دغه پیغام یوازې دهوس کار نه دی ، مداخله او تعرض اوځان ښودنه هم نه ده . نړۍ ته وګوری دخودخواهی یاشخصی غرض مرض ، اجندا ،کوټوالی او ګټو پر بنا هم نه دی لیکل شوی . له ندافه تر پوهنمل او پوهانده پورې بدلون غواړی. دغه غوښتنه له هیڅ ډول شخصی تمې او ګټې سره هم تړاو نه لری
زیاته سلنه یې دافغان ولس په خیر او فلاح ، خپلواک، او اوچت ملی غږ راڅرخی افغان ولس په جدی توګه تاسې هره ورځ وینی او دا دنصیحت خبره هم نه ده واقعیت دی او ضرورت!
بناء هیله کیږی چې په دې برخه کې ګټور او سمو اهدافو ته مراجعه وکړۍ او ګامونه مو ګړند کړی او په تېره بیا دولس له [آه ځان اورژیم وژغوری !]که غواړۍ د دې خوریدلی کړیدلی سوی ، کډوال شوی او ستړی ولس «ملی زعامت»نور په نړۍ کې له رسوا یې څخه نجات ورکړی نو اوس هم سر وخت دی چې د افغانستان د ثبات لپاره غوره لاره په یاد ولری داومنی چې حکومتولی په ملایی توب نه اوپه خیرا ت نه بشپړه کیږی دیوې قوي ملي ارادې ،مرکزي واکمنۍ اهل ادارې غواړی خفه کېږی او که خوشالیږۍ ، ځکه عادلانه اداره او انصاف ، متوازن خدمات وړاندې کول او د خلکو پراخ او واقعي مشارکت بن بست ته نور مه بیایی پرون درنه لاړ هم اړین وه ، نن هم دی اوسبا به هم وی !!!
حکومت تلونکی دی ولې دولت له منځه نه ځی ددولت موجودیت دیوه سازمان په توګه تل پاتی دی .

دولت دیوه بنیادی بنسټ په توګه او
همدارنګه دکړکېچ یا دمسئلې اوسنی ابتدایی ارخونه:

(۱)لومړۍ څپه :

افغانستان کولی شي د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي دهلېز په توګه مهم اقتصادي او جغرافیایي ارزښت ولوبوی. حتی د هرمز دتنګه په کچه!
افغانستان بې له شکه د نړیوال جغرافیایي په تېره بیا د منځنۍ اسیایی هېوادونو دروسی استعمار وهلی سړېچنو [ ستانًو]ترمنځ دموقعیت له امله په یوه ستراتیژیک څلوری لاری دهلیز او واټن کې ډیر کرکېچن اهمیت لری، تاریخي اهمیت یې داسلام آباد بخیلې دسیسې په تنګې کړی ،تجربو، ټولنیزي رنګارنګو استعماری ، اوږدو جګړو ازمویلی او د بهرنیو سوپر پاورو قدرتونو د سیالیو ترمنځ په غیر مستقیم لاس وهنو له امله ځانګړي شرایط ، ستراتیژی او جیو پولتیکی حیثیت لري.

(۲)دوهمه څپه:

په افغانستان کې په دې معاصر وخت او غوښتنو پر بنسټ د دولت تر ټولو لویه ننګونه او مسئولیت یوازې د حکومت جوړول نه دي؛ بلکې د داسې یوه ملي دولت جوړول دي چې
ملي بڼه،ملی صبغه ، او ملی حاکمیت ټولنیزه اجتماعی قرار داد یا قانون وساتلی شی؛
داسې یو امنیت چې ملا شاهی په کې منحل اومدغم شی او عامه امنیت په کې په بشپړه توګه تأمین کړي شی.
ټول خلک علنا دنړۍ له مشروعیت څخه مخکی ځانونه د نظام برخه وبولي؛
بهرنۍ لاسوهنې بې له ګواښه بندې کړي؛
عدالت او قانون دافغانانو په ترم کې خپلواک خوندی او حاکم پاتې شی. .
نورې دببړو خیالی کړکی دتل لپاره وتړل شی.

