په شتمنتیا کې تر ټولو مهم موارد چې باید ترسره شي هغه هم دوامداره کار، دوامداره زیرمه، د لګښتونو کنټرول، د بې ځایه لګښت مخنیوی، په یوې دندې اکتفا نه کول او په ځان باندې پانګه اچونه د دې لپاره چې نوي مهارتونه ترلاسه شي او له عصراو زمان سره سم عاید ترلاسه کول کولای شي تاسو میلیونر کړي.
د پیسو دوامداره زیرمه یا پس انداز له ځوانۍ څخه پیل کړئ او خپلې پیسې په کره دقیقه توګه په داسې ځای کې پر پانګه واچوئ، څو تاسو ترې ښه ګټه ترلاسه کړئ.
خپل لګښتونه کم کړئ او داسې پانګه ترسره کړئ چې پیسې مو تاسو ته کار وکړي او له ګټو یې برخمن شئ، لکه په تولیدي کارونو کې پانګه اچونه چې اوږد مهاله وي یا هم داسې نور.
د خپل تقاعد مهال لپاره پلان ولرئ اویا هم په داسې مفکوره اوسئ که چیرې دغه دنده نه وي زه کولای شم له نورو لارو څخه مشروع او حلال عواید ترلاسه کړم او د خپل کور لګښتونه پرې پوره کړم.
په خپله شتمنتیا تمرکز وکړئ او په ځان باندې د نویو مهارتونو او زده کړو ترلاسه کولو لپاره پانګه اچونه وکړئ او د ژوند له هر چانس یا موقع څخه د پیسو ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کړئ.
د میلیونر کیدو کار یوازې ارماني او تصوري نه دی بلکې هغه وخت په حقیقت بدلیږي چې د یوې روپۍ له مصرف او همدا رنګه له سپما څخه پیل شي او راتلونکې سپما او لګښتونو لپاره پلان موجود وي. لکه سږکال باید د کور د لګښتونو ترڅنګ څومره سپما ولرم څو راتلونکې کې میلیونر شم.
په اوسنې نړۍ کې هغه ګامونه چې تاسو میلیونر کیدو ته نږدې کوي یو یې آنلاین پانګه اچونه او آنلاین ګټه ترلاسه کول دي چې آنلاین سوداګري پیل کړئ او د دویمې دندې په هڅه او تلاش کې اوسۍ، په ځان پانګه اچونه وکړئ، څو نوي مهارتونه ترلاسه کړئ او دنویو مهارتونو په وسیله د نویو دندو له لارې اضافي عواید لاسته راوړئ.
که چیرې پیسې لرئ په داسې ځای کې پانګه اچونه وکړئ چې د تاسو لپاره د عاید زمینه برابره کړي د دقیق او اړین لګښت عادت کولای شي چې ستاسو د بې ځایه خریدونو یا لګښتونو مخه ونیسي او له مطالعې سره مینه وکړئ، هغه یادداښتونه مطالعه کړئ چې تاسو د میلیونر کیدو لور ته بیایې.
په لاندې کرښو باید تمرکز ډير کړئ:
1. د عوایدو په ترلاسه کیدو سره د پیسو زیرمه کول یا سپما حتمي کړئ؛
2. د غیر ضروري او تشریفاتي لګښتونو څخه مخنیوی ترسره کړئ؛
3. د هرې میاشت له ټول عوایدو یا معاش څخه لږ ترلږه ۱۵ سلنه زیرمه یا سپما کړئ؛
4. د شته عوایدو ترڅنګ د نورو عوایدو ترلاسه کیدو لپاره هڅه وکړئ؛
5. غیر ضروري غوښتنې او د اضافي توکو د ترلاسه کیدو هیلې کمې کړئ؛
6. له مالي تجربه کارو کسانو سره سلا او مشوره وکړئ، څو مالي موخو ته په رسیدو کې تاسو سره مرسته وکړي؛
۱. د میلیونر کیدو لپاره د خپل سفر په پیل کې سپما پیل کړئ او له له کمې اندازې سپما یا زیرمې څخه د نورو عوایدو ترلاسه کیدو لپاره ګټه واخلئ او په کال کې دومره پيسې زیرمه کړئ چې واړه کار او بار لپاره بسنه وکړي او تاسو ته څه نا څه عواید ولري.
