دویمه برخه
...په تیر پسي
زه لا څلور کلن ووم مکتب کي نه ووم داخل شوی چي مور وپلار مي د قاعده بغدادي سیپاره يي لاس کي راکړه او د جومات ملا ته يي د سبق ویلو دپآره کینولم ما دوامداره توګه یوولس کاله د کلي د جومات د ملا امام سره قاعده بغدادي او قرآن کریم مي وویلي، مګر دي دومره اوږده کلنو کي ما ددین په هکله چي زه تري الهام او افهام واخلم څه شي زده نکړ، علت يي دا وو چي د جومات ملا به پرته له دي چي ماته د حروف لیک او لوست وښايي سیپاره زما لاس کی او ما حروف حفظ کوه، بدون له دي چي پوه شم استاد یا مولوي سبق کومه پاڼه کي دی او یا د الفاظو ځآي پیدا کړم، د قاعدي بغدادي له الفبا نه د قرآن کریم تر اخري سورته ما یواځی کتاب غیږ کي ایښی وو او ورته زنګیدم، او د ملا د خولي نه راوتلي جملات یا متنونه مي تکراروله خو د لږ وخت په تیریدو سره مي له حافظي وته، د دین په رابطه کوم څه چي ما زده کړی د مکتب له برکته دی ځکه ما لیک او لوست د خپل معلم څخه زده کړی نه د جومات د ملا امام نه، کله چي لیک لوست مي زده کړ د قرآن کریم حروف مي وپیژنده او پوه شوم چي کوم حرف کوم غږ لري. ځکه نو دې وخت کي د قرآن کریم تلاوت مي هم په خپله کولی شوه او د مولوي د خولي راوتلي الفاظ مي هم د قرآن کریم په مخپاڼه کي پیدا کولی شو، دا یواځي زما یا زمونږ د کلي د امام ستونځه نه وه بلکه دا ددیني زده کړي د مرکزونو عمومي ستونځه ده چي افغان ماشومان ورسره لاس او ګریوان دي، دیني زده کړي مراکزو کي ماشومانو ته لیک لوست نه ورښودل کیږي بلکه یواخي به هغه خبري حفظ کوي چي مولوي د خولي وځي مګر جالبه دا چي کتاب به يي حتما غیږه کي ایښی وي.
د جلال آباد د اربابانو کلي کي میشت کورنی اکثرا با سواده دولتي مامورین او روښانه خلک وو، مونږ هلته په یو کور کي چی کاکا او ترونه مي په شریکه ګرو کړی وو او زمونږ د یو وطندار (د شمسه پور د کلي اوسیدونکي او د ننګرهار ولایت مقام کي دنده وه) ملکیت وو اوسیدلو، زمونږ کور ته مخامخ د داکتر عبدالقدیر فضلي کور وو چي دویم ځوی یی فضل احمد فضلي زما د مکتب همصنفي او یو بل سره ښه زیاد برخلافه او جنګي وو او مشر ځوي يي فضل محمود فضلي هوښیار، ځیرک، لایقه خطاط او ښه لیکوال وو او د خپل لیاقت او استعداد له مخي په کلي او ښوونځي کی مطرح او پیژندل شوي څهره وه، چي ورسته بیا د داکتر غني په حکومت کي د اداري امور ریس او د داکتر غني د مطرح سلاکارانو څخه شوو اوسیده، زه د لیسي د دوري تر آخري یعنی دولسم ټولګي پوری چي دي وخت کي فضل محمود فضلي ننګرهار طب پوهنځي کي محصل وو ځيني وخت لیده کاته کیده خو تر هغي وروسته بیا تر ننه فضلی سره له نږدي ما نه لیدلي او نه مي د اړیکو نیولو هڅه کړي همدارنګه د کنړ نورګل ولسوالی اصلی اوسیدونکي جنرال سید رحمان جبه وال چي په 1368 کال جلال آباد جنګ کي شهید شوواولادونه يي تر ډيره وخته راسره ګاونډیان وول او مشر ځوي يی داکتر همایون رحمانزی چي اوس هم سره کله ناکله اړیکه نیسو او یو د بل د حال خبر اخلو د ننګرهار طب نه فارغه شو زما نږدي ملګری او د راز و نیاز همزولی وو، کلیوال او همسایه ګان د وخت ټولي ستونځي په شریکه زغملي او د ډیرو مشکلاتو سره سره بیا هم ژوند رنګین وو او د کلي شور او زوږ غمونه کمرنګه کړی وو په یاد مي دي چي زمونږ د ګاونډیانو د زیاد ترو کورنیو یو یا دوه کسه غړي په دي جنګونو کي تلف او وژل شوي وو او د کلي په عمومي حالت يي د غم ټغر غوړولي وو او د ډیرو میندو زړونه يي داغداره او د پلارونو ملاوي کړوپي کړي وي.
