سرېزه:
د کابل ارګ په شاهي ماڼۍ کې روڼاندي پرمختګپال او ریفورمېست اعلیحضرت پاچا غازي امان الله خان شخصاً په خپلو مبارکو لاسونو د خپل اماني شاهي دولت تر ټولو لوړ دولتي نښان د ٬٬ سرو زرو اعلی درجه لمر نښان٬٬ یا مډال د افغانستان د خپلواکۍ جګړې ملي اتل غازي ببرک خان ځدراڼ په ټټر ورټومبلي دی. غازي ببرک خان ځدراڼ ان په ځلمیتوب کې په خپلسر د خپلو ملګرو سره د خپل افغاني ننګ او غیرت پر ځای کولو، د خپلي پښتنې افغاني احساس له مخې او د پښتو او پښتونولي د اصولو او د حب الوطن من الایمان په چوکاټ کې نه یوازې انګرېزانو ته اجازه ورنه کړه، چې زموږ ویشلي شوي خاوري ته نور را دننه شي، بلکې د ډيورنډ خیالي او تحمیلي کرښي په بله غاړه کې د برتانوی هند په سېمه او حدودونو کې پر انګرېزي یرغلګرو پوځونو غلچکي یا چیریکي بریدونه کول. دا مهال د ډیورنډ لعنتي او تحمیلي کرښه د لوی افغانستان په زړه کې تازه کښل شوي وه. غازي ببرک خان ځدراڼ د لویې پکتیا په سېمه کې د بریتانوي هند پر پوځي تاسېساتو، پوستو او پوځي لښکر کوټونو باندې غلچکي بریدونه ترسره کول. ببرک خان ځدراڼ له همدې مهاله د خپل ګران هیواد د استقلال او عزت ساتنې په لاره کې یو پیژندل شوي سر کښه خپلواک افغان سرتېری و. د ببرک خان د وینو رګونه د هیوادپالنې او ولس پالنې له مېنې ډک ول.
غازي ببرک خان ځدراڼ خپل ټول عمر په پوره زړورتیا او مېړانه کې د خپل ګران هیواد په دفاع کې تیر کړي. د غازي ببرک ځان مېړانه، هیوادپالنه، د خپلواکۍ مبارزې، تاریخي کارنامې او سرښندنې د افغانستان په محاصر تاريخ کې په زرېنو کرښو لیکلي شوي دي.
د افغانستان د ملي خپلواکې د جنوبي محاذ، د افغان انګلیس د درېمې جګړې او د افغانانو د برخلیک ټاکونکي جګړې له بریا سره د غازي پاچا امان الله خان، د سپه سالار محمد نادر خان او د غازي ببرک خان ځدراڼ نومونه په نه بیلیدونکي ډول سره تړلي شوي دي.
افغانستان کې د یوې پیړۍ راهیسې هر کال د زمري په 28 مه د افغانانو ملي خپلواکې د بیرته ګټلو ورځ په سترو شاندارو مراسمو، پرتمینو غونډو، پوځي رسم ګذشتونو او ملي جشنونو کې لمانځل کیږي. کله چې د انګرېز نړیوال ښکېلاکګر ځواک او د افغانستان د ملي خپلواکي ملي مبارزینو په اړه بحثونه ترسره کیږي یا دغه ملي ورځ په جشنونو او ملي آتڼونو کې لمانځل کیږي. د افغان تاریخپوهانو او روڼاندو ترمنځ د خپلواكۍ بېرته ګټلو ملي محاذونو او جګړو په اړه خبرې اترې او سیاسي شننې ترسره كيږي او یا کله چې په درې واړو افغان انګلیس جګړو کې د انګريزي نړیوال امپریال ځواک ته د افغان ملت له لوري د عبرتناکه تاریخي درس وركولو په اړه بحثونه كيږي. د هیواد د نورو نومیالیو مېړنيو غازيانو د سرښندونو تر څنګ د برخلیک ټاکونکي ټل جبهې فاتح غازي ببرك خان ځدراڼ سرښندونكي مبارزه، جګړییزه ميړانه، اتلوالي د افغانستان معاصر تاريخ ته سپارلي شوي كارنامې د افغانانو په ذهنونو او فکرونو کې بیا خطور کوي. غازي ببرک خان ځدراڼ نه یوازې د افغانستان په محاصر تاریخ کې د یو ملي اتل مشر په توګه پیژندل کیږي،بلکې نوموړي د خپل قام په چوپړ کې د خانۍ ریښتېنې پګړۍ په سر تړلي وه.
غازي ببرک خان ځدراڼ یوازې د لویې پکتیا په تاریخ کې د ځدراڼو قبیلې یو وتلی منلی مشر نه و، بلکې غازي ببرک خان د لوی افغانستان د تاریخ ویاړ او د افغان ملت د خپلواکۍ بیرته ترلاسه کولو کې یو مخکښ برخلیک ټاکونکي مهم رول لوبولي او یو ملي مبارز شخصیت پیژندل کیږي.
د نومیالي غازي ببرک خان ژوندلیک او پیژندنه
غازي ببرک خان د مزرک خان ځدراڼ زوی، د سردار فتح خان ځدراڼ لمسۍ و. په 1862 کال کې د لویې پکیتا د خوست ولایت د شمل دوه منده ولسوالۍ کې د خلوټي په کلي کې زیږیدلي و او بیا ورسته د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ګېډورې په سېمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسیدو. د کابل څخه خوست ته د تللي لویه لار په اوږدو کې د خوست ښار لویدیځ خوا ته د نادرشاه کوټ ولسوالۍ پرته ده.
غازي ببرک خان نهه زامن درلودل، چې نومونه یې په لاندې ډول دي: مشر زوی دیني عالم مولوي شیرک خاڼ ببرک زي، نایب سالار زمرک خان ببرک زی، قومي مشر شیرک خان ببرک زی، یاور صیب عبدالله خان ببرک زی، مشر نعمت الله خان ببرک زی، مشر میر افضل خان ببرک زی، مشر عبدالرحیم خان ببرک زی، ډګروال مامون ببرک زی او تر ټولو کشر زوی ملي اتل شهید سید اکبر ببرک زی وو.
په 1883 کال کې په لومړي ځل غازي ببرک خان ځدراڼ په کابل کې د امیر عبدالرحمن خان دربار ته د لویې پکتیا اعلی حاکم شیریندل خان لخوا وروپیژندل شو.
