د ملتونو برخلیک یوازې د واکمنانو په لاس نه ټاکل کېږي. روڼ اندي، سیاستوال، لیکوال، ژورنالیستان، مدني فعالان او هر هغه څوک چې پر عامه افکارو اغېز لري، د خپل هېواد د راتلونکي په جوړولو او یا خرابولو کې خپله ونډه لري. ځکه نو هېڅوک نه شي ویلای چې د وطن د روان وضعیت په وړاندې هېڅ مسئولیت نه لري. ملي مسئولیت یوازې د واک غوښتونکو دنده نه ده؛ دا د هر هغه چا ګډ مکلفیت دی چې ځان د دې وطن د برخلیک شریک بولي.
افغانستان له څو لسیزو راهیسې له داسې بحرانونو سره مخ دی چې یوازې د یوې ډلې، یوه حکومت او یا یوه بهرني عامل پایله نه ده. د دې وضعیت په دوام کې بېلابېل عوامل رول لري، او د هغو روڼ اندو، سیاسي شخصیتونو او مدني فعالانو ونډه هم باید په رښتینولۍ وارزول شي چې د هېواد د اړتیا په وخت کې یې ونه شوای کولای د ګډو ملي موخو لپاره د یووالي، همغږۍ، اعتماد او عملي همکارۍ فضا رامنځته کړي.
د ټولنیزو شبکو پراختیا د نظر څرګندولو، عامه پوهاوي او فکري اړیکو لپاره بېساری فرصت برابر کړی دی. فیسبوک، ایکس، انسټاګرام او نورې رسنۍ د عامه افکارو په جوړولو کې مهم رول لري؛ خو تر هغه چې دا فکري خوځښت په منظم، دوامدار او ګډ عملي کار بدل نه شي، اغېز به یې محدود پاتې وي. هېڅ ملت یوازې د مجازي بحثونو او احساساتي غبرګونونو له لارې خپل برخلیک نه دی بدل کړی. بدلون هغه وخت رامنځته کېږي چې فکر په عمل واوړي، او عمل د ګډ مسئولیت او منظم تشکل بڼه خپله کړي.
د افغانستان د معاصر سیاست یوه کمزوري دا وه چې ډېر روڼ اندي او سیاسي فعالان د اشخاصو، ډلو، د خپلو ګوندي تاریخي میراثونو او زړو ایډیولوژیکو چوکاټونو له قیده ونه وتل. د ملي اړتیاوو پر ځای، ډله ایزو وفاداریو او شخصي حساسیتونو ته لومړیتوب ورکړل شو. په داسې حال کې چې هېواد پراخې ملي اجماع او د همکارۍ نوي فرهنګ ته اړتیا لرله، د یووالي او اتحاد ډېر فرصتونه له لاسه ووتل.
نن هم اړتیا نه ده بدله شوې. د افغانستان راتلونکی نه د یو فرد، نه د یوه ګوند او نه هم د یوه فکري جریان په لاس جوړېدای شي. د دې هېواد د ستونزو کچه تر هغه ډېره لویه ده چې یو واحد لوری یې د حل ادعا وکړای شي. د وخت غوښتنه دا ده چې وطنپال، د عدالت پلویان، د ولسواکۍ ملاتړي، د بشري کرامت مدافعین او ټول پرمختګ غوښتونکي، سره له خپلو فکري او سیاسي توپیرونو، لږ تر لږه د هغو ګډو ملي ارزښتونو پر محور همغږي او همکاري وکړي چې د هېواد د بقا، ثبات، پرمختګ او ملي یووالي لپاره اړین دي.
دا همغږي د دې معنا نه لري چې ټول باید په یوه ګوند، یوه نظریه یا یوه تشکیلاتي چوکاټ کې راټول شي. برعکس، سیاسي او فکري تنوع د یوې سالمې ټولنې طبیعي ځانګړنه ده. مهمه دا ده چې د اختلاف تر څنګ د ګډ کار فرهنګ هم رامنځته شي، او ملي ګټې د شخصي، تنظیمي او ډلګیزو ګټو څخه لوړې وبلل شي.
هغه روڼ اندي چې د حالاتو له تحلیل څخه د عمل مرحلې ته نه شي اوښتلای، د خلکو د بسیج، د عملي پروګرامونو د وړاندې کولو او د همغږۍ د رامنځته کولو توان نه لري، باید دا هم ومني چې د موجود بنبست په دوام کې د دوی د ناتوانۍ ونډه هم شته. یوازې نیوکه کول، د مسئولیت بشپړه اداء نه ده؛ مسئولیت هغه وخت بشپړېږي چې له نقد سره د حل لاره، عملي وړاندیز او د ګډ کار اراده هم مل وي.
افغانستان نن تر هر وخت زیات د نوي سیاسي کلتور اړتیا لري؛ داسې کلتور چې د شخصیتمحورۍ پر ځای پر برنامو، د تقابل پر ځای پر همکارۍ، او د متقابلو تورونو پر ځای پر ګډ مسئولیت ولاړ وي. که موږ د راتلونکي په اړه رښتینی فکر کوو، باید له دې پوښتنې پیل وکړو چې: زه د دې وطن د ښه سبا لپاره خپله کومه برخه مسئولیت پر غاړه اخلم؟
تاریخ به سبا له موږ ونه پوښتي چې موږ څو ځله نور ملامت کړل؛ بلکې دا به وپوښتي چې د وطن د اړتیا په هغه سخت پړاو کې مو د ملي مسئولیت له احساسه د ګډ عمل تر مرحلې پورې کوم ګام پورته کړ، او د هېواد د ژغورنې او پرمختګ لپاره مو خپله ونډه څنګه ادا کړه.
31.07.2026