کتاب ناپوهي،جهالت، سرتمبګی، ناوړه سیالی او همچشمی ، دروغ او باټې د فکري سلامتيا ، شخصیت رڼا او بشري حقونو لپاره مهم ګواښونه ګڼي او زده کړه د دې ستونزود حل له بنسټونو څخه بولي. د لیکوال له نظره، زده کړه یوازې د لوستلو او لیکلو د وړتیا اوسواد ترلاسه کول نه دي؛ بلکې د انسان د شخصیت د ودې، خپلواک فکر، د حقونو د پېژندلو، متقابل درناوي او ټولنیز زغم، فرو تنی اوتواضع وسیلې دی دا د کتاب له مهمو نظریو څخه دی ځکه پوهه په کې د ټولو اصلاحاتو بنسټیزه سرچینه ګرځي. نو که جګړه د فکري سلامتيا لوی ګواښ وي، سوله یې زمینه ده؛
که ناپوهي دنسلونو ګواښ وي، زده کړه یې وسیله ده؛
که بې ‌عدالتي په ولس کې ګواښ وي، قانوني حاکمیت یې د حل لاره ده دخپلو ګټو لپاره ببړو نارې وهل مشروعیت نه لری .
او که بې‌ باوري په خلکو کې ستونزه وي، بې له شکه ملي یووالی او مسئًولیت ‌پذیري یې د اصلاح اًوسمون وسیلې ګڼل کېږي.
ارواښاد الفت صاحب هغه وخت کې داسې وایی:
«چا څه راوړل او چا څه »»
چا جهان ته تش کدو غوندې سر راووړ
چا په سرکې لوی فکر لکه غر راووړ
چا دشمعې په څېر خپل کور رڼا کړ
چا سهار غوندې له ځان سره لمر راووړ
راووړ اینجې ډیر ناوړه بوی دې جهان ته
ګل دنیاته خپل وجود رنګه معطر راووړ
یوه شاخ ته ګوره تش کوتک شو دوهلو
بل شاخ ګوره چې یې سیوری ثمر راووړ
له یوه نه لرګی دار جوړشو بل نه پل شو
چا له ځانه سره خیرونه خو چا شوروشر راووړ

زه وایم:
چا دغه شورا مورا ظاهری پیاوه دریا او هاها راوړه
چا دانزوا نغاره او سورنئ نړۍ ته په ډهل اوډنګ راووړ!

پښتو ژبه یولوی نعمت دی پښتنو! برکت دی او حریت ، لوی میراث دهرافغان ملی هویت دی
پښتو کرکه نه لری دقدر اوعزت ګوهر له ځانه سره لری
د پښتو ژبې د تاریخ، کلتور، ادب او اهمیت په هکله په بېلابېلو رسنیو کې معیار ی کمې اًوزیاتې یا علمي خپرونې لکه څنګه چې سوچ کیږې شتون نه لري. زموږ په ګوته شمیر شاعر اولیکوالان هسې دمبالغې ګپ لګوی اوحقیقت پټوی ددې لپاره چې دښوونې اوروزنې برخلیک دالقاعده او دبیقاعده او بېفایده وو ښکار شو له بده مرغه هم له څو لسیزو تکراری غمیزو سره مخامخ شو اوپدی انډوخر کې فسبوکیانو او ګوګل خانو نور هم خراب کړ دآشپزانو شمیره یې زیاته کړه ټیک ټاک هم ورپسې پزه تورول او آشپزی کول دواړه لام والا افعال تمبه کړل خو ول او کول سره توپیر لری دژبې په ګټه نه ده. تعلیم او تربېی په دقیقه توګه سقوط وکړنو که تاسو غواړئ چې د پښتو ژبې او ادبیاتو په اړه خپل معلومات زیات کړئ، او داتشه ډکه کړی نو د خپلې ژبې لپاره دعادت بدلول او هر اړخیزه تنوع ًاو سایتیفیک ګام اوپوهه خامخا په کار ده دجنسیت تفکیک وکړۍ پښتو ادبیاتو او تاریخ علمي خپرونې د افغانستان د علومو اکاډمي هم کله ناکله دوه ګونی سیاست چلولی . لکه چې دشاه په وخت پښتو ریشخند کیدله حتی دپښتو اوتفسیر ښوونکی به تحقیرېدل!
خپرونې:
د پښتو ژبې د تاریخ، ګرامر او سیندونو (قاموسونو) په اړه مستند او علمي کتابونه او مجلې خپروي. مثلا
دکابل مجله:
د افغانستان تر ټولو پخوانۍ او معتبره علمي او ادبي مجله ده چې په ځانګړي ډول د پښتو ژبې او ادب په اړه څېړنیزې مقالې خپروي.