په 1912 کال کې ببرک خان ځدراڼ د منګلو او احمد زیو شورش په قرارولو کې د حکومت په پلوي مهمه ونډه ترسره کړه. غازي ببرک خان په خوست کې د وزېر محمد ګل مهمند پوځي ځواکونه د شورشیانو له محاصرې خلاص کړل. همدارنګه د پړاو په سېمه کې محاصره شوي حکومتي عسکر چې له لوږې او تندې سره مخامخ ول وژغورل.
په 1917 کال د خوست اړوندو سېمو د امنیت، امن نظم تعمینولو کې د یو قومي مشر په توګه مهم رول ترسره کړ او خپل د ځدرانو قوم یې د سرحدي نارامیو او شورش څخه سولې او امن ته راوګرځولو.
لنډه دا چې غازي ببرک خان د امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان تر واکمنۍ او بیا ورسته د غازي پاچا تر اماني دولت پورې خپله هیوادنې ملي دنده په ښه زړوتیا، میړانه او ایمانداری سره سرته رسولي ده.
په 1925 کال کې د شینوارو قوم او ورپسې د ملا عبدالله خان ګردیزي او ملا عبدالرشید په مشرۍ د پکتیا ځېنو قامونو د غازي پاچا امان الله خان پر ضد شورش پیل کړ. غازي ببرک خان د خوست شورشو د قابو کولو کې د اماني دولت په پلوي جنګیدو. د همدې پاڅونې جګړې په بهېر کې د غازي ببرک خان همسنګري ملګري غزني خان د توپک په ګولۍ لګیږي او سخت ټپې کیږي. غزني خان په همدې حالت کې پر ببرک خان د مرستې غږ کوي، ببرک خان د خپل ملګري راپورته کولو او ژغورلو ته ناببره ورټوپ کوي، چې خپله د راپورته کولو په حال کې پر ټټر لګیږي او ځاي پر ځای په 63 کلنې کې د هیواد جاهلو دښمنانو لخوا شهید کیږي. شهید ببرک خان په ګېډ وره کې خاورو ته وسپارل شوي دی.
د فولادي امیر عبدالرحمن خان او د اوسپنېزې ارادې خاوند غازي ببرک خان اړیکې
غازي ببرک خان د فولادي امیر عبدالرحمن خان پام هغمهال ځانته راواړولو، کله چې ځوان ببرک خان د خپلو ملګرو سره د خپل افغاني ننګ او غیرت پر ځای کولو او د خپلې پښتنې افغاني احساس له مخې د پښتو او پښتونوالۍ د اصولو په چوکاټ کې نه یوازې انګرېزانو ته اجازه ور نه کړه، څو زموږ ویشلي خاورې ته لا نوره رادننه شي، بلکې د ډیورنډ لعنتي کرښې په بله غاړه کې د برتانوي هند په سېمه کې پر انګرېزي یرغلګرو پوځونو غلچکي بریدونه ترسره کول. ببرک خان په پرلپسي توګه د انګرېزانو پوځي تاسېسات، پوستې، چونۍ او پوځي مرکزونه تر برید لاندې نیول. دا مهال د ډيورنډ استعماري کرښه تازه د کاغذ پر مخ کښل شوي وه. انګرېزانو دغه فرضي لعنتي کرښه له پیله په دقیقه توګه نه وه کښلي.
غازي ببرک خان او پکتیاوالو ملګرو ته یې دغه استعماري کرښه د منلو وړ نه وه، ځکه دغه استعماري کرښه په غیر عادلانه توګه بې پوښتنې د پښتنو پر زړه کښل شوي وه. د لومړۍ ورځې څخه د لویې پکتیا ځوانانو د دې لعنتي کرښې خلاف په خپلواکه توګه پر انګرېزي پوځیانو برېدونه تنظیمول او ترسره کول. ببرک خان ځدراڼ او ملګرو یې هم انګرېزان تر سخت پوځي فشار لاندې راوستي ول. بالاخره انګرېزان دې ته اړل شول، څو امیر عبدالرحمن خان ته شکایت وکړي. د برتانوي هند ویسرا او د افغان امیر تر منځ داسي هوکړه شوي و، چې د یو بل پر وړاندې به پوځي تحرکات نه ترسره کوي. د ببرک خان ځدراڼ خپلسری برېدونه پر برتانوي هند باندې بریدونه ګڼل کیدل. انګرېزي امپراتورۍ ته په سېمه کې ستر سر خوږۍ رامنځته کړي و. له یو شمېر ډیرو برېدونو او تاوانونو اړولو ورسته انګرېزانو افغان شاهي دولت ته د ببرک خان د بریدونو په اړه د لیکل شویو تهدداتو، پروتوکولونو له مخې رسماً شکایت وکړ. د رسمي پرتوکولونو له مخې باید د ببرک خان د جګړیزو تحرکاتو مخه نیولي شوي واې. له همدې امله امیر عبدالرحمن خان د لویې پکتیا حاکم اعلی سردار شیریندل خان ته یو فرمان وراستوي، څو ببرک خان ځدراڼ کابل ته احضار کړي. کله چې د امیر عبدالرحمن خان امر د پکتیا حاکم اعلی ته ورسید، نوموړي ببرک خان ځدراڼ یې وروغوښت او د فولادي افغان امیر امر ورته ولوست. غازي ببرک خان سمدلاسه پرته له کومې وېرې د کابل په لور ورروانېږي. کابل ته د رسیدو سره سم شخصاً د امیر عبدالرحمن خان حضور ته ودریږي.
امیر عبدالرحمن خان تر ستري مشۍ ورسته په شاهانه امرانه لهجه او په ترخه ژبه ببرک خان مخاطبوي. فولادي امیر خپلي پوښتنې په لاندې ډول تیرېنه مطرح کوي.
ببرک خانه: لومړي دا را ته ووایه: چې ته په خپله سېمه کې څومره زور او طاقت لري.؟ ببرک خان ورته وویل: جناب امیر صیب: په دنیا کې د زور طاقت او قدرت څښتن یوازې الله ج دی او په افغانستان کې د زور او طاقت خاوند جناب امیر صیب تاسو یاست. زه په خپله یو غریب سړی یم، د خپلو سکنیو وروڼو د ملاتړ او پلوی ادعا هم نه شم کولي. یوازې همدا یو سر لرم، چې د دین او وطن د خدمت لپاره په کار وي، د ستاسو په خدمت کې دی او زه شخصاً د دین او وطن په لاره کې د خپل سر قربانې ته هم تیار یم.