یو څه چي هغه وخت زه يي ډیر وخت بوخت کولم د هندي فلمونو لیدل وو هغه وخت کي د ننګرهار ملي تلویزیون هره جمعه شپه وروسته له لسو بجو یوه هندي فلم ننداري ته وړاندي کوله، ددغه فلمونو د لیدو پاره به زه دشپی تر ناوخته کیناستم خو د ملي تلویزیون پالیسي دا وه چي د فلم تر خپرولو مخکي به يي دوخت د دولت د سیاسي مشرتابه بیاني او خبري خپرولي چي په دي کي زیاتره وخت د حکومت د مشر داکتر نجیب الله ویناوي وي، زما علاقه هندی فلم ته او د ملي تلویزیون برنامي دا شرایط ماته برابر کړي وو چي زه د هندی فلمونو د ممثلینو سربیره د سیاسي مصطلحاتو سره اشنا او یو شمیر سیاسي څهري وپیژنم. شاید همدا وجه وه چي لا په وړکیتوب کي سیاسي فعالیتونه خوښیدل ځکه خو لا ابتدایه دوره کي ووم چي یو ځل ښوونځی ته یو څو کسه لوکس، دریشي کړي او سري نیکټايي والا تازه شیو کړي یعني ږیري خریلي کسان راغلی وو چی زمونږ ټولګی ته هم سر ورښکاره کړه، زمونږ استاده چي شریفه جانه نومیده، هیېت يي داسي راوپیژندل چي د افغانستان حزب دموکراتیک خلق ګوند د ځوانانو د سازمان غړي دي او هغه ماشومان چي تیاتر، سینما، ورزش، او د ځوانانو او ماشومانو پوري اړوند تفریحي برنامو سره مینه لري کولي شي د سازمان جوانان او پیشاهنګانو څانګي ته چي جلال آباد کي د پوهنتون روغتون غرب خواته يی موقیعت درلود او د مجاهدینو وخت کي بیا د اسلامی ثقافت مرکز په نوم یاد شو تشریف راوړي، د راغلو میلمنو څخه یو تن چي مونږ هېئت بله د ماشومانو د نوم لیکنی يي وویل همدا وخت وو چي ټولګی کي یواځینی شاګرد زه وم چي لاس مي جګ کړ او هغوي سره د تګ آمادګی او تفریحي برنامو کي د ګډون امادګي وښودوله، میلمانه لاړل او د هماغه اوونۍ د پنچشنبی ورځ وه چي یو ملاعظم راغي او زما نوم يي واخیست استاده ته يي وویل دا شاګرد يي اداري ته غوښتي، زه چي اداري ته لاړم د هماغه مخکي ورځي یو میلمه ولاړ وو او ما نه يي پوښتنه وکړه ایا اماده يي چی پیشاهنګانو مرکز ته دې ځان سره بوځو؟ ما د هو ویلو سره اماده ګي وښوده، د ښوونځي د اداري په مشوره او اجازه د مکتب د څو نورو شاګردانو سره چي د نورو جګو صنفونو متعلمین وو یوځاي زه سازمان جوانان ته لاړم. یو لوکس په اغلب ګمان 12 نفری موتر وو چي پکي ورسپاره شو، ماته موټر کي تګ ډیر خوش آینده شوو، هلته د رسیدو سره سم لمړي يي د لوبو میدان ته بوتلو، چي د فوتبال، والیبال، او بایسکتبال د لوبو دپآره وسایل او سامان وو، تر هغی وروسته یو پیاله شیدي یو څه کیک يي راکړ، بیا يی د بازیچو او د لوبو د سامان خوني ته يي بوتلو او هلته تر لنډ پآتي کیدو وروسته يي د رسامي او کاردستي خوني ته يي بوتلو ، رهنما استاد زما د تشویق په موخه يي وویل که کومه رسامی شوي پاڼه لری یا کوم شعر دي لیکلی وي یا کوم مقاله دي خوښیږي ولیکه مونږ ته راکړه چي ویترین کي درته ولګوو، زه چوب شوم ځکه ما خو څه شی نه درلوده، او په آخره کي د یو هنري او اموزشي فلم د لیدو وروسته راته د بیرته تګ وویل شو، او هماغه موټر بیرته د ښوونځي مخکي ښکته کړو او مشر رهنما استاد خداي په اماني په پار يي لاس راته وخوځوه، زمونږ ابتدایه