وایی په قزوین سیمه کې یو ډیر متقی، متدین او عالم قاضی وفات شو برخلاف له هغه یو عامی ، بیسواد، او جاهل زوی پاتې شو . دخپل پلار دورثې او حقوقو لاس ته راوړلو په خاطر خلکو دی قاضی وټاکه چې په غونډو او ناستو او ولاړو کې یعنی عامیانه سیاست کې ډیر جاهلانه او احمقانه بې ځایه کارونه او چټیات را وتل خلکو وویل چې دغه سړی ته یو نحوی ، نېک او عالم سړی په کار دی ترڅو دغه هغه هلک یوڅه دعربی مقدماتو او دودیزه خبرې اترې زده کړی!
لاړل او یو څوک یې پیداکړ . معلم وویل ای مخدوم زاده یا اخندزاده یا مسعود زاده یا حکمتیار زاده اوبا. دوستم او عطامحمد زاده دغه لاندې ترکیب یاد کړه:
ضرب زید عمروا
فعل دی، زید فاعل دی، او عمرو مفعول دی او ددې ترکیب معنی داده چې زید عمر وواهه!
قاضی زاده وویل چې ولې زید عمر وواهه ؟ مګر عمر ګناه کړې وه او پر هغه حد لازم شوی وه معلم وویل نه.
داد صرف ونحوې مثال دی چې راوړل شوی چې پردې مثال باندې قاعده معلومه شی نه داچې دلته وهل شوی وی! نو هلک وویل چې مدافع وکیلان را وغواړی چې لاړ شی او زید راولی چې یو صالح او نېک سړی شاهدی ورکړی چې هغه عمرو وهلی ایا دغه زید خدای نه دی پیداکړی؟ اودغه عمرو له مور نه دی پیداشوی . قاضی زاده په غوسه کې شو او ویې ویل حتما له زید تا رشوت اخیستی او غواړې چې دغه ناوړه پټه وساتې زه کله دغه ډول ظلم ته اجازه ورکوم چې داډول پېښې دې وشی!
نوکرانو ته یی امر وکړ چې دغه عالم یا معلم زندان کې واچوۍ. چې زه ددې مهمې پېښې تحقیق وکړم دقاضی خپلوانو کوښښ وکړ چې معلم له دې جنجاله خلاص کړی اوبیرته یې مدرسې ته واستوی.په دې کیسه یوشمېر ساختګی القابه انډیوالان بالکل فیت راځی خو نومونه یې نه اخلم به ما وشما بهتر معلوم است.
پای