دپښتو مجله:
د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمۍ څېړنیزه مجله ده چې د پښتو ادب د بډاینې لپاره کار کوي.
غږیزې او تصویري خپرونې (راډیو او ټلوېزیون)د بي بي سي پښتو «بېلوونکې کرښه» او کلتوري خپرونې: د پښتو ژبې د نویو اصطلاحاتو، وییکو او ادبي بهیرونو په اړه په زړه پورې بحثونه وړاندې کوي.
د ازادۍ راډیو ادبي خپرونې: د پښتنو شاعرانو او لیکوالانو د ژوند او پنځونو په اړه رنګارنګ خپرونې لري.
د ملي راډیو ټلوېزیون کلتوري پروګرامونه:
په هېواد کې د پښتو ژبې د ودې او د پخوانیو استادانو د اثارو د معرفي کولو لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړوي.
۳. ډیجیټل او د انټرنیټ پاڼو خپرونې بېنوا، ټول افغان او تاند وېبپاڼې:
دا پاڼې د پښتو ژبې د لیکلو اصولو، شعرونو، لنډو کیسو او ادبي کره کتنې لپاره ځانګړي برخې لري. یوشمیر یوټیوب چینلونه: د پښتو ادبیاتو د تدریس، د پښتو ژبې د ګرامر او د پښتو شاعرۍ د دکلو مینوالو لپاره لسګونه تعلیمي چینلونه فعال دي.کله چې تاسو په کومه ځانګړې برخه کې (لکه: د پښتو ژبې تاریخ، ګرامر، شعر او شاعري، یا د ماشومانو لپاره د پښتو زده کړې خپرونې) .
دژب پوهنې اصول عالی شورا ته نه بلکې علمی نصاب ، باسواده تکړه
ژب پوه مسلکی غړو ته د رسمي کارونو، زده‌کړو، رسنیو او په ډیجیټل ټیکنالوژۍ کې په پراخه کارولو سره پیاوړې کېږي.نه لافو اوشافو
د ژبې د پیاوړتیا لارې
رسمی کارونه:
معیاری ژبه باید په دولتي ادارو، غونډو او حتی اسنادو کې وکارول شي.

د زده‌کړو ژبه:
په ښوونځیو / مدرسو تعلیمی مؤ سساتو او پوهنتونونو کې د تدریس لپاره د مورنۍ ژبې کارول.
دسم نصاب په مرسته تر سره کېدای شی
لیکوالي او ادبیات:
د کتابونو، مقالو او علمي آثارو چاپول او زیاتول.
اخلاقی ، کلتوری او فرهنګی رسنۍ او ژورنالیزم:

په راډیو، تلویزیون او خبري پاڼو کې د معیاري ژبې کارول.
ټیکنالوژي:
په انټرنیټ، کمپیوټر او موبایل اپلیکیشنونو کې د ژبې نفوذ او پراختیا.
په بهر کې [ سفارتونو] کې.فرهنکی څانګې ایجادول
پښتو ژبه د اېندو اروپایي کورنۍ ژبو څخه ده. د افغانستان ملي او رسمي ژبه او د ملی فرهنګ سمبول ګڼل کیږي. نن سبا پښتو ویونکي یې له بده مرغه د کډوالو په توګه د نړۍ په زیاتو سیمو اوهرګوټ کې خپاره شوي دی خو د نفوس په اړه یې کره احصائیوی معلومات نشته. ځینې یې د اټکل له مخې ۴۰ ، ځینې ۶۰ او ځینې ۸۵ میلیونه ښیی.د افغانستان په ختیځ، سوېل او سوېل لویدیځ کې یوازې پښتو ژبه په مختلفو لهجو ویل کیږي خو په لویدیځ او شمال ،شمال شرق کې له نورو قومونو سره یو ځای مېشت پښتانه ګډ ژوند لری. په افغانستان کې د پښتنو کره شمېر ه معلومه نده. خو مختلفو ارزونکو ۴۵ تر ۶۵ % پورې پښتانه اټکل کړي دی .
پښتو د افغانستان رسمي ژبه ده. بله رسمي ژبه یې دري ژبه ده. په ۱۹۲۹م کال کې یوازې حبیب الله خال کلکاني (بچې سقاء) پښتون نه وه نور د افغانستان ټول پاچایان او واکمن پښتانه وو. خو په ورته وخت کې چې پښتنو پښتو ویله په دربارونو کې د سلطنت ادبي ژبه دري وه او ډېرو پښتنو په دولتي ادارو کې دلیکنې لپاره مروجه کړې وه. د ۱۹۲۶-۱۹۲۹ م کلونو ترمنځ کله چې امان خان سلطنتي واک ترلاسه کړ نو پښتو ته یې قومي هویت ورکړ او د رسمي او ملی هویت سمبول یې وبلله .
