د ارواپوهنې او ټولنیزو برخو کښي مطالب
ادبی مضمون
سيد عبيدالله نادر
رنګین افکار!
که تاسي د پوهنې او علم و فن په جامه سمبال اوسئ ،او په ترڅ کې د خپل مسلک نه په غیر ،آفاقی او اضافی معلو مات او مطالعه د ځانه سره ولرئ ،
او هم په خپل طبیعی هوش سره د دنیا د ډیرو مسایلو درک وکړای شئ ،که د ګرځیدنې سیر او سیاحت له لارې د یو طبیعی هوش ته وده ورکړئ،نو تاسي یقین ولرئ ،چې تاسي کله یواځي یاست ،او یا ګوښه یاست ،نو ستاسي خیالات ډیر رنګین وي ،او تاسي هیڅکله یواځي نه پریږدي.
نو تاسي په اصل کې یواځي نه یاست تاسي د خپل معلوماتو او افکارو سره داسي تصور کوئ ، چې تاسي په یو انجمن کې ناست یاست ، تاسي خپل رنګین خیالات هیڅ کله یواځي نه پریږدي ،
تاسي داسي انګیرئ چې په یوه ټولنه کې ناست یاست خو هغوي چې د علم او مطالعی او تجربو نه بی بهرې وي ،هغوي خپل ځانونه په یواځی توب کې یک تنها ویني ،
لیکن د هوش فکر او د رنګین فکرونواو خیالونو خاوندان تنهایي خوښوي ٠
ځکه دوي د ډیرو لوړو افکارو سره عادت دي ،او د لیکلو اویا د یو موضوع د حل له پاره په تنهایی کې یوه لاره وباسي ،
يا لاره پيدا کوي ٠یعنی په تنهایی کښي يې د نظر ژورتیا پراخوي ، که څوک د پوره مطالعي خاوند وي ٠ او د سیاحتونو او دنیایی تجربو څخه برخورداره وي ،
نو د داسي خلکو تصورات او سوچونه نیک نیک سوچونه او د نوښت نه ډک سوچونه وي ٠ دا رنګین افکار او سوچونه هیڅ کله دوي یواځي نه پریږدي ٠ نو په دي توګه پوی خلک دانشوره او با مطالعی خاوندان چې تر څنګه یې طبیعی استعداد هم ولري ، دوي هیڅ کله په تنهایي کې یواځي نه دي.
که دا سوچونه فلسفی وي ، ټولنیز وي ،علمی وي تصوفی وي یا د خدای تعالی په خلقت او نظام کې وي ښه دي ،ځکه یو شیبه د خدای تعالی په نظام او په نظام د هستی سوچ کول د عبادت نه کمه نه ده .
داسي سوچونه د زړه روښانتیا او د انسان لید هم زیاتوي او پراخوى ،په ژور فکر سره په خپل حال سړی خپل عاجزۍ درک هم کولای شي ، نو همدا وجه ده چې یو غربی فیلسوف وایي : (هغه کسان چې د عالی افکارو سره دمسازه وي هغوي هیڅ کله یواځي نه دي
سید عبید الله نادر