په ټولنیزو شبکو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو هغه ښکلي انځورونه خپرېږي، چې غرونه، دښتې او کروندې د سپینې واورې په زړه راښکونکي څادر پوښلي دي.
دغه انځورونه په ډاګه کوي، چې افغان ولس له خپل ګران هېواد سره ژوره مینه لري. ځکه وګړي خوشحاله دي، چې ورښتونه د هېواد ځمکې او کروندې زرغونوي، د اوبو زېرمې زیاتوي او د کرنیزو حاصلاتو بهیر وده مومي.
سربېره پر دې؛ د ورښتونو له امله زرغون او شین طبیعت د انسان پر روح او روان مثبت اغېزه لري او پاکه هوا انسان ته تازه انرژي وربښي. همدا د طبیعت ښکلا ده، چې د کافي اوبو په شتون کې زړه راښکونکي انځورونه ټولنې ته وړاندې کوي.
وچکالي او د اوبو کمښت هغه ستونزې دي، چې کروندګر او نور عام وګړي ناهیلي او د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي. ځکه اوبه یوه حیاتي ماده او له هغې پرته ژوند ناشونی دی.
د کرنیزو توکو ښه حاصل نه یوازې بزګرانو ته ګټه رسوي؛ بلکې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. په همدې توګه د اوبو سپما او د هغې د کچې د زیاتوالي لپاره موږ مسوول یو، چې په خپلو کروندو، چاپېریال او نورو ځایونو کې ونې او بوټي کېنوو، ترڅو له میوو یې ګټه واخلو او د طبیعت رنګ ته ښکلا ور کړو.
له نېکمرغه، نن ورځ زموږ هېواد د یوه اسلامي نظام تر سیوري لاندې د امنیت، ثبات او منظمې مرحلې ته داخل شوی دی. دغه ثبات هېوادوالو ته دا زمینه برابره کړې، چې په ډاډه زړه کرنه، مالداري، سوداګري، پانګونه او د ژوند نورې چارې پرمخ وړي او ګڼ شمېر ځوانان د هېواد په دننه پر کارونو بوخت ساتلي دي.
اوس زموږ مسوولیت دا دی، چې د ملي یووالي او ملي خدمت په موخه خلک وهڅوو، چې د هېواد د بیا رغونې لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
که ولس د نظام ترڅنګ اوږه پر اوږه د هېواد په جوړونه کې ونډه واخلي، نو ډېر ژر به د هغو ورځو شاهدان واوسو، چې افغانستان به له نورو هېوادونو سره سیالي ترسره کړي.
څاڅکي سره یو ځای او لوی دریاب ورڅخه جوړ شي. همدارنګه که موږ ټول یو موټی شو او د پرمختګ پر لاره ګډ حرکت وکړو، نو هېڅ کوم ځواک به مو کمزوری نه کړي او له نړۍ به شاته پاتې را نه شو.
راځې، چې نن ورځ له دې خوندورې فضا نه ګټه پورته کړو او د خپل ګران هېواد په بیا جوړونې کې ټول ځان مسوول وبولو، د ځانبسیاینې په لور حرکت وکړو او د نورو هېوادونو له محتاجۍ نه ووځو. ان شاء الله دا ورځې به را روانې وي او افغان ولس به په عملي توګه د خودکفایۍ لور ته ورسېږي.