رسول الله (ص) فرمايلي : چې د محشر په ورځ به تر هغې پورې هيڅ انسان يو ګام اوچتولو ته پرينښودل شي ، تر څو چې ددغو پنځو خبرو پوښتنه ترې ونه شي .

۱- عمر دي په كومو كارونو كې تير كړ .

۲- د ځوانۍ له استعداد نه دې په څه كې ګټه واخستله .

۳- مال او شته دې له كومه كړل.

۴- خپله شتمنې دي چيرته ولګوله .

۵- كوم علم چې درسره وه څومره عمل دي پرې وكړ.