امیر ورته وویل: د هند برتانوي حکومت موږ ته له تاسو څخه رسماً شکایت کړي. دا راته ووایه، چې ته له انګرېزانو سره څه دښمنی لري.؟
امیر صیب: زه له انګرېزانو سره هیڅ ډول شخصي دښمني نه لرم. خو انګرېزان ظالمان او اشغالګران دی. د دنیا له هغه سره دلته راغلل، هندوستان یې ونیولو، اوس دا دی زموږ خارورې ته راروان دي او ورو ورو زموږ پولو ته خپلې پښې راغځولي، چې له دې امله زموږ ګران هیواد له ستر ګواښ سره مخامخ دی. له دې امله زما او زما د مجاهدو ملګرو یوازېنې موخه د الله تعالی په لار کې سپیڅلي جهاد او د هیواد د لوېښت لوېښت خاورې څخه کلکه دفاع او ساتنه ده. کیداې شي تاسو امیر صیب د دولتونو پر کچ له انګرېزانو سره ځېنې سیاسي ستونزې ولري، خو موږ د پکتیا په دنګو دنګو غرونو کې له چا سره کومه ستونزه نه لرو. خو بیا هم چې اوس انګرېزانو ستاسو حضور ته شکایت کړي، نو زه د خپل امیر اطاعت کوم او ستاسو امر ته په تمه یم.
امیر عبدالرحمن خان ببرک خان ته بیا وویل: موږ له انګرېزانو سره د دوو ګاونډیو هیوادونو په توګه د دوستي او یو پر بل د تیري نه کولو تړون کړي دی، چې دواړه خواوې د تړون د رعایت او درناوي مسوولیت په غاړه لري، نو ځکه زه د افغانستان امیر په توګه امر درته کوم، چې تر دې ورسته د انګرېزانو پر پوځي تاسیساتو او چونیو له بریدونو لاس واخلئ. غازي ببرک خان امیر عبدالرحمن خان ته وایي، جنابه: زه د هیواد د یوه خدمتګار او سپاهۍ په حیٍث د خپل امیر امر ته بشپړ درنښت لرم، په سترګو یې منم او ترینه اطاعت کوم.
تر دې لندې لیدنې کتنې ورسته امیرعبدالرحمن خان د ببرک خان د هیواد او ملت سره مېنه، ولسي مجبوبیت، مېراڼه، ریښتینولي، صداقت، اطاعت، زړورتیا، افغاني ولسي پوهه او سرښندنې څخه ډاډمن کیږي.
په 1898 کال کې امیر عبدالرحمن خان په خپل امر د لویې پکتیا حاکم اعلی ته یو فرمان ورلیږي، څو په خوست کې د المرې په سېمه کې دولتي ځمکه ببرک خان ته ورکړل شي او د لویې پکتیا په سېمه کې د ډیورنډ کرښې صفري نقطو یا سیاسي حدودو څارنه او ساتنه هم ور په غاړه کړل شوه. امیر عبدالرحمن خان هر کال ببرک خان ته د کرمان مشهور بالاپوشونه او پېښورې لونګۍ ورلیږلي، خو ببرک خان هېڅکله هم دغه بالاپوش او پېښورې لونګې وانه غوستلې، ببرک خان نه غوښتل په خپلو خلکو کې بل ډول ښکاره شي یا یو خان مالوم شي.
په هرصورت ببرک خان سمدستي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دوولس ترصدي ټاڼې جوړې کړې او په خپله سېمه کې یوه ستره جنګي کلا هم جوړه کړه. د دې ځانګړي فرمان له مخې ببرک خان ته رسماً د سویلي سېمو څارنه او مسوولیت هم ورورسپارل شوه.
د افغانستان فولادي امیر عبدالرحمن خان غازي ببرک خان ځدراڼ ته د افغانستان دفاع او د هیواد سرحدونو ساتنې له امله پوځي غونډ مشري رتبه ورکړل شوه. ٬٬ د تاج التواریخ په کتاب کې هم ترینه یاده ونه شوي ده٬٬ د افغانستان د خپلواکې ملي اتل ببرک خان ځدراڼ د خپلو ځامنو او خپلې شتمنۍ سره د دین او وطن د خپلې خاورې خپلواکۍ د افغانیت او اسلامیت د ساتلو په لاره کې په سیاسي، ملي، پوځي او تاریخي ډګرونو کې سترې کارنامې ثبتې کړي دي. د افغانستان در مسیر تاریخ کتاب کې د انګرېزانو په وړاندې د افغانستان د استقلال په غزا کې د غازي ببرک خان او د هغه دوو زامنو مولوي شیرک خان او نائیب سالار زمرک خان د هیواد د نورو نامتو جنګیدونکي نوموتي سپیڅلي غازیانو په کتار کې یاد کړي دي.
غازي ببرک خان په سویلي محاذونو کې د پرنګي یرغلګرو په خلاف ډېر جنګیدلي، نوموړی د لویې پکتیا د غازي قامونو وزېرو او مسیدو له ځوانانو سره په ګډه د ډیورنډ کرښې په وړاندې د انګرېزانو پوځي چونې چې اغزن سېمونه ترینه تاوې شوي وو، د سېمه ییزو غازیانو په مرسته او ملاتړ له منځه وړي دي.
د امیر عبدالرحمن خان د ژوند په ورستیو کې یو مهم وصیت
د اميرعبدالرحمن خان د واكمنۍ پر مهال غازي ببرك خان ځدراڼ د لويې پكتيا د حد بندۍ پر کرښه یا صفري نقطو كې دوولس تاڼې درلودې چې د همدې تاڼو د لارې يې د خپل هیواد ځمکنۍ حريم ساتنه كوله، نو ځكه امير عبدالرحمن خان نوموړي ته د ريښتنوالۍ، زړورتيا او وطن دوستۍ ته په پام سره دخپل ژوند په وروستيو كې په يو ځانګړي فرمان كې په خپل قلم خپلو بچيانو ته د غازي ببرك خان ځدراڼ په اړه داسې وصیعت وليكلو: دغه وصیتلیک اوس هم د ارګ په ارشیف کې شته دی.
