناروغانو په برخه شفا کړه، د بېوسو لاسنیوی وکړه، د غمجنانو زړونو ته سکون ورکړه، د بېروزګاره انسانانو لپاره د حلال رزق دروازې پرانیزه، د پوره وړو خلکو لپاره د پور د ادا کولو اسباب برابر کړه، د بېلتون ځپلو زړونو ته صبر ورکړه او د هغو انسانانو په ژوند کې د امید رڼا پیدا کړه چې د حالاتو له سختیو ستړي شوي دي.
یا الله ج! موږ ته داسې زړونه راکړه چې د سختیو په وړاندې صبر ولري، د نعمتونو په وړاندې شکر وباسي، د خلکو په وړاندې مهربانه وي او ستا له رحمته هېڅکله ناهیلي نه شي.
ځکه د ژوند ښکلا په دې کې نه ده چې هېڅ درد پکې نه وي. د ژوند ښکلا په دې کې ده چې له دردونو سره سره مینه پاتې وي، له ماتو سره سره حوصله پاتې وي، له اوښکو سره سره دعا پاتې وي او له سختیو سره سره د الله ج په رحمت باور ژوندی وي.
یوه ورځ به دا ستړې لارې هم د ښکلو خاطرو برخه شي. د نن ځینې اندېښنې به د پرون کیسې شي. د صبر له شپو به د شکر سهارونه راووځي. هغه زړونه چې نن د ژوند له بارونو ستړي دي، بیا به د سکون خوند وڅکي، انشاءالله.
شاید د ژوند تر ټولو ښکلی سهار لا نه وي راختلی، شاید تر ټولو ښکلې دعا لا د قبلېدو د خیر په انتظار وي او شاید د ژوند هغه فصل چې انسان به پکې د تېرو سختیو حکمت درک کړي، لا نه وي پیل شوی.
نو تر څو چې ژوند شته، امید شته. تر څو چې دعا شته، د رحمت تمه شته. او تر څو چې الله ج مهربان رب دی، هېڅ تیاره باید انسان د رڼا له تمې محروم نه کړي.
ښه ده چي دا په یاد ولرو چې د ژوند هره تیاره د تل لپاره نه وي. د الله تعالی په رحمت، د انسان په صبر، هڅه او توکل سره ډېرې تړلې لارې بېرته پرانیستل کېدای شي، ډېرې ماتې هیلې بیا راژوندۍ کېدای شي او ډېر ستړي زړونه بېرته د سکون او خوشحالۍ خوند موندلی شي.
او که د دنیا ځینې ارمانونه نیمګړي هم پاتې شي، د مؤمن لپاره د الله د رحمت او د آخرت د نېکمرغۍ هیله تر دې فاني ژوند ډېره پراخه ده.
یا رب العالمین! د هر ستړي زړه لپاره سکون، د هرې تیارې شپې لپاره روڼ سهار، د هرې تنګسې لپاره پراخي، د هرې اوښکې په بدل کې خیر، او د هرې اوږدې ازموینې وروسته داسې اساني نصیب کړه چې ستا بندګان پکې د زړه له کومې ووایي: الحمدلله، زموږ رب څومره مهربان دی!
خ عثمان