دوري متعلمین معمولا د ورځي په لس بجو رخصتیدو خو دي ورځ کي زه نږدي 12 نیمی بجي کورته ورسیدم، زما ځنډ مور مي تشویش کي کړي وه، ځکه خو زما دلټون او د پوښتني دپاره کوڅه کي زما د نورو ټولګیوالو څخه د احوال اخیستو دپاره مخامخ ګاونډي یعني د فضلي کورته ورغلی وه، زما ټولګیوال فضل احمد فضلي چي ما سره وران او سره جنګي وو، زما مورته ویلي وو چي خاله! ځوي دي لاړ حزبي شوو، مور مي تري پوښتته کړي وه چي څنګه؟ فضل احمد ویلی وو هغه پیشاهنګانو ته ولاړ، هیئت راغلی وو ځآن سره يي بوتلو، کورته زما د رسیدو سره سم مور مي ډیر تنبیه کړم او اخطار يی راکړ که بیا ځلي تللی وي په پلار او نیکه دي ډبوم، ما د مور خیري نادیده ونیولی او یوه اوني بله هم همدي برنامه کي مي ګډون وکړ خو زما د مور شکایت تر نورو ورسیده او د کور مشران زما د تګ مانع شول او تنبیه يي کړم خاص دادا ( نیکه) مي زما ددي کار کلک مخالفت وکړ او د بیا ځلي تګ په صورت کي به مي وهي راته وویل شو ، زه هم د مشرانو د ډاره نور هغو برنامو ته لاړ نشولم او ځان مي مریض واچوه.
1368 لمریز کال وو چي تنظیمي جهادي ډلي د پاکستان، غرب او عربي دولتونو په ملاتړ په جلال اباد لوي برید وکړ خکه خو په همدي کال جلال اباد کي جګړه زور اخیستي وو او ښآر نا امنه شوی وو، یاد مي دی چي ویل کیده هره ورخ تر 10000 ډیر راکټونه د جلال آباد ښآر په مختلفو نواحیو لګیږي، هلته میشتي کورنې د خپل خوندیتوب دپآره په ساعتنونو ساعتونو پټنځایونو کي پاتي کیدل، اکثر خلک خپل فامیلونه (ښځینه او ماشومان) د جلال آباد د ښار څخه شاوخوا نږدي کلو بانډو ته لیږلي وو او د ښار کورونو کي یواځي یو یا دوه کسه نارینه پآتي وو، زمونږ کورنی هم یو میاشت دپاره د سره رود ولسوالی قلعه معروف ته چي هلته زمونږ د کاکا د عمه (ترور) او د تره زامنو کورونه وو لاړو، سره له دومره نظامي او اقتصادي فشارونو بیا هم په خلکو کي د هیواد د پریښودو یا دښمن ته د تسلمیدو انګیزه نه وه موجوده، دولتی ملکي او نظامي کارمندانو مورال او روحیه لوړه وه، د هغو کورنیو تعداد ډیر کم وو چي غوښتل يي سیمه پریږدي او دښمن خواته وتښتي، بالاخره دولتي ځواکونه کامبیابه شول چي جهادي ډلي دومره وځغلوي چي راکټونه يي نور د جلال آباد ښآر ته ونه رسیږي، یوه شپه ماخوستن وخت وو چي د ښآر فضا د رسام د مرمیو په واسطه روښآنه شوی وو د مرمیو د ډزو غږونه او فضا کي رڼا یوه عجیبه منظره جوړه کړي وه زه چي اول سر کي ډار شوی وم وروسته مي مور ډاډ راکړ چي دا د خوښي او خوشحالي ډزي دي دښمن چي شپه او ورځ يي په مونږه راکټونه ویشتل ځپل شوی او تښتیدلي، تاسي به نور مکتبونو ته ځي ځکه مکتبونه به له خیره پیل شي، ښار دکانونه به خلاص شي او مونږ به اختر ته سوداګاني وکړو، د مور خبرو زما ویره لري کړه او غوښتل مي بهر وځم او د فضا ننداره وکړم خو بیرته يي رواګرځولم چي کومه هوايي مرمي دې ژوبل نه کړي، دي شیبه کي د ننګرهار ملي تلویزیون د دولت د بریا او د پاکستاني نیابتي ډلو د شکست په مناسبت د فلمونو جشنواره اعلان کړه او زه نور تلویزیون ته کیناستلم او دفلمونو نړی کی بوخت شوم.
