د ارواښاد سلیمان لایق د شپږم تلین په مناسبت، یو پخوانی کلام:
نه پریږدي لایق غوندې شاعر له پرګنو سره
بده تربګني ده د اسمان له پښتنو سره
هسې اسمان لاپې د نیاو او عدالت وهي
شرم دی اسمان ته خپلو ورانو فیصلو سره
څوک به وي چې نه وي غمجن ستړی ماڼیجن نه وي
کاڼي، بوټي ژاړي د زمان دې مسخرو سره
چوپه راته ټوله نن دنیا او مافیها ښکاري
چوپ د پښتو شعر شو د لایق په چوپېدو سره
تش ښکاري جومات له مقدیانو چې امام لاړه
سوړ د پښتنو تود نغری شو له دېرو سره
چوپه نن حجره د پښتنو خوشې عبث نه ده
لاړه ادم خان ترې د رباب سویو نغمو سره
نشته نېشه نشته د شرابو چې مستي راوړي
ړنګه میخانه شوه د ساقي له پیمانو سره
لاړ له موږ د سر سړی، د سر شاعر او ستر شاعر
خدای خبر که بل یو لایق راشي د پښتو سره
چوپ شو د کارګرو او بزګرو د زړګي اواز
څوک به ناسته پاڅه کړي غوبنو او شپنو سره
څوک به د هېواد د عظمتونو نغمې بیا لیکي
څوک به زلمي ویښ کړي خپلو مستو ترانو سره
څوک به بیا پیدا شی چې رګو کې وینه وتخنۍ
پیغلي زلمي ګډ کړي په نڅا او اتڼو سره
څوک به پښتنې نجونې تر حورو زیاتې ولمانځي
څوک به خپل هېواد کاندې تشبیه له جنتو سره
څوک به د پښتون د ګونګي قام ژبه، غوږونه شي
زغم او حوصله به کړي ګونګیو پرګنو سره
څوک به د انګریز له ملایانو پرده پورته کړي
لوڅ يي کړي، لغړ کړي اصلي خپلو څېرو سره
څوک به د چونغر او سلیمان د غرو لویا ستايي
څوک به بیا پیدا شي چې زړه خواله کړي درو سره
څوک به د سیندونو د څپو رازونه وسپړي
ځان به کړي ملګري د سیندونو له څپو سره
څوک به د غزل په شا د وریځو کور ته وخیژي
ښکته به پر دښتو د وطن شي بارانو سره
څوک به د شعرونو په وزر تر معراج ورسي
هلته به د شعر بنډار جوړکړي پریښتو سره
څوک به د ویده ملت کالبوت کې سا ورپوو کاندې
څوک به مسیحا شي بیا به راشي معجزو سره
څوک به راپيدا شي چې په رزم بزم دواړو کې
بیا لکه خوشال شي پښتنو ته الهامو سره
لاړو پښتنو نه ستر لایق په هسې شین زړګي
خدازده که بیا راشي پښتنو ته په جرګو سره
لوی وولایق، ستر وو لایق، بیا تکرارېدی نه شي
«ونړیده غر د خپلو پټو زلزلو سره» (۱)
ما ته د لایق په مړینه داسې الهام ورسېد
ولړزېده عرش پخپلو پریکړو فیصلو سره
د ۲۰۲۰ کال د جولای ۳۱ مه
سرلوڅ مرادزی
یادوونه:
(۱ ) دغه بیت« ونړیده غر د خپلو پټو زلزلو سره»؛
د ارواښاد سلیمان لایق د هغه شعر نیم بیت دی چې نوموړي په ۱۳۵۷ کال د حمل په ۲۹ مه نیټه، د ارواښاد استاد میر اکبر خیبر پر مزار ویلی وو.