دسپين خيبر په سينه تورې کرښې لکه ديار په مخ پردۍ نخښې دي
پدې ورستيوكې دپاكستان اوافغانستان ترمنځ دډيورند دخيالي كرښې په اوږدوكې دپاكستان له خواپه يواړخيز ډول دماينونواواغزن تارلګولودملي اونړيوالوخبري رسنيوپام ځان ته ور اړولى اونږدې هره ورځ پدې هكله خبرونه ، راپورونه اوبيلابيل غبرګونونه اوريدل كيږي . څوك يې پلوي دي اوځينې يې پرضد له لاريونونوڅخه نيولې آن تر ....... پورې چمتووالى لري . داچې پدې هكله به څه كيږي دابه دافغانستان ، پاكستان اونړيوالې ټولنې راتلونكي دريځونه څرګند كړي خوتركومه چې دپولې دواړوخواووته په پراته توكم پورې اړه لري زه غواړم دخپلې ليكنې په لړكې ورته نغوته وكړم . كله چې د 2001 زيږديز كال دسپټمبرپه يولسمه نيټه دنيويارك سوداګريز مركز پورې اړوند اسمان څكي راونړيدل دغې پيښې يودم دافغانستان پروړاندې د سپينې ماڼۍ په سياست كې يوسلواتيادرجې بدلون راوست امريكا دناټودغړيوهيوادونوسره په ګډه په افغانستان كې دوخت دحاكم رژيم پروړاندې په نظامي يرغل لاس پورې كړ ديوڅه مقاومت څخه وروسته طالب واكمني پاى ته ورسيده اوپرځاى يې لومړى دوخت شمال ټلواله اوبياوروسته دحامدكرزي په مشرۍ لنډمهاله اداره واك ته ورسيده له بده مرغه په هيوادكې هغه مهال داسې يوحالت رامنځته شوى وو چې هرپښتون ته القاعده اودهرې پګړۍ خاوند ته طالب ويل كيده اودالدې امله چې دنړيوال فوځي اشرپه تركيب كې هغه هيواد هم شتون درلود چې يووخت يې دپښتون قوم داتلوليوپه پايله كې خپله هغه امپراتوري دړې وړې شوې وه كومه چې ترواك لاندې سيموكې ددوى په وينالمرنه ډوبيده . هوداهغه هيواد وو چې له افغانانوسره يې اوږده دښمني لرله يووخت يې دافغانستان دوخت دسياسي ، نظامي اواقتصادي مجبوريتونوله كبله دډيورند دمنحوسې اوتپل شوې كرښې پواسطه دافغان تاريخي بدن څخه يوه لويه برخه بيله اوپه اوسني پنجاب پورې يې وتړله چې دهغه وخت له غلاشويو اوغصب شويو سيموڅخه دپاكستان په نوم يوداسې هيواد دنړۍ دسياسې نقشې پرمخ راوټوكيد چې له جوړيدوڅخه يې بياترننه پورې دخپلوشيطاني موخودلاسته راوړلوپه خاطرتل خپل ګاونډيان ځورولي . كله چې په افغانستان كې دطالبانو داسلامي امارت په نوم واكمني وه نوپاكستان په سيمه كې يواځينۍ اولومړنى هيواد وه چې هغه يې په رسميت وپيژندله اوله هغه سره يې خپلې ډيپلوماتيكې اړيكې ټينګې كړې خوكله چې بيادغه واكمني ړنګه شوه پاكستان بياهم لومړنى هيواد وه چې دپنجابي زاړه ښكيلاك دژوندي ساتلوپه موخه يې خپله ناولي څيره دسيمې دسياسي چاپيريال دغوښتنوسره سمه بدله كړه اوپه سلګونو هغه طالبان يې ونيول اوبيايې لاس تړلي امريكايانوته په ګوتووركړه ، كوم چې يومهال يې ددوى واكمني ته درسميت په سترګه كتل . لدې ټولوڅخه داپه ډاګه كيږي چې پاكستان په سيمه كې دخپلوسياسي موخودلاسته راوړلولپاره په هيڅ هم بند ندى په هره ممكنه سياسي او...... وسيله چې كولاى شي بايد خپلواهدافوته ځان ورسوي په 1371لمريزكال كې دمجاهدينوداسلامي حكومت له جوړيد وڅخه بياترننه پورې پاكستان تل هڅه كوي دډيورند دكرښې دواړوغاړوته داسې يوسياسي چاپيريال رامنځته كړي چې دهغه په مټ دانګريز په لاس دپښتون قوم په خيټه باندې راكښل شوې كرښې ته قانوني اورسمي بڼه وركړي له تروريزم سره دمبارزې په نوم يې په هغه قبايلي سيموباندې اتيازره پنجابي فوځيان مسلط كړل كوم چې دانګريز له خوا دجوړشوي40FCR قانون پواسطه اداره كيدلې ددغه كارلپاره يې آن دخپلونږدې دوستانوپه سرله سوداڅخه هم ډډه ونكړله تل يې هڅه كړې دكرښې هاغاړه پښتانه دژوند له ډيرولومړنيوآسانتياووڅخه هم بې برخې وساتي چې دپنجاب په پرتله دپښتون ميشتوسيموداستوګنودژوند حالت زمادپورته