(۳)دریمه څپه :

ټاکنې او د افغانستان تجربه
په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې ټاکنې د خلکو د سیاسي ، ټولنیزه ، اقتصادی مشارکت تر ټولو مهمې وسیلې دی خو په جګړه ځپلو او کمزورو دولتونو کې ټاکنې هغه وخت بریالۍ وي چې قوي ادارې، اقتصادي ثبات او د قانون حاکمیت موجود وي.
که بشپړ نه وی نونسبۍ خو وی ولې د افغانستان تجربه او کړکېچ داښيي چې ټاکنې کله ناکله د دغو لاندې عواملو له امله له ناوړه ، زور اوظلم ، ستونزو سره مخ شوی دی
د سیمه‌ ییزو زورواکو نفو اوشخصی ایګو
د پیسو او شتمنۍ نابرابره اغېزه افراطی بڼه
د بې وزلو خلکو اقتصادي مجبوریت او حکومت بی خبری.
نا پوهی او جهالت قومي او شخصي ، سیالۍ ، لافې او پټاکې انډیوالی ډوله اړیکي؛
د انتخاباتي ادارو کمزورتیا. او استخباراتی قماشی ډوله عوامل
له همدې امله یوازې ټاکنې د ملي مشروعیت یوازینۍ سرچینه نه شي کېدای، بلکې باید وقتا فوقتا بې له ملا شاهی له نورو مشارکتي میکانیزمونو سره یوځای شي.

(۴)څلورمه څپه :

لویه جرګه
د افغانستان د ګډ ملی مشارکت تاریخي تمثیلی دود
لویه جرګه د افغانستان یو تاریخي اصل او دودیز سیاسي بنسټ دی چې د مهمو ملي پرېکړو لپاره کارول شوې ده.د لویې جرګې مهمې ځانګړتیاوې
د ټولنې د بېلابېلو برخو ، اقشارو ، سیاسی ډلو ،مؤسساتو ګډون؛
د خبرو او توافق فرهنګ؛
د ملي اجماع رامنځته کول؛
د بحرانونو پر مهال د پرېکړې کولو وسیله.
فردی انحصار ی کڼه او ړنده او شله اداره نشی منلی.

پنځمه څپه:

د افغانستان د ثبات لپاره غوره لاره دیوې قوي ملي مرکزي خو بې ثباته افغانستان هم دامریکا او هم دطالب په ګټه دی .
دامریکې سیالی دسیمې په سطحه له چین، روس اوایران سره دی امریکا او دامریکا ملګری طالبان دخپلو ګټو لپاره په اړیکه کې ساتلی واکمنۍ لرل، عادلانه اداره ، متوازن خدمات وړاندې کول او د خلکو پراخ او واقعي مشارکت اړین دی.تاریخي بېلګه
د ۱۹۶۴ کال لویه جرګه او اساسي قانون او دې ته ورته داسې نوری لویې جرګې.
خو لویه جرګه هم هغه وخت اغېزمنه ده چې استازي یې په رښتینې توګه د خلکو استازیتوب وکړي او د زورورو کسانو له نفوذ او لاس وهنو څخه یې خوندي وساتی
ایا له ټاکنو پرته د خلکو د مشارکت نورې لارې شته؟
په نړۍ کې ډېر کم داسې ملي دولتونه شته چې هېڅ ډول ټاکنې ونه لري او بیا هم پراخ مشروعیت ولري. خو ځینې هېوادونه د خلکو د ګډون لپاره نور میکانیزمونه ، مودلونه هم کاروي. موږ نه په اسلام کې دسولې لاره ورکه ده ولې؟
سویس د مستقیمې دیموکراسۍ له لارې خلک د ټولپوښتنو او سیمه‌ییزو جوړښتونو په وسیله په پرېکړو کې شریکوي.
ځینې دودیز نظامونه لکه د خلیج ځینې هېوادونه د شوراګانو او ټولنیزو مشورو له لارې د خلکو ګډون تنظیموي، که څه هم د دوی سیاسي جوړښتونه له انتخاباتي نظامونو سره توپیر لري.
له دې تجربو څخه زده کړه دا ده چې ، د خلکو مشارکت یوازې په ټاکنو محدود نه دی؛ خو د مشارکت هره بڼه باید د حساب ورکونې، عدالت او قانون له اصولو سره مل وي.

