دريا ۔۔۔ سيند که سمندر !
پښتانه دريا يا درياب د سمندر دپاره کاروي خو ځنې قامونه يې د سيند او څه نور يې د دواړو په مانا اخلي۔ د بېستون ډبرليک کې ساکاتيا پره دريا ياد شوي دي چې بيا دغه نوم اوښتے دے او د پارا دريا بڼه يې اخستې ده ۔ افغان ، پارسي او اروپاي څېړنکارانو د دريا په اړه اوږده بحثونه کړي دي چې ځنې دغه دريا د سمندر او نورو د سيند په مانا اخستے دے۔ د دغه ټولو بحثونو وېستاړه استاد زيار صېب خپل کتاب "پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې " راوړې ده خو کومې پايلې ته نه دي رسيدلي البته د " زړې پارسۍ " نومې کتاب ليکوال براندنشستاين او ماهير هوفر د پارا دريا ساکان د سويلي روسيه وسېدونکي ښودلي دي ۔
دريا ، سيند که سمندر ؟ دغسې يو اوږد بحث " د زرتشتيانو ميراث " نومې ويب پاڼه کې هم شوے خو دويۍ هم کوم زړه پورې جواب نه دے ورکړے ۔
هيرودوتس د څلورم کتاب په څلورم څپرکي کې دغه خبره سپينه کړې ده چې دارا په ساکانو د يرغل کولو دپاره د يو لوے پوځ سره په هېلسپونټ (تورا بحيره) او دانوب پورې وت ۔ دغه ساکان د تورسمندر په غاړه د نن وخت جنوبي يوکراين کې وسېدل ( دغه علاقه روسيانو د يوکراين څخه رانيولې ده او دا وخت د روسيانو په ولکه کې ده ) ۔
دلته د هيرودوتس د څلورم کتاب څلورم څپرکي کې لومړے پېراګراف راغستے چې دغه کې د پارا دريا ټوله خبره سپينه شوې ده البته دغه څپرکي کې نور هم زړه پورې مالومات ورکړے شوي خو دلته ليکلو ته څه اړتيا نه لري ۔
۔۔۔۔۔۔
څلورم څپرکی
د دارا په هېلسپونټ او دانوب پورې وتل
083
"دا چې دارا (Darius*) د ساکانو (Scythians*) خلاف پوځي تيارو کې بوخت و، په دې لړ کې يې ځنې کسانو ته د پوځ تنظيمولو، جهازونو برابرولو او په ترشين بوسپورس (Thracian Bosporus*) د پل ټرلو دپاره پېغامونه واستول نو د هېستسپاس زوی ارتابانوس (Artabanus son of Hystaspes*) او د دارا کشر رور د داسې کولو سختۍ سره مخالفت وکړو او هغه ته يې وويل چې ساکان ډېر سخت او جګړن خلک دي نو دا کار کول نه دي پکار. کله چې هغه د باچا اماده کولو کې ناکامه شو نو ارتابانوس (Artabanus) د خپلو خبرو نه لاس واخستو او جنګي تيارو کې بوخت شو. اوس چې ټول پوځي انتظامات برابر شوي وو نو دارا خپل پوځ د سوسه (Susa*) نه روان کړو. "
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
خاطرمانېروال