مدعا سترثبوت دى . اوهمدارنګه دسيمې داغاړه پښتانه دراز راز ستونزوله امله ديته مجبوركړي چې دپولې له هاغاړه پښتنوسره هيڅ اړيكې ونلري اوهغوى ته تل ديوپردي قوم په سترګه وګوري ترڅوپدې سره دنفوسودتراكم له لحاظه پښتون قوم په سيمه كې ديوويشل شوي اوكمزوري توكم په توګه هيڅكله هم دخپلو تاريخي حقوقودترلاسه كولو توان پيدانكړي دهمدې كرښې په تړاوڅوورځې وړاندې په اسلام آباد كې هندي الاصله پنجابي فوځي واكمن جنرال مشرف ديوې خبري ناستې پرمهال خبريالانوته وويل چې ګنې په پاكستان كې دكډوالوپه پنډغالوكې دده پرويناترهګراوسيږي خوزه مشرف ته وايم چې هغه مهال ولې دكډوالوپه پنډغالوكې ترهګرنه اوسيدل چې خپله سينه يې دروس مرميوته سپرګرځولې وه اوله پاكستان څخه يې دهغه وخت دځينو ( ......... ؟ ) پروينا ددوهم كورپه توګه دفاع كوله هغه دپښتولنډۍ ده وايي :
دليوني حاجت پوره شو
ځكه په كاڼوباندې ولي زيارتونه
زه ديوه افغان په توګه مشرف ته وايم چې نه پښتون القاعده دى اونه ترهګر دايواځې اويواځې دپښتون قوم دملي اونړيوالوقسم خوړليودښمنانوشومې توطيې دي چې نه پريږدي دغه قوم دځمكې دخاورينې كرې پرمخ دنړۍ دنوروقومونوپه څيرپه آرامه ژوند وكړي هسې دا ........ اوهغه بهانې دي چې پنجابي چوهدريان اوراجاګان يې دخپلوسياسي اواقتصادي موخودلاسته راوړلولپاره دپښتون قوم په سپين تندي باندې ورتپي خوزه وايم چې داآرمان به مودخپلوپلرونوپه څيرګورته يوسۍ . پدې اړه چې پنجابي واكمن هرڅه كوي ، ودې كړي له هغوڅخه خوګيله نشته خو دخواشينۍ ځاى دادى چې زمونږ په هيوادكې دننه هم يوشميرپه اصطلاح سياسي ډلې ټپلې زيارباسي دپنجابي واكمنوپه پله پل كيږدي چې له همدې امله دولسمشرۍ په تيروټولټاكنوكې ديوه تن كانديد دتاكنيزومنډوترړو يوه برخه هم وه اوپه ډاګه يې نارې وهلې كه موماته رايه راكړه ترهرڅه وړاندې به زه دپاكستان په ګټه ددغې كرښې برخليك وټاكم (( رسمي به يې كړم )) ترڅودده پرويناهغه ګواښونه چې له ګاونډي هيواد څخه افغانستان ته متوجه دي ، له منځه لاړشي خوزه دوخت ددوهم ډيورند پرويز مشرف په ګډون ټولوهغوكسانوته چې په يونه يوډول دپښتون ضد حركتونوپه سركې ځاى لري ، وايم چې اوبه په ډانګ نه بيليږي په لوى ننګرهار كې دخان عبدالغفارخان قبر پنجابي واكمنواو....... دغه هيله له خاوروسره خاورې كړه دوى بايد پدې پوه شي چې دكرښې دواړوغاړوته ديوبدن غړي اوسيږي غم اوښادي ، ګټه اوتاوان يې شريك دي داسمه ده چې دغه قوم دتاريخ په اوږدوكې ډيرې هسكې ، ټيټې ليدلي خوهغه دچاخبره ليلاته خپل ښايست غم ده ، هغه قوم چې دتورې له بركته يې داوسني پاكستان په ګډون دنړۍ ډيرومحكومواولسونودخپلواكۍ ساه واخستله اوس خو پنجابي واكمن حق لري چې يې بيګناه مهاجردتروريزم په بهانه له پنډغاليوڅخه وباسي . په پاى كې زماهيله دكرښې ددواړوغاړوپښتنوڅخه داده چې وګورۍ ويشل شوى ويتنام بيرته يوشو، جرمنيانودبرلين ديوال ونړولواوځان يې ديوه متحد جرمني په توګه نړيوالوته وروپيژندلو، كورياګانودتيركال په نړيوالوالمپيك لوبوكې تريوې جڼډې لاندې لوبې ترسره كړې نوآخرپه تاسوڅه شوي څه لامل دى چې په خيټه مودبيلتون كرښه تيره شوې اوتاسوپرته لدې چې دځان غم وخورۍ ورته لاس ترزنې ناست ياست ، ويښ شۍ اود نړۍ دنورو ولسونوپه څيرپخپل پلرني ټاټوبي كې په ګډه ژوند وكړۍ اودخپلودښمنانوپرمخ موديووالي ابدالي اواكبري څپيړه وركړۍ .
12.03.2007
- dariz
رسول الله (ص) فرمايلي : چې د محشر په ورځ به تر هغې پورې هيڅ انسان يو ګام اوچتولو ته پرينښودل شي ، تر څو چې ددغو پنځو خبرو پوښتنه ترې ونه شي ....
12.03.2007
- dariz
دراین شکی نیست که اسلام برنامه کامل زندگی بوده ودر...