په ۱۹۳۱ م کې د پښتو انجمن په نامه ټولنه جوړه شوه او ۱۹۳۰ م کې پښتو د حکومت، ادارې او هنر ژبه شوه. کله چې په ۱۹۳۲ م کې د کابل پوهنتون جوړ شو نو د کابل پوهنتون کې په ۱۹۳۷ م کې د پښتو ټولنې بنسټ کېښودل شو. خو په ورته وخت کې لوړ پوړو چارواکو په دري ژبه خبرې کولې او خپل بچیان یې هم په دري ژبه روزل. داستره خالیګاه وه چې هیڅ پلمه دلیل کیدای نشی د ظاهر شاه پلار نادر خان په ۱۹۳۳ م کې فرمان صادر کړ چې ټول چارواکي باید دواړه دري او پښتو ژبې زده کړي او دواړه ژبې وکاروي. په ۱۹۳۶ م کې د محمد ظاهر شاه فرمان پښتو رسمي ژبه وګڼله او پښتو ته یې د دولت او زده کړو په هره برخه کې بشپړ حق ورکړ. د ظاهر د دې فرمان پر وخت خپلې نږدې شاهي کورنۍ او نورو بیرو کراتانو چې په خټه پښتانه وو ټولو دري ژبه ویله. خو له دې فرمان سره پښتو ملي ژبه او سمبول شوه. په ۱۹۶۴ م کې کله چې د افغانستان د فارسي ژبې ډول ته رسما دري نوم ورکول کېده نو د اساسي قانون شورا پښتو یو ځل بیا د ملي ژبې په توګه تاید او تصدیق کړه.
په کوزه پښتونخوا کې د خیبر پښتونخوا ټول خلک پښتانه دي همداسې د بلوچستان په شمالي سیمو کې هم پښتو ویل کیږي. د میانولي، اټک او پنجاب ایالت په ځینو سیمو کې هم پښتانه مېشت دي. په فدرالي کچه پښتو د پښتونخوا رسمي ژبه نده خو ځینو خلکو یې هڅې کړي مګر هڅې یې بریالۍ نه وې.
ډېر ژبپوهان په دې ګمان دي چې پښتون د اوېستان د ژبو یو ډول دی. خو په دې ندي موافق چې پښتو په مستقیم ډول له اوېستاني او یا له ختیځو ایرانیو ژبو جوړه شوې. خو ځینې ژبپوهان وایي چې پښتو له باختري، خوارزميان او سوګدیان ژبو سره ګډې ځانګړنې لري.
سټرابو له زېږېدیز کال څخه ۲۴ کاله وړاندې پیدا شوی او هغه لیکلي چې له اېندو یا د سند له سیند څخه لویدیځ لور ته چې کوم قومونه ژوند کوي د اریانا یوه برخه وه. په دې وخت کې پر ټولې هغې سیمې چې پښتانه پکې اوسېدل د بلخ یوناني پاچايي واک لره. له درېمې پېړۍ راپه دېخوا په ډېرو لیکنو کې ورته د اپګان نوم کارول شوی.
ارواښاد عبد الحی حبیبي وایي چې د پښتو د عصري چارو مخینه اتمې پېړۍ ته غزېدلې او پیل یې د امیر کروړ له وخته د غوریانو له پیله شوی. دې خلکو هغه لیک کاروه چې په پټه خزانه کې موندل شوی. په دې باندې دوه عصري پوهانو (David Neil MacKenzie and Lucia Serena Loi) هم بحث کړی او د پټې خزانې په اړه یې خپل ساینسي نظرونه او مطالعې خپاره کړي. د پټې خزانې په اړه ادعا کیږي چې د سوریانو (له اتمې پېړۍ) تر اتلسمې پېړۍ د ټولو شاعرانو نومونه پکې لیکل شوي او د دوي د شعرونو ټولګه ده او په ۱۸ پېړۍ کې محمد هوتک په کندهار کې لیکلې.
له ۱۶ پېړۍ را په دیخوا د پښتنو ترمنځ شعر لیکنه عامه شوه او تر ټولو نامتو شاعران یې بایزید پیر روښان چې د پښتو تورو اختراع کوونکی هم ګڼل کیږي، خوشحال خان خټک، رحمان بابا، نازو ټوخي (نازو انا)، احمد شاه دراني چې د درانيانو د امپراتورۍ جوړونکی او د عصري افغانستان بنسټ اېښودونکی دی.