(۵)پنځمه څپه:

د افغانستان لپاره د قوي مرکزي ملي دولت
اهمیت
د افغانستان لپاره د تاریخي او جغرافیایي شرایطو له مخې، یو قوي مرکزي ملي دولت د لاندې دلیلونو له امله دیر مهم دی
1- د ملي یووالي سراسری ساتنه
افغانستان د مختلفو قومونو، سیمو او ټولنیزو جوړښتونو هېواد دی.
یو قوي ملي مرکز کولی شي د ټولو اتباعو لپاره ګډ او په سیاسی قدرت دو ېش په نحو کې د مشترک میزان پلی کیدلو ملی اواسلامې هویت دیوه واحد قانون په رڼا کې رامنځته کړي.
2- د بهرني نفوذ مخنیوی او دبهرنیو چارو کچه په عمومی مصلحت کې پورته بیول یو اړین ضرورت دی
د افغانستان جغرافیایي موقعیت تل د سیمې او نړۍ د قدرتونو د سیالۍ سبب شوی دی او کیږی اودنظم تامین له منځه تللی خو یو قوي مرکزي دولت کولی شي ملي حاکمیت او نړیوال حقوقی شخصیت ته لاره وموندی یا یې وساتلی شی او بهرني مداخلې اولاس وهنې را محدودې کړي.
3- د امنیت او قانون حاکمیت
ملي اردو، امنیتي ادارې، بهرنی سیاست او ستراتیژیکې پرېکړې باید د یوه واحد ملي دولت تر واک لاندې وي نه ډلې او ګروه
:
د افغانستان لپاره مناسب اومنلی موډله اداره
د افغانستان شرایطو ته په کتوسره تر ټولو مناسب نظام هغه کېدای شي چې لاندې ځانګړتیاوې ولري:

۱-قوي مرکزي ملي دولت د امنیت، بهرني سیاست، اقتصاد او ملي حاکمیت لپاره؛
مسلکي او بې طرفه دولتي ادارې؛
۲-د قانون حاکمیت او خپلواکه قضایه قوه؛
۳-د خلکو پراخ ،بې وېرې مشارکت د لویې جرګې،
۴-دجمعی غوښتنو اوژمنو تامین او درناوی
۵-دمشروع انحصار حاکمیت نه افراطی اورادیکال نیابتی ډلو انډوخر
۶-دفساد سره کلکه مبارزه دپاو ، چارک من او خروار په ترازو نه
۷-شوراګانو، مدني بنسټونو او نورو قانوني لارو؛
۸-د سیمه‌ییزو اړتیاوو لپاره اداري صلاحیتونه داهلیت او ظرفیت پر بنیاد ، خو د ملي یووالي په چوکاټ کې.
دځوان نسل وده او خوځښت .

شپږمه څپه:

شاته کتل وایی:
[په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو د یوه عادي او متعارف دولت د جوړولو لپاره کوم څرګند عملي اقدام نه دی کړی. نه اساسي قانون جوړ شوی، نه د درې‌ګونو قواوو تفکیک رامنځته شوی، نه پارلمان د قانون جوړونې او د حکومت د څارنې لپاره جوړ شوی، نه د حکومت د سیاستونو د تأیید لپاره شورا یا جرګه رامنځته شوې، نه ټاکنې شوې او نه هم د ټاکنو له لارې رامنځته شوي بنسټونه د هېواد د ادارې لپاره فعال شوي دي]
اطلاعاتی ګوډې او ماتې شبکې دافغانستان موجودیت له استخباراتی شیطانانو سر ه نورې معاملې راپلټی خوًمثبت دریځونه اوً
نورو ګټورو نظرونو
ټینګار دادی چې، د دې لپاره امنیت، سیاسي ثبات او د سیمې د هېوادونو ترمنځ همغږي خورا مهمه ده.
د طرحوً ملی او ولسی پیامونو ته لاره ورکو دی او دهراړخیزه بدلون ،
ترقی او پر مختګ سبب ګرځی . دولت په ګډ کاروان ښه ښکاری که نه خفه کیږی ..

په درناوی
————————
دولت: په زړو ادبیاتو کې (دثروت )او (نېک بخت )پر مانا