ما د اضطراب ، غم اوغوسې اندېښنې او وېرې ، سوچ او فکر ، حکومتولی او پالیسی په اړه دهر لیکوال او ادیب. سیاست پوه او تاریخ پوه ، ښوونکو او روزنکو ، ختیځ والو او لویدیځ والو ، اعرانو او مشاهیرو ، بزګرانو او شپنو، ملا یانو او چړیانو کمې اوزیاتې لیکنې او څېړنې له خپل نظره تېرې کړی نو دې پایلې ته ورسېدم چې ټول پردې خبره سره متفق دی چې دسینې پراختیاء[صبر] ،شفاء اوروغتیاء دلاس ته راوړلو بنسټ پر درې شیانو کېښودل کیږی :
۱- الله سبحان وتعالی سره اړیکی ټینګول او دهغه عبادت ته چمتو کېدل : « فاعبده واصطبر لعبادته»
ژباړه: نوته دهغه بندګی وکړه او دهمغه په بندګی باندېې کلک اوسه.
۲- دتېرې یا ماضی دوسیه بنده کړه اوله سره نوی ژوند پیل کړه.
۳- دیوه نامعلو [ مجهول] او غایب مستقبل په لور خپلې هیلې اوتمې شاته وغورځوه او نن راټینګ کړه!
په درنښت
07.09.2026
- سرلوڅ مرادزی
افغان وطن او انګریزان لومړۍ برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): انګریزانو د خپلې استعماري واکمنۍ د پراختیا او چلولو لپاره د ځای، قومونو، مذهبونو، ټولنیزو طبقو او سیاسي شرایطو له مخې بېلابېلې لارې لټولي او کارولې، لکه د قومي او مذهبي اختلافونو له سیاسي استعمال څخه نیولې تر غیر مستقیمې واکمنۍ ( Indirect rule) پورې. په نایجیریا، کینیا، یوګندا، سوډان، جنوبي افریقا، قبرس، سریلانکا، مالایا، فلسطین، عراق، مصر او د نړۍ په ډېرو نورو برخو کې، غیرمستقیمه واکمني د برتانوي استعما...
10.09.2026
- سید عبیدالله نادر
د ارواپوهنې او ټولنیزو برخو کښي مطالب ادبی مضمون سيد عبيدالله نادر رنګین افکار! که تاسي د پوهنې او علم و فن په جامه سمبال اوسئ ،او په ترڅ کې د خپل مسلک نه په غیر ،آفاقی او اضافی معلو مات او مطالعه د ځانه سره ولرئ ، او هم په خپل طبیعی هوش سره د دنیا د ډیرو مسایلو درک وکړای شئ ،که د ګرځیدنې سیر او سیاحت له لارې د یو طبیعی هوش ته وده ورکړئ،نو تاسي یقین ولرئ ،چې تاسي کله یواځي یاست ،او یا ګوښه یاست ،نو ستاسي خیالات ډیر رنګین وي ،او تاسي هیڅکله یواځي نه پریږدي. نو تاسي په ا...