هر څوك چې تر ما وروسته د كابل پر تخت كيني، هغه ته زما دا سپارښتنه ده٬٬٫ چې غازي ببرك خان ځدراڼ د وطن يو ريښتينى خدمتګار، تكړه، وتلى عسكر او د خپل دين او وطن يو صادق شخص دى، نو تاسو بۀ په هر حالت كې د غازي ببرك خان ځدراڼ او د هغه د كورنۍ قدر كوئ او د دين او وطن په لاره كې به د هغوى خدمتونو ته د قدر او عزت په سترګه ګوري.٬٬
غازی اعلیحضرت پاچا امان الله خان او د ملي خپلواکې محاذ پښې لوڅۍ جنرال غازي ببرک خان ځدراڼ اړیکي او بیعت
د 1898 م کال کې غازي ببرک خان د لویې پکتیا، پکتیکا او د خوست سېمې د امنیت مسوول و. کله چې د امیر عبدالرحمن خان زوی امیر حبیب الله خان ٬٬سراج الملته والدین٬٬ په کابل کې پر تخت کیناست، ببرک خان ځدراڼ هم همغسې په خپله دنده پاتې شو.
په1277 هجري شمسي کال د امیر حبیب الله خان د سلطنت پر مهال د منګلو او احمدزیو د جګړې په وخت کې د غازي ببرک خان د افغانستان دولت پلوي و او د امیر حبیب الله خان له لوري د پراخ ملاتړ څخه برخمن و.
د امیر حبیب الله خان تر مرګ ورسته غازي امان الله خان په کابل کې ځان د امیر په حیث خپل سلطنت اعلان کړ.
کله چې شهزاده امان الله خان د خپلواکۍ جګړې پیلدو په موخه او ځان ته د بعیت اخیستلو لپاره د یو شمېر مخورو باروسخو افغانانو سره له ځینو چارواکو، قومي مشرانو، دینې عالمانو او د نظر خاوندانو سره یو شمېر سلا مشورې پیل کړې، په دې مخورو شخصیتونو کې یو هم غازي ببرک خان ځدراڼ شامل و. شهزاده امان الله خان ببرک خان ځدراڼ کابل ته وروغوښت. ببرک خان د سید موسي مندوزي سره په ګډه کابل ته د اعلیحضرت پاچا امان الله خان حضور ته د سلا مشورې لپاره ورغي. پاچا امان الله خان د ببرک خان مشورو او صلاحیتونو ته د قدر او عزت په سترګه کتل. د برتانوي هند پر وړاندې د هر ډول تحرکاتو په اړه مشورې ورسره کولې.
غازي امان الله خان د خپلواکې ترلاسه کولو لپاره د جنوبي محاذ په اړه لومړی د ببرک خان ځدراڼ سره خبرې اترې وکړې. په پای کې د پوځي چارو د ښه سمونتیا په موخه د ببرک خان ځدراڼ سلا مشورې او وړاندېزونه هم واریدل.
غازي امان الله خان د ببرک خان څخه پوښتنه وکړه.
ببرک خانه: تاسو خبر یاست، چې زما د مرحوم پلار تر شهادت ورسته په جلال اباد کې زما تره سردار نصرالله خان له خلکو بیعت اخیستي او ځان یې د افغانستان امیر اعلان کړي دی. خو زما هوډ دا دی، چې دې دروند بار ته زه خپله اوږه ورکړم، نو په دې اړه د تاسو څه نظر دی او له چا سره بیعت کول غواړي.
په 1919 میلادي کال کې ببرک خان د غازي شهزاده امان الله خان سره نږدې اړیکې درلودې. غازي ببرک خان ته له پخوا څخه د ځوان شهزاده امان الله خان پوهه، وطندوستي، خپلواکې غوښتنه او تدبیر ښه مالوم و، نو په ډېر درنښت او لنډو ټکو کې ځواب ورکړ.
اعلیحضرته: هغه څوک چې د وطن د ازادۍ، د ساتنې او ابادۍ فکر ولري، هغه د دغې ستر ملي مسوولیت حقدار دی. غازی ببرک خان د لویې پکتیا په استازیتوب د غازي امان الله خان څخه خپل بیعت اعلان کړ.
دا مهال په 1291 کال کې سردار محمد نادر خان د امان الله خان په زندان کې بندي و. نوموړي د ببرک خان ځدراڼ په وړاندېز خوشي کیږي او د جنوبي محاذ د سپهسالار په توګه ټاکل کیږي. یوه موده ورسته سردار نادر خان د خپلو دوو وروڼو سردار شاه محمود خان او سردار شاه ولي خان سره خوست ته ولاړ. سپهسالار نادر خان لومړنۍ شپه یې د غازي ببرک ځدراڼ په تاریخي جنګي کلا کې تیره کړه.
غازي ببرک خان ځدراڼ د یوې قومي جرګې دایرولو ورسته د لویې پکتیا د بېلا بېلو قومونو او ټبرونو څخه څلور زره کسیزه لښکر چمتو کوي، د خپلو دوو ځامنو هر یو مولوي شېرک خان ببرک زی او نایب سالار زمرک خان ببرک زی سره یو ځای د خوست په مرکز متون سېمه کې د سپهسالار نادر خان له لښکرو سره یو ځای کیږي او د برتانوي هند انګرېزي په وړاندې د خپلواکۍ جګړې لپاره د ببرک خان تر قوماندې لاندې په لوړه عالي پښتني روحیه او جنګي مورال سره د ټل جنګي کلا د نیولو په لور حرکت وکړ.
د غازي ببرک خان ملي اتلوالي او د هیوادپالنې هوډ او میړانه د افغانستان شاهي ملي دولت ته هغمهال ثابته شوه، کله چې غازي ببرک خان د ټل جنګي کلاه فتحه کوي او د پېښور نیولو لپاره د تیارۍ په حال کې کیږي. هممهاله په سېمه کې د مېشتو پښتنو لخوا د انګریزانو په وړاندې پاڅونونه پيل شول. انګرېزانو په لیکو کې ماتې ورګډه شوه، په پېښور کې د افغان مجاهدینو او غازیانو په پلوي خوځښتونه پیل شول، سملاسي د انګرېزانو د متارکې او اوربند اعلان وکړ. د افغانستان د ملي خپلواکۍ او ملي حاکمیت پیژندلو وړاندېز وکړ. د دې برخلیک ټاکنونکي جګړې له بریا ورسته غازي پاچا امان الله خان د کابل عیدګاه جومات کې د افغانستان بشپړه ملي او سیاسي خپلواکۍ نړیوالو ته اعلان کړه.
