د سبا اميد لپاره تاوانونه په ځان واړوم
زيار زحمت وباسم څه پورونه په ځان واړوم
هر طرف ته ګورم رقيبان مې سر سودا کړي
سخته مجبوري ده، بل اورونه په ځان واړوم
ژبه مې سوزيږي په خوله اخ ويستلې نشم
پټ رازونه ساتم،پيغورونه په ځان واړوم
پريږده چې مې بد ګنې،دنيا خلک په بده
ښه کالي په تن،ښه عطرونه په ځان واړوم
ستا په يو مسکا، بد نام زه حسن زی شومه
لاړ شم ميکدی ته،ډک جامونه په ځان واړوم