همدي وخت کي وو چی زمونږ د کورني دپاره خاص بیا زما ادي او دادا دپآره غټ تشویش او خپګان دي نه رامنځته شو چي زما یو تره چي محمد قاسم واحدي نومیږي او د هغه وخت ملي اردو افسر وو همدي جنګ کي د جهادي تنظمیونو په لاس اسیر شوی وو، چي د کورنی مشرانو ته يي ډیری ستونځي جوړي وي، خو خوشبختانه د داکتر نجیب د ملي مصالحي د اعلان او د قومي سپین ږیږو په منځکړتوب تره مو بیرته راخوشی او کورنی سره یو ځای شو.
افغان دولتي ځواکونو د خوا تنظیمي جهادي ډلو ته د شکست ورکولو نه وروسته جلال آباد ښار امنیت ورو ورو په ښه کیدو شو، ښونځي، پوهنتونونه، او بازارونه پرانستل شو، خلک عادي ژوند ته راګرځیدلو باندي پیل وکړ، خو دا هر څه پایدار او با ثباته نه وو، یوه ورځ ښوونځی کي ووم چي نا څاپه د ثقیله او خفیفه وسلو د ډزو غږونه مو غوږ ته شول معلیمن او متعلمین ټول وترهیدل او مکتب کي شور او زوږ جوړ شو، مکتب کي د رخصت زنګ ووهل شو او هر متعلم او معلم کوشش کوه چي ژر خپل کورته ځان ورسوي، زما مور چي واخطا شوي وه او دکور دروازه کي زمونږ په انتظار ولاړه وه زما په راتګ کورته ننوته، وروسته د مشرانو د خولي خبري مي اوریدلي چي ویل يي کودتا شوي (جلال آباد کي د خاد او قول اردو د افسرانو ترمنځ ډزي تبادله شوي وي ) شنهواز تڼي غوښتل چي د داکتر نجیب الله حکومت نسکور کړي مګر ماته يی خوړلي دا د 1368 کال د ژمي وروستي ورځي وي دا جنګ تر ډیره دوام ونکړ، او وضیعت ژر بیرته عادي شو خو زمونږ د ګاونډیو کی ځیني کورنی د خپلو عزیزانو د لاسه ورکولو له وجهي داغداره او د غم په ټغر کیناستل، نور په سیاسي مسایلو هغه وخت زما سر نه خلاصیده خو د مشرانو سیاسي مجلس او خبري خوند راکوه او ورته می غوږ ایښود.جلال اباد کي د خاد کوم افسر وو چي شکور خان نومیده او د لغمان ولایت اړوند وو دي جنګ کي وژل شوی وو چي تر ډیره وخته يی خلکو کیسي کولي.
هغه وخت لکه د نورو ماشومانو په څیر زه هم د خپل ماشومتوب په نړی کي غرق وم، په ډيرو مسایلو نه پوهیدم، خو کله کله به چي د حالاتو نه مستقیم متاثره کیدلم او یا کوم پیښه داسي واقع شوه چي مستقیم ما اغزمین کړي بیا به مي د کور د مشرانو خاص د دادا(نیکه)، ادی (نیا) او مور نه مي ډیري پوښتني کولي زما پوښتني به ماشومانه وي فرضا داسي پوښتني به می کولي چي دا څوک دي چي په جلال اباد ښآر توغندي توغوي، ځواب دا وو چي دا افغان مجاهدین دي، مجاهدین خپله چیرته دي؟ ځواب به دا راکړل شو چي پاکستان کي دي. ولي پاکستان کي دي؟. ځکه چي افغانستان ته شورویان راغلي او دوي وايي مونږ افغانستان آزادوو. نو ولي په مونږ توغندي واروي دلته خو زمونږ منځ کي شورویان نشته او اوس خو افغانستان نه تللي؟ وايي تاسي د شوروی پلویان یاست. ګلبدالدین څوک دي؟ د مجاهدینو مشر څوک ده؟ ځواب به دا وو چي د ګلبدالدین د مجاهدینو مشر ده او افغان ده خو اوس پاکستان کي پټ ده؟ ایا مجاهدین د ګلبدالدین په امر په مونږ توغندي فیر کوي؟ هوو د ګلبدالدین او پاکستان په امر. ګلبدالدین ولي افغانستان کي نه دی چي پاکستان ته تللی؟ ځکه چي دلته حکومت بندی کوله. ولی يی بنددی کوله؟ او که ګلبدالدین د افغانستان دننه واي په مونږ يي توغندي ویشتلي شوه؟؟
بالاخره زما پوښتنو به مشران په تنک کړ او هغوي به له ځانه رټلم او راته به یی ویل ځه درسونه ووایه یا ورځه لوبو ته ورشه مونږ پریږده.