داسې فکر وکړئ چې تاسو شل کلن یاست او هرکال د خپل تقاعد مودې لپاره ۶۰۰۰ زره ډالریا معادل یې افغانیو سپما کوئ یعنې هره میاشت ۵۰۰ ډالر یا معادل یې افغانۍ زیرمه کوئ، که محاسبه شي وروسته له ۴۰ کلونو به تاسو ۲۴۰ زره امریکایی ډالر زیرمه ولرئ خو که چیرې د یوه یا دوو کلونو په ترڅ کې ترلاسه شوې زیرمه بل ځای سرمایه ګذاري کړئ ښایې ستاسو سپما کال کې ۱۲۰۰۰ زرو ډالرو ته ورسیږي چې بیا څلویښت کاله وروسته ۴۸۰ زرو ته رسیږي او همدا شان که تجارت هم وده کوي، نو ښایې داسې وخت شي چې په کال کې د څلویښت کلونو تقاعد زیرمه کړئ چې دا په خپله د میلیونر کیدو چانسونه ډیروي.
نیغ په نیغه د سپما یا زیرمه کولو مبلغ له خپل مصرفي اکونټ څخه د زیرمه کولو یا ساتلو اکونټ ته انتقال کوئ او مه پریږدئ چې نور لارې ورته پیدا شي او تاسو په بلې پانګې هم فکر کوئ نو پوه شئ چې د زیرمې په اکونټ کې څومره پیسې لرئ.
۲ اضافی لګښتونه وتړئ، پور اخیستل بند کړئ او د چټکې شتمنۍ لپاره لاره جوړ کړئ:
د هغو څیزونو پیرل بند کړئ چې تاسو ورته اړینه اړتیا نه لرئ په ځانګړي توګه هغه څیزونه چې د پیرلو لپاره ډیر لګښت ته اړتیا ده مخکې له دې چې پیرنه یا اخیستنه ترسره کړئ له ځان څخه لاندنۍ پوښتنې وکړئ:
• دا هغه څه دي چې واقعا زه ورته اړتیا لرم؟
• که چیرې پیسې لګوم د تفریح یا د نورو د خوښولو لپاره یا زما د عوایدو د ډیریدواو میلیونر کیدو پلان ته د نږدې کیدو لپاره دي؟
• دا هغه څه دي چې ورته څیزونه یې لرم او یا یې نور څیزونه ځای ډکولای شي که څنګه؟
• آیا دا کار د میلیونر کیدو له پلان څخه هم اړین دی چې باید ترسره شي؟
• هر هغه روپۍ یا پیسه چې تاسو لګوئ او اړینه اړتیا یې نه وي په دې معنی چې له خپل هدف څخه یوه روپۍ پاتې راځئ؟
۳. که چیرې تاسو د خپلو میاشتنیو عوایدو ۱۵ سلنه زیرمه یا پس انداز یا سپما کړئ تاسو پلان ښه روان دی که له هغې زیاتې پیسې سپما کوئ یعنې تاسو د میلیونر کیدو موخې ته ډير ژر رسیږئ.
تاسو باید ۱۵ سلنه د خپلو عوایدو له ټکس او مالیاتو وروسته زیرمه یا سپما کړئ.
د اقتصاد پوهانو په اند دا ۱۵ سلنه د عوایدو هم ډیره کمه سلنه ده چې تاسو یې زیرمه کوئ خو بیا هم دا یوه اتفاقي خبره ده چې له اړینو لګښتونو پرته نورو تشریفاتي او انکشافي لګښتونو ته اړتیا نشته تر هغه چې تاسو میلیونر کېږئ.