د افغان او انګلیس دریمه جګړه د خپلواکۍ برخلیک ټاکونکي جګړه
غازي امان الله خان له یو شمیر سلا مشورو ورسته د انګرېزي نړیوال امپراتورۍ په وړاندې د سپیڅلي جهاد اعلان وکړ. امان الله خان د برتانوی هند انګرېزي پوځونو د مقابلې لپاره د جګړې درې ډګرونه یا محاذونه وټاکل، په ننګرهار کې افغان پوځیانو د انګرېزانو په مقابل کې ماتې وخوړه، که څه هم دغې ماتې د لویې پکتیا او وزېرستان جبهې مشران او قوماندانان اندېښمن کړي وو. بیا هم وزېرو او مسعودو د جهاد پیل اعلان وکړ.
لومړۍ د ختیځ محاذ: دا محاذ د افغانستان حرب وزېر سپهسالار صالح محمد خان تر قوماندې لاندې و.
دویم د لویدیځ محاذ: د شاغاسي عبدالقدس اعتما الدوله په مشرۍ و.
درېم سویل محاذ: غازي پاچا امان الله خان د مشرقي او مغربي محاذونو لپاره قوماندانان وټاکل، خو د سمت جنوبي محاذ لپاره د قوماندان د ټاکلو لپاره له یو شمېر اعتماد وړ کارپوهانو سره سلا مشورې وکړې. یو له دغو شخصیتونو څخه یو ببرک خان ځدراڼ و، چې پاچا ببرک خان خپل حضور ته وروغوښت او ورته وویل؛ چې د انګرېزانو په وړاندې د جهاد لپاره دوه د مشرقي او مغربي محاذونه ټاکل شوي او لازمې لارښوونې او هدایات ورکړل شوي دي. خو د سمت جنوبي محاذ چې یو مهم محاذ دی، یو تکړه او غښتلي قوماندان ټاکل پاتې دي. د تاسو سره له مشورې ورسته به وټاکل شي. په دې هکله د تاسو مشوره څه ده.؟ څوک کولي شي، دغه درانه بار ته خپله اوږه ورکړي او څوک د دې محاذ د قوماندې وړ دی.
په لویه پکتیا کې هم غازیان د خپلواکي په جګړه کې په درېو محاذونو کې جنګیدل. د پکتیکا محاذ قوماندان سردار شاولي خان چې مرکز اورګون و، د وزیرستان محاذ په لوري حرکت وکړ. مخکې له مخکې وزېر، مسعود او داوړو لښکرو غازیانو د انګرېزانو لښکر کوټونه، ټانې او مرکزونه محاصره کړي وو. د مۍ میاشتې په ورستیو کې وزېرو او مسعودو غازیانو لښکرو په خپله بیساري قربانۍ ورکولو سره د شمالی وزېرستان تولې سېمې فتحه کړې وې. د میرانشاه پوځي اډه د غازیانو تر محاصرې لاندې شوې وه. د انګرېز ټول ملیشیې ځواکونه د خپلو وسلو سره د غازیانو په لیکو کې یو ځای شول. د پیواړ محاذ او د خوست متون محاذ چې د دریواړو محاذونو قومانده د خوست متون له محاذ سپهسالار جنرال محمد نادر خان پر غاړه درلوده. د خوست متون محاذ د ټل محاذ په نامه هم یادیږي. د متون محاذ افغان غازیانو په خپل بیسارې جنګي تکتیک او مېړانې سره په دې وتوانیدل، چې د انګرېزانو د ټل پوځي ډبرینه کلا او چاونۍ په مکمله توګه فتحه کړي او انګرېزي لښکر یې تر هنګو پورې تعقیب کړ. ورسره د هنګو ستراتیجکه سېمه هم د افغان غازیانو لاسته ورولویده.
د افغانستان ملي خپلواکۍ برخلیک ټاکونکي جګړه د ټل جبهې فتحه
په 1919 کال کې د مۍ په میاشت کې غازي ببرک خان ځدراڼ هغه افغان هیواد پال او د اوسپنېزې ارادې خاوند غازي اتل مجاهد و، چې د څه باندې څلور زره کسیزه قومي لښکر سره د ډیورنډ پر فرضي کرښه ورواوښت. په ټل او واڼه کې د انګرېزي امپراتورۍ پر لښکر کوټونو او د ټل پر جنګي کلا باندې برخلیک ټاکونکي بریالي بریدونه ترسره کړي او د ټل جنګي کلا یې په مکمله توګه فتح کړي. غازي ببرک خان ځدراڼ د انګریزي امپراتوري په د ننه کې پر برتانوي پوځیانو بریدونه ترسره کړي دي. د لویې پکتیا زمريانو د انګرېز دریواړو زمريانو غاښونه سم دم ورمات کړي او د افغانستان ملي بیرغ د ټل پر جنګي کلا باندې ورپولي دی.
د 1919 کال د مۍ په میاشت کې کله چې نړۍ د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه تازه د رغېدو په حال کې وه. افغانستان پر برتانوي هند باندې یو دم په دریو محاذونو کې برید پیل کړ. دې زړور اقدام په لندن کې د بکینګهم ماڼۍ واکمنان سخت وړزول او د برتانوي هندي حکومت ویسرا لپاره په بشپړ ډول یو حیرانونکی شوک و. انګرېزانو د افغان غازیانو د پشاته تمبولو لپاره متقابل پراخ ځمکنې او هوایي برید پیل کړل. انګرېزانو د یو میلیون څخه دریمه برخه سرتیري تیارسۍ او منظم کړل او د افغان غازیانو په لور یې د حرکت امر ورکړ.