1370 کال د ژمي موسم کي د خلکو ترمنځ د مجالسو عمده بحثونه، او یا هم تلویزیونو او راډیوګانو کي د ملی مصالحي د اعلان او د مهاجرینو د بیا راګرځیدو په هکله شخصی او رسمي مجلسونه کیدل، هغه خلک چي کورني یو شمیر غړي يي ایران او پاکستان ته مهاجر وول د خپلو عزیزانو راتګ ته هیلي او امیدونه زیاد شوي وو، د سولي او پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو اوازي ګرمي وي او امیدونه غوړیدلي وو، د 1371 کال د پسرلی موسم وو د جلال آباد هوا په ګرمیدو وه، د نارنج د ګلانو بوي د جلال آباد فضا خوشبویه کړی وو، زمونږ د ښونځی کلني ازمویني نږدي وي، د همدي کال د ثور اووم تاریخ وو زه چي د شپی تر ناوخته تلویزون ته کیناستلم تلویزونی برنامی ختمی شوی ما تلویزیون ګل کړ او مخ مي په روجايی وپوښله چي میاشو نه بج شم، سترګی مي لا نه وي پټی چي د کوټی دروازه ورو ورو وټکول شوه داسي ډول چي د کور ماشومان ویښ نه شي، او د دروازي د شا کس غوښتل چي د کور مشر ته کوم پیغام ورسوي، دي وخت کي می پلار ویښ او دروازي خواته حرکت وکړ مور مي ځان سره وویل خداي دي خیر کړي څه وشو د مور د خبري سره ما مخ لوڅ کړ اوچت او د پلار تر شاه روان شولم، د حویلی په انګړ کي مي مشر تره ولاړ وو زما د پلار په لیدو يی وویل د خوبه می راویښ کړي نجیب غوښتل ووځي خو نیول شوي او حکومت بي برخلیکه دی، پلار مي وویل دا احوال چا درکړ ، تره مي وویل رادیو نه مه واوریده، څه به کیږي؟ تشویش می شو ځکه مي ته راویښ کړي، د کوتي ګروپ ولګیده مور مي وه او تشویش کي شوي وه غوښتل يي ځان پوه کړي ، پلار او تره مي دواړه کوټي ته ننوتل او تلویزیون يي روښآنه کړ، د ملی تلویزیون پرده کی یو تصویر وو او ورسره یو ثبت شوي صوتی غږ خپریده ورسته پوه شوم چي تصویر د داکتر وکیل په نامه د کوم دولتی لوړ پوړي مامور وو او د داکتر نجیب د عزل او د مجاهدینو د بریا په هکله يی اعلان هم د هغه په غږ خپره شوه . (ډیر ورسته بیا پوه شوم چي داکتر وکیل هغه وخت افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وو، او د جنرال دوستم اړوند کسانو د داکتر نجیب د وتلو مانع شوي وو)، خو په بله ورځ يی بیا د شوراي نظار له خوا د واک د انتقال رسمي اعلامیه د جنرال بابه جان په غږ کي خپور شوو، لږه شیبه نه وه تیره چی زه نور ویده شوم خو د کورني مشران تر ناوخته یا هم د سهار تر لمانځه ناست وو. خو کله چی نیکه مي د جماعت نه راستون شو د معمول سره سم حویلي دروازه کي غږ وکړ چي باید لمانځه ته جګ شئ. ورځ نا ارامه وه ګاونډیان د کوڅي په یو سر بل سر کي سره راغونډیل او د مجاهدینو د راتګ په هکله يی تبصري او خبری اتري کولي، په دي کي اکثریت داسي خلک وو چي د داکتر نجیب الله د حکومت نسکوریدل او د تنظمیونو بریا يي په نیک فال نیوه او دايي یو نوی دور پیل ګڼله، خو لږ شمیر خلک داسي وو چي د راتلونکي سیاسي حالاتو څخه تشویش کي وو، د هغه کسانو له جملي چی راتلونکي ته ډیر خوشبینه نه وو او یوه غټه سودا او تشویش يي په څهره کي له ورایه ښکاریده زما مشر تره غلام دستګیر خان وو، ده به ویل هغه څه چي زه آینده دپاره وینم تاسي نشي لیدلي، خو نیکه یعني دادا مو د کورنی د نورو غړو د تشویش درفع کیدو دخاطره به ویل دستګیر تشویشی انسان دی هر څه به ښه شي انشا الله، خپلو چارو کي بوخت شي او ډیر تجسس مه کوئ.....
نور بیا