۴. خپلو عوایدو ته زیاتوالی ورکړئ:
د میلیونر کیدو لپاره باید هڅې او تلاشونه زیات کړئ او یوازې په یوه عاید یا یو معاش اکتفا مه کوئ باید سخت او دوامداره کار ترسره کړئ اود دندې ترڅنګ یو بل کار هم ولرئ یعنې له اتو ساعتونو څخه زیات کار وکړئ ۱۲ ساعتونه یا ۱۶ ساعتونه کار ترسره کړئ، څوخپل هدف ته ورسیږئ.
د میلیون کیدو یو راز هم سوداګري یا تجارت دی چې په دې کې دنیوي او اخروي ګټه نغښتې ده خو دا سوداګري باید د اسلام او قانون اصولو ته پابنده وي.
یعنې که چیرې تاسو د خپلو عوایدو ۱۵ سلنه نشئ زیرمه کولای نو دا جوته ده چې تاسو میلیونر کیدو سره ډیره فاصله لرئ لومړی باید خپل عواید زیات کړئ او په دې کوښښ وکړئ چې د خپلو عوایدو ۱۵ سلنه سپما کړئ او غواړۍ ژر میلیون شئ نو دا کچه باید ۵۰ سلنې ته ورسوئ.
۵. د ژوند د طرز یا طریقې له انفلاسیون څخه مخنیوی وکړئ یعنې سپما وکړئ او لګښت مه ترسره کوئ:
که چیرې تاسې ډیرې پیسې لګوئ په دې موخه چې تاسو عاید ډیر دی او ډیرې پیسې ترلاسه کوئ یعنې تاسو باید د لګښت مخنیوی وکړئ او د خپلې اقتصادې ودې یا عوایدو ډیرېدو باندې کار وکړئ.
که غواړئ میلیونر شئ ورځني لګښتونه کم کړئ، سپما زیاته کړئ، په بېلا بېلو پروژو کې پانګه اچونه وکړئ او د کار ساعتونه مو ډیر کړئ، څو عواید زیات شي.
۶. د میلیونر کیدو په هکله له اقتصادي سلاکارانو سره مشوره وکړئ او د میلیونر کیدو لپاره بیلابېلې لارې ولټوئ:
د تقاعد وروسته وخت ته پلان جوړ کړئ او په دې فکر وکړئ که چیرې تقاعد شئ او دغه عواید چې په خپله یې ترلاسه کوئ دا نه وي، نور عواید باید تاسو برابر کړي وي چې وکولای شي ستاسو ژوند د لګښتونو لپاره بسنه وکړي او په داسې ځایونو کې پانګه اچونه وکړئ چې دوامداره وي که چیرې داسې کمپنئ وي چې تولیدي وي نو ښایې یوه اوږدمهاله پروژه وي چې وکولای شي ستاسو راتلونکې لپاره هم عواید ولري.
په پایله کې ویلی شو چې زیرمه یا سپما، پانګه اچونه، له اتو ساعتونوڅخه ډیر کار، په یوې دندې نه قناعت کول، لګښتونو کمول، تشریفاتي لګښتونو مخنیوی، د تفریحي میلو کموالی، د اصولو او قانون مراعت کول، د خپلو عوایدوڅخه ذکات ورکول، له غیر شرعي عوایدو څخه ډډه کول، د نورو د حقوقو ورکړه، له اقتصادي سلاکارانو څخه سلا اخیستنه، د میلیونر کیدو لپاره اهداف ټاکل او د نویو مهارتونو ترلاسه کول کولای شي تاسو میلیونر کړي.
https://www.linkedin.com/posts/successincubator_betheeagle-activity-7393293703752269824-XapM
https://thedankoe.com/letters/how-to-become-a-millionaire-in-your-20s/
https://www.entrepreneur.com/money-finance/i-became-a-millionaire-by-following-these-4-principles/480851