په عصري وخت کې د بېساری لوړې کچې بیسوادۍ له امله پښتو کې فارسي او عربي کلیمې ورګډې شوي خو هیله شته چې د زاړه قاموس په مرسته به یو ځل بیا پښتو کره شي.
پښتو د فاعل-مفعول-فعل ژبه ده او په خپل ګرامر کې Ergativeوېش لري. صفت یې تر اسم مخکې ویل کیږي، د دواړو جنسیتونو (نارینه– ښځینه) لپاره اسم لري، اسم یې (مفرد – جمع) او څلور حالتونه لري : څلور حالتونه یې مستقیم، مایل I ، مایل II او غږیز حالت دی.
Nominative, Accusative, Dative او Genitive لکه عربی اویا آلمانی ژبه
شرطي وجه هم پکې شته. د فعلونو سیستم یې ډېر پېچلی دی او حال،تېره ساده زمانه، تېره استمراري زمانه، تېره نقلي زمانه، تېره کامله زمانه کې یې فعلونه نحوه کیږي. د جملو جوړښت یې اېندو-ایراني ژبو سره ورتوالی لري لکه باختري او پراکریت ژبې. په متعدو(ګرځنده) او غېرې متعدو (ناګرځندو) جملو کې فعل له فاعل سره توافق کوي خو یوازې که چېرې په تېره زمانه کې ترسره شوی عمل راپور شوی وي استثنا رامنځته کیږي او د استثنا په حالت کې که چېرې جمله متعده وي فعل له مفعول سره توافق کوي خو که غېرې متعده وي له فاعل سره توافق کوي. له همدې امله پښتو کې یوه برخه Ergativeچلند موجود دی لکه د کردانو د ژبې په څېر.
پښتو کې له ۷ پېړۍ را په دیخوا د اوېستان ژبې کلیمې ورګډې شوي، د اوېستان ژبه د افغانستان په ختیځ کې، د اوسني پاکستان په لویدیځ کې، د چین په شین جیانګ یا سین کیانګ سیمه کې او د تاجکستان په شمال ختیځ کې ویل کیده. ځینې لغات پکې د پخوانۍ یونانۍ ژبې ورګډ شوي، فارسي او هندي لغتونه هم پکې شته خو خپل کره قاموس هم لري. په عصري پښتو کې بیا ډېر لغات فرانسوي او انګلیسي دي خو کم اندازه جرمني هم پکې شته.
د فرانسوۍ ژبې بېلګې : کانکور، لیسه، انتیبیوتیک
پښتو ۴۵ توري لري، توري یې د عربي او فارسي تغیر شوي بڼه ده. په ۱۶ پېړۍ کې با یزید پیر روښان ۱۳ نور توري پکې زیات کړل چې له وخت سره تورو کې نور بدلونونه راوستل شول.
پښتنو کې له ډیره پخوا د خبرو اترو ادبیات دود دي لکه متلونه، شعرونه او کیسې. خو د لیک لوست ادبیات د ۱۶۱۳–۱۶۸۹ م کلونو ترمنځ د خوشحال خان خټک له شعرونو خپل اوج واخیست. همداسې رحمان بابا چې د ۱۶۵۰–۱۷۱۵ م کلونو ترمنځ یې ژوند کړی هم ژوندۍ بېلګه ده. احمدشاه بابا چا چې د ۱۷۲۲–۱۷۷۲ م کلونو ترمنځ ژوند کړی د واک پر وخت یې پښتو د محکمې ژبه شوه او همداسې د واک پر وخت یې د پیر محمد کاکړ لمړی کتاب ” معرفت الافغاني ” چاپ شو. لمړی د پښتو د فعلونو د ګرامر کتاب په ۱۸۰۵ م کې د ریاض المحبه په نامه چاپ شو. په ۱۸۰۸ م کې د حفیظ الرحمان خان بل زوی عجایب الغات په نامه بل پښتو کتاب چاپ کړ.
د پښتو د لهجو ډولونه
په سوېل کې
درانۍ، کاکړۍ، شیراني، مندوخیله، مروت، وانیړڅي ترین یا ترینو او یا هم چلغرۍ
په سوېل کې کارلاني ډله
بنوڅۍ، خټک، داوړواله، مسیدواله، وزیرواله
د شمال لهجې
غلجې ( غلزایی)، یوسفزۍ او ختیځواله
د شمال کارلاني ډله
ټنیواله، خوستۍ، ځدراڼ ، بنګشۍ، افریدۍ، خوږیاڼۍ او وردګی لهجه
پای