د ټل کلا په ګارنېزیون کې د انګرېزي سرتېرو شمېر شاخوا 23000 تنو ته رسیدو. د دوی په وړاندې د وزېرو غونډې سویلې لورې ته د غازي ببرک خان ځدراڼ څلور زره کسیزه پیاوړي په عالي روحیه سمبال ځواک پروت دی. دغه افغان قبایلي وسله وال ځواک د غازي ببرک خان ځدراڼ تر مستقیمې قوماندې لاندې د برید په حالت کې تیارسئ ولاړ و. غازي ببرک خان د ټل په جبهه کې د یوه بیساري برید په ترڅ کې د انګرېزي زمري غاښوونه ورماټ کړل.
په لومړي ځل د ډیورنډ کرښۍ په بله غاړه کې د افغانستان ملي بیرغ د انګرېزانو د ټل پر جنګي باندې ورپاول شو.
د ټوپ يوه ګولي د انګرېزانو د تاریخي ماتې لامل او د افغانستان د ملي خپلواکۍ ستره پیلامه وګرځیده. ښاغلي امیر جان وحید احمدزي په یوه لیکنه دغه مهمه بریا داسي بیان او لیکلي ده:
غازي ببرک خان د غازي نادر خان توپچي عبدالقیوم خان ته امر وکړ، چې د انګرېزانو د تاڼې مخامخ برج د توپ په ګولیو وولي. توپچي ویل؛ مرمۍ کمې دي او د یوې مرمۍ قېمت ۵۰۰ افغانۍ دی.
نادر خان راته ویلي، چې زما له امر پرته به ډز نه کوې.
غازي ببرک خان ورته ویل؛ زوی مړېه نادر خان درته له کومه کړم.؟ هغه خو په خوست متون کې ناست دی، هلته چې سړی لېږم، یوه ورځ له دې او یوه ورځ له هغې خوا مزل دی.
غازي ببرک خان عالم شاه استاد ته چې تل به له ده سره ګرځېده او د ده ماشومانو ته یې دیني درس هم ورکاوه ور وغوښت ویل؛ توپچي ته لیکلی سند ورکړه، چې که نادر خان یا حکومت د توپ د ډز منجورایي نه ورکوله، نو زه یې تاوان ورکوم. مولوي عالم شاه له خپلې لونګۍ څخه مشواڼۍ او دروی قلم ور واخیستل، په ډبل روغني کاغذ یې توپچي ته د غازي ببرک خان له لوري ولیکل: د توپ ډز وکړه که دولت یې منجورایي غوښته زه یې پرې کوم او درکوم.
توپچي د سند له ترلاسه کولو وروسته ډاډمن شو. په تاڼه یې زخه وتړله، له اول ډز سره په تاڼه کې د تورو باروتو ګدام اور واخیست اسمان لوګیو ونیوه، د انګرېزانو په زړونو وېره ننوته او وتښتېدل. همدغه مرمۍ د انګرېزانو د ماتې او د خپلواکۍ ګټلو پیلامه شوه.
ټل چوڼۍ ته له ننوتلو وروسته غازي ببرک خان په اوږه ولګېده. له ټپ څخه یې مرمۍ په خپله را وېستله. د جلغوزیو د ژاولې پټۍ یې د ټپ وینه ودروله او درد یې کرار شو. بیا یې تیمبوزکه خلاصه کړه. خپلو زامنو شېرک خان او زمرک خان او نورو غازیانو ته یې وویل: دا چې زه انګرېزانو له ږیرې نیولی وم او کشوي مې تر دې ښه دا ده، چې خپله یې چاره وکړم. ږیره یې له بېخه لنډه کړه. خدای ته یې د دعا لاسونه لپه کړل ویل؛ د دې اجر درنه په اخرت کې غواړم.
په چوڼۍ کې اکثره پرنګیان ووژل شول، ځینې هنګو ته وتښتېدل او ځینې په اغزیو کې نښتي وو. انګرېزانو سملاسي کابل ته خبر ورکړ، چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت پېژنو، خو غازیانو مو در وغواړئ.
امان الله خان غازیانو ته د جنګ ودرولو امر وکړ. د امر جدیت ته په پام د غازیانو کمپونه، تجیرونه، توپونه او فیلان ځای پر ځای پاتې او دوی مخه کړې وه. غازي ببرک خان ویل، هنګو او ان پېښور ته له انګرېزانو پسې ورځو.
د پاچا امان الله خان لیکلی فرمان یې چې ورښکاره کړ، عالم شاه استاد ورته وویل: د پاچا د امر اطاعت ضرور دی.
غازي ببرک خان چې را وګرځېده امر یې وکړ چې د تجیرونو او خېمو مراندې پرې او یو ځای ته یې راټول کړئ. توپونه او ځینې نور وسایل یې په فیلانو بار کړل او څه شی چې نه وړل کېدل ، هغو ته یې هملته اور ورته کړ.
غازي ببرک خان وویل، انګرېزان داسې فکرونه کړي چې غازیانو هر څه پريښي او دوی تښتېدلي دي. د ټل جبهې او جګړې اصلي فاتح غازي ببرک خان ځدراڼ دی. خو په تاریخ کې نوم د سپه سالار جنر ال محمد نادر ثبت شوي. ټل د انګرېزي پوځيانو یو ستر ګارنیزوني مرکز و، چې د لویې پکتیا او د پلازمېنې کابل لپاره یو ستر ګواښ ګڼل کیده.
د اماني شاهي دولت لخوا غازي ببرک خان ته د لمر اعلی درجه نښان ډالۍ کول
په 1298 هجري شمسي کال کې د استقلال جهاد د غازي سپه سالار محمد نادر خان په مشرۍ د بریا ورسته د بیرته راستنیدونکي غازیانو په مناسبت د کابل په یوه رسمي میلمستیا کې اخیستل شوي یو انځور ښېې، چې غازي ببرک خان هم لومړی قطار کې په کې ناست لیدل کیږي. همدارنګه نور لوړپورې دولتي چارواکې ناست لیدل کیږي. د لومړي قطار پر ځمکه ناست له ښې لوري څخه کین لوري ته، لومړی سردار محمد عظیم خان، جرنیل محمد یونس خان، دوه ډاکتران چې نومونه یې نه دي لیکل شوي، شپږم د روسیې سفیر موسېوبراوین، سرمیرا سپور سردار احمد شاه خان، اتم د بهرنیو چارو وزېر ښاغلی محمود بیګ او داسي نور لوړپوړي چارواکې ناست دی. غازي ببرک خان ځدراڼ ته د اعلیحضرت غازي پاچا امان الله خان لخوا د افغانستان د ملي خپلواکۍ جګړه او مبارزه کې د بیسارو کارنامو او فداکاریو له امله د لمر اعلی درجه نښان او د اعزازي جنرال رتبه ډالۍ کیږي.
