پوليو
پولــيو ســـخـــــته ناروغي ده ــــــــــــــــــــــــــــــ داهــــــم حـــاده هـــم ســاري ده
چــې لامـل يې يو ويروس دى ــــــــــــــــــــــــ تـبــــا كـــــړي يــې نفــــــــــوس دى
عصـب نسج باندي حمله كړي ــــــــــ هلــــــته جـــوړه معـــامـله كړي
چــې پـه پـايلــــه كې مــاشــــــوم ـــــــــــــــــــــ شـي په فلـج باندي مـحـــكوم
خــپريدل يې ډېـر هــوســـــــاده ــــــــــــــــــ رنـګ پــه دې وېروس فضاده
مــــدفـوعـــاتــو د انســـــان كـې ــــــــ دا ويروس ژونـدون اسان كړي
دا ويـــروس و هــــرانســـــان تــه ــــــــــــــــــ هـــم رســـيږي هــــر مـــكان تــه
د مـــــــرض وقــــــــــايـــــه ګـــــــوره ــــــــــــــــــــــ د پــه تــابـانــدي فـــــــرض وروره
بــايـــد مخـــــــكې تــر خـــــوړلـــو ـــــــــــــــــــ لاس مــو پاك كــړي په وينځـلو
پــه صـابـون وينځل ضـرور دى ــــــــــــــ د روغـــتيا داښـــه دســـتوردى
ځـان ساتل تري لوى كمال دى ــــــــــــــ دغـــه ســخـته لوى جنجال دى
د دې لار د ورک کـولـــــــــــــــو ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ده پـــــــه دې شـــكل ښــــــــــــــاغــــــــلو
د پنــځــــو كلـــــــــــــــو نه لانــــدي ـــــــــــــــــــ مـاشـــومان كـه پــه تى ګـران دي
د پولــيو واكسـين تطبيق كړي ـــــــــــــــــــــــــــ پنځه نــور يې هــم تــزريق كـړي
دغه دوه څاڅكې واكسين دى ــــــــــــــــــــ ســـتا د ټول عمـــر تضــمين دى
دا واكســـــــين ډيــر ضــــروري دى ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لګـــــــــول يـې مـجــــــــبوري دى
كـــه مـــو دا واكســــــــين و نـكــړ ــــــــــــــــــــــ لــوى تـاوان مو ځان ته وكـــــړ
مـــــاشــومــان مــو بيا فلـجــــيږي ــــــــــــــــــــــــــــ پــه ټول عمــــر بــــه كـــړيــــږي
د واكســــــــين د تطــــــبيق ډلـي ـــــــــــــــــــــــــــــ ګـــرځــي ټـول كلــي پـه كلــــي
د هــــــر چـــــا كــــور تـــــه ولاړ وي ــــــــــــــــــــــــ دغـــه كار و دوى تــه ويـــاړ وي
دا كمــپاين زمـــــا په خــيال كې ـــــــــــــــــــــــ وي څـــــــلور واره پـــه كال كې
كــــه كمـــپاين در نه تـــير شـــو ـــــــــــــــــــ ياواكسين مــو د زوي هـيرشو
نو نـزدي روغـــــتون تـه ورشئ ـــــــــــــــــــــــــ و ډاكـــتر ته لاس په ســــر شئ
چې واكسين مې ماشومان كړه ـــــــــــــــــــــــــــــ ور تـــه دا پيښـــه بيــان كـــړه
كه بل ځـلي دا كــــيسه شـــــوه ـــــــــــــــــــــــــ در نــــــه وركـــــه دا نـيټـه شـــــــوه
نــــو بيا غــــــوږ شي و راډيو ته ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د واكســــــــــــين و اعـــــــلانـــو تـــه
يا د خـــــــپل كلي لــه مـــــــلا نــه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دا پـوښــــــتــنــه و كــــړه ګـــــرانـــه
چې واكسين به څه وخت راشي ـــــــــــــــــــــــــــــ څو كاملـــه مــو روغـتيا شي
ماشومان پري ټول واكسين كړم ـــــــــــــــــــــ دې مرض نه زړه تسكين كړم
كه واكسين ټول ماشومان شي ــــــــــــــــــــــــ نو خوشحاله به (رمــــــــان) شي
په درنښت
شاعر :ـــ عــــــــــــــــــــــــــــــــــــبدالباري ( رمــــــــــــــــــــــــــــــــــــان )