فقي معلومات
د فقهي تعریف: فقه په لغت کي پوهي او ځیرکي ته وايي او په اصطلاح کي هغه علم دي چي د جایز روا ( ورباندي امر کیدونکي) او غیر جایز ناروا ( له تر سره کولو څخه يي را منع کیدونکي) اعمالو او څیزونو څخه بحث کوي او یا په بل عبارت له ټولو فقهي مسایلو څخه بحث کوي.
الف :ـ جایز روا ( ورباندي امر کیدونکي) څیزونه:
۱:ـ فرض:ـ فرض هغه عمل دی چي په قطعي دلیل (ایت شریف) سره ثابت شوي وي.
د فرضو حکم:ـ په تر سره کولو کي يي ثواب او په نه تر سره کولو يي عذاب او منکر يي کافر بلل کیږي.
۲:- واجب:ـ واجب هغه عمل دی چي په قطعي دلیل (ایت شریف) سره ثابت شوي وي.
د واجبو حکم:ـ په تر سره کولو کي يي ثواب او په نه تر سره کولو يي عذاب او منکر يي کافر نه بلل کیږي.
۳:- سنت :ـ سنت هغه عمل دي چي رسول اکرم (ص) ډیر وخت کړي وي او کله کله تري پاته شوي وي.
د سنتو حکم:ـ په کولو ثواب او په نه کولو يي عتاب دی.
۴:ـ مستحب :- مستحب هغه عمل ته ویل کیږي چي رسول اکرم (ص) کله کله کړي وي او ډیر وخت تري پاته شوي وي.
د مستحبو حکم:ـ په کولو ثواب او په نه کولو يي عتاب نشته.
۵:- مباح :- هغه عمل دی چي کول او نه کول يي نه ثواب لري او نه عذب لري لکه ښکار کول.
ب :ـ غیر جایز ناروا ( له تر سره کولو څخه يي را منع کیدونکي) څیزونه:
۱:- حرام :ـ حرام هغه عمل دي چي په قطعي دلیل ( آیت شریف ) سره ثابت شوی وي.
د حرامو حکم:ـ په تر سره کولو يي عذاب ، په نه کولو يي ثواب او حلال بلونکی يي کافر بلل کیږي.
۲:ـ مفسدات :ـ مفسدات هغه عمل دی چي په نه تر سره کولو سره يي موږ خدای (ج) امر کړي يو ولي په کوم عمل لکه لمانځه کي چي کومه فاسده کړنه تر سره شي هغه عمل ور باندي خرابیږي او له منځه ځي تر سره کوونکی یي باید بیرته همدا عمل (لمونځ ) له سره را وګرځوي.
۳:ـ مکروهات :ـ مکروهات هغه عمل دی چي په نه تر سره کولو سره يي موږ خدای (ج) امر کړي يو ولي په کوم عمل لکه لمانځه کي چي کومه مکروه کړنه تر سره شي هغه عمل ور باندي خرابیږي او طبیعتا انسان ته خوند نه ورکوي مکروهات بیا دوه ډوله لري.
الف :ـ تنزهي مکروه :ـ هغه ډول دي چي د پاکوالي خواته نزدي او هغه تر سره کیدونکی عمل نه ور باندي خرابیږي او له منځه نه ځي.
ب :ـ تحریمي مکروه :ـ هغه ډول دي چي د حراموالي یا خرابوالي خواته نزدي وي او هغه تر سره کیدونکی عمل ور باندي خرابیږي او په پوره ډول له منځه ځي او تر سره کوونکی یي باید بیرته همدا عمل (لمونځ ) له سره را وګرځوي.