د اماني شاهي دولت یو تر ټولو لوړ اعلی درجه دولتي مډال د “ لمر اعلی درجه نښان” شخصاً د ریفورمیست اعلیحضرت پاچا غازي امان الله خان په لاسونو د افغانستان سیاسي خپلواکۍ بیرته ګټلو اتل، نامتو پښې لوڅۍ جنرال غازي ببرک خان ځدراڼ په ټټر ورټومبل شوي. ستر غازي پاچا امان الله خان د ارګ په يوۀ تالار كې په داسې حال كې چې د غازي ببرك خان ځدراڼ په ټټر د خپل دولت تر ټولو اعلى درجه دولتي مډال په خپلو مباركو لاسونوورټومبلو د ببرک خان ځدراڼ د شخصيت په اړه داسې وفرمایل: ٬٬ غازي ببرك خان ځدراڼ د هېواد يو لوړ رتبه منصبدار د خپل قوم مشر، د خپلواكۍ دجګړې ستر قهرمان او يو ننګيالى غازي دى، چې بايد تر دې هم لا نور لوړ ووياړل شي٬٬.
د اماني شاهي دولت دغه عالي سلطنتې دولتي نښان یا مډال د ببرک خان کورنۍ لخوا د څه باندې سلو کلونو راهیسې د یو ملي، تاریخي امانت او د افغان خپلواکۍ خورا دروند سېمبول او ارزښت په توګه ساتل کیږي.
د کابل ښار د علم او جهل منار کې د غازي ببرک خان ځدراڼ نوم تاریخي یادګار
د علم او جهل منار د کابل ښار یو باارزښته تاریخي څلۍ دی. په کابل ښار کې دغه تاریخي منار هر بهرنی ته د لیدلو وړ دی. د افغانستان د ملي خپلواکۍ ورسته ډېر اثار او تاریخې مهم یادګارونه د هیواد نامتو خطاط استاد محمد داود الحسیني لخوا په مرمرینو ډبرو کې په نستعلیق خط کې حک شوي دي. لکه کابل کې د علم او جهل منار او په پغمان کې د ظفر طاق یا د بريا څلۍ.
کابل کې د علم و جهل منار سېمبول او تاریخ:
افغانانو د غازي پاچا امان الله خان په سر مشرۍ کې د بریتانیا نړیوالې امپراتورۍ ته تر سترې تاریخي ماتې وکولو ورسته په کابل کې د علم او جهل منار د کوډ ملا د جهالت په وړاندې د بریا یو تاریخي یادګار او سېمبول په توګه جوړ شوي. د انګرېزانو په لمڅون یو شمېر ناپوو جاهلو ملایانو شورش پیل کړ. دوی د انګرېزي استعمار ضد پاچا امان الله خان ٬٬کافر او اماني دولت یې د اسلام ضد٬٬ ګڼلو. د دوی تبلیغات او د اماني دولت پر وړاندې شورش د نارامیو او جګرو لامل شول او دغه شورش د ګوډ ملا په نامه مشهور شورش دی. امان الله خان په دې وتوانید، چې شورش کنټرول کړي او دغه پردي پاله مذوره ډله له منځه یوسي. خو د دې شورش په کرارولو کې یو شمېر حکومتي افسران او سرتېري ووژل شول.غازي پاچا امان الله په کابل کې د همدې شهیدانو په ویاړ د ګمنامو سپاهیانو په یاد او درنښت لپاره د علم او جهل یادګاري منار جوړ کړ.
په 1305 هجري شمسي کال کې د همدې اتلو غازیانو په یاد او قدردانې کې د علم او جهل څلۍ جوړ شوي. په منار کې د نورو یادښتونو سربیره د ټولو غازیانو نومونه پرې حک کړل شوي دي.
د منار په سر کې لومړي د لااله الله محمد رسول الله کلیمه حک شوي، بیا د جومات محراب او منبر حک شوي، ورپسې د هیواد ریښتینو سرتېرو ستاینلیک حک شوي، همدارنګه د غنمو وږی، یو قلم او کتاب، ستوری او ګل حک شوي دي.
د 1924 کال د مارچ په میاشت کې د ملا عبدالله مشهور په کوډ ملا ، ملا عبدالرشید د سویل ختیځ څخه او د نورو ناپوهو کم علمه ملایانو په همکاري او د برتانوي هند څخه د انګرېزانو په ملاتړ چې په دریو واړو افغان انګلیس جګړو کې سخته شرمونکي ماتې خوړلي وه، په پکتیا او خوست کې د مرکزي ملي دولت پر وړاندې ورو ورو شورشونه پیل کړل. د اماني دولت د دې شورشونو د ځپلو لپاره د څو سوو کسانو یو وسله وال ځواک هم پکتیا ته واستولو، چې بالاخره اماني دولت د درنو تلفاتو له زغملو ورسته د شورش په ځپلو کې بریالی شو. د انګرېزانو په لمڅون د ملایانو لخوا د شاه امان الله خان د سمونونو او ریفورمونو پر وړاندې د شورش پر مهال او د لویې جرګې د دایریدو ورسته په هیواد کې امنیتي وضعیت ناسم شو. دولت مجبور شو، څو د جګړې لاره اختیار کړي، څو نوي شورش له دې لارې لمنځه یوړل شو. خو د ځینو نورو غازیانو په ګډون غازي ببرک ځان ځدراڼ هم په دې جګړه کې شهید شو.
د علم او جهل منار د غازي پاچا امان الله خان په امر د هغو شهیدانو په یاد جوړ شوی دې، چې د افغانستان ملي خپلواکې په دفاع کې شهیدان شوي دي. غازي امان الله خان دغه منار ځکه د علم او جهل منار په نامه نومولي، چې پاچا په دې باور درلود، کومه جګړه چې په لویه پکتیا کې پېښه شوه، د هغو کسانو ترمنځ جګړه وه، چې غوښتل یې خپل هیواد ښېرازه، ودان او پرمختګ په لور یوسي. دا جګړه د پوهو او ناپوهو جاهلو، غولول شویو خلکو ترمنځ وه. دا منار د اعلیحضرت غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د هغو ټولو سلګونو سرتیرو په یاد جوړ شوي دی، چې د اماني دولت په دفاع او د افغانستان د استقلال په لاره کې خپل خواږه ځانونه قربان کړي دي.
