غزل
ورک دې سي رنګ مهرباني نلري
دامهم خوي دجنتي نلري

له پيره مه جوړوه خداي مه کوه
اطلاع پرغيبو هم نبي نلري

خالي کدو اوهم خالي بوتل وی
څوک سي پر زړه غم دلالي نلري

بس تنهايي دې تل په شا ګرزوي
سي څوک غريب وي شتمني نلري

پرهغه پلار باندې مې زړه خوږيږي
سي پخپل کورکي پاچهي نلري

داعمړي هم عجيبه ملا دی
کله ملايي کله ملايي نلري

محمدعلي عمري
مسلم باغ