دا تاریخي اووه مترېزه څلۍ د کابل احمد شاهي پارک د نواباد بریکوټ مخې ته د یوې کوچنۍ غونډۍ په سر کې د نازکو ښکولو لوړ کیفیته مرمرینو ډبرو په بڼه کې جوړ شوي دی. د علم او جهل منار د ارټل پل او د شېر دروازې غره ته ورڅېرمه د کابل ښار په لویدیځ کې د دهمزنګ سېمې ته لا نوره ښکلا وربښلي. د علم او جهل منار کې د اماني حکومت دوه اوله درجه حاکمانو ورسته په ترتیب سره د غازي شهید ببرک خان نوم، د مزرک خان زوی، قومي خان او ملکې غنډ مشر په توګه لیکلي شوي یا حک شوي دی. اماني دولت په کابل کې د همدې غازیانو په ياد د علم او جهل تاریخي منار جوړ کړي دی.
افغان تاریخپوه میر غلام محمد غبار ٬٬ افغانستان در مسیر تاریخ٬٬ کتاب کې د لومړی ټوک په 810 مخ کې لیکي: مردمي ځدراڼ ملا عبدالله و ملا عبدالرشید را که در کوه ها متواري شده بودند دستګیر کردند و به دولت سپردند و انان در محکمه نظامي کابل محکوم به مرګ شده و با 25 نفر رهبران شورش به 4 جوزا سال --1304 1925 میلادي ګوله باران شدند.٬٬
خوست کې د غازي ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا قدامت او ستراتیجیکي موقعیت
ګېدوره کې د غازي ببرک خان نه تسخیر کیدونکي پوځي، تاریخي، جنګي کلا ستراتیجیکي موقعیت او تاریخي قدامت درلود، ځکه له همدې تاریخي جنګي کلا څخه د افغانستان د ملي نوامیسو ساتنه او دفاع کیدله او د افغانستان د ملي خپلواکي بیرته ګټلو بریالی پاڅون پیل له همدې تاریخي کلا څخه پيل شوي دی او د افغانستان د جنوبي محاذ مشر سپهسالار جنرال محمد نادر شاه خان همدې کلا کې څو شپې پاتې شوي دی. د لویې پکتیا، وزېر، مسعود او نورو قبایلو لښکرې له همدې ځایه د جګړې لیکو ته تللي دي. په سېمه کې د ببرک خان کلا ستراتیجیکي موقعیت له دې امله مهم و. چې د ټل کلا په مقابله کې جوړه شوي وه. په ټل کې د انګرېزانو ستر پوځي ګارنیزیون پروت و او په کوهاټ او پاړه چنار سېمو کې د دوی سایر نقلیه پوځي کنډکونه پراته وو، له دې امله په لویه پکتیا کې د ببرک خان کلا د ټل کلا په مقابله کې جوړه شوه.
په1243 هجري لمرېز کال کې اټکل 150 کاله مخکې د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا د جوړیدو نقشه د امیر عبدالرحمن خان د سلطنت پر مهال منظوره شوي وه. دغه جنګي کلا په څلور جریبه ځمکه کې د خپل عصر او زمان په یوه مډرنه نقشه کې ډیزاین شوي ده. دغه جنګی کلا د نادرشاه کوټ (ببرک کوټ) ولسولۍ د ګېډورې په پراخه سېمه کې د غازي ببرک خان په ځمکه کې جوړه شوي. د کلا څلور ډیوالونو بر درې متره او لوړوالي اووه متره دی. کلا د ترصد اړین ساختماني جوړښتونه لرل. کلا په پخو خښټو، تېږو او په پخڅو وهل شوي ده. د ببرک خان کلا د ترصد څلور ډیوالونو قطریې له نهو څخه تر یوولسو مترو پورې دي. جنګي کلا درې داړې یا دروازې لري، یو جومات، وسله لتون د انتظار خونه، میلمستون، د کلا په منځ کې بڼ، د اوبو یو ډنډ هم شتون درلود، چې د اړتیا پر مهال د محاصرې یا کلا بندۍ په وخت کې تیرنه ګټه اخیستل کیدلي شوه. داسې نورې اړینې خونې په کې شتون درلودې.
کلا ته د ورتللو او راوتلو لپاره د ځمکې لاندې لار وه. د دیوالونو او برجونو ترمنځ خښتې او په ځینو برخو کې د اړتیا له مخې تېږې کارول شوي دي. د ببرک خان جنګي کلا کې د ترصد دفاعي برجونه جوړ شوي وو.
دا جنګي کلا تر نننه پورې د هیڅ کوم یرغلګر ځواک لخوا ونه نیول شوه. د انګرېزي ښکېلاک پر وړاندې د خوست مېشتو بېلا بېلو قومونو ځدراڼو، خوستوالو، ټنېو، ځاځیو، منګلو، خروټو د بیګاري په مرسته او همکاري د غازي ببرک خان ځدراڼ په لارښوونه جوړه شوي. په دې جنګي کلا کې د ټولو یادو قومونو د شاخوا درېو زرو میړنیو ځوانانو د پښتو او پښتونوالي د اربکیتوب د حشر اصولو په چوکاټ کې په کې کار کړي دی. دغو مېړنیو جنګیالیو هم د ډیورنډ کرښې شاخوا سېمو ساتنه کوله او هممهاله د کلا د جوړولو په چارو کې مرسته کوله. کله چې د کلا د جوړولو چارې پایته ورسیدې، بیا دوی د خپلو پوځي موخو لپاره په ډیره ښه توګه له دې ځایه ګټه اخیستله. د خوست په سېمه کې د څار او ترصد لپاره یو ښه ستراتیجیک ځاي و. په ټولېزه توګه د همدې کلا یا د لوي پکتیا څخه د انګرېزي ښکېلاکګرو په وړاندې د افغانان جنګیالیو جنګي موخې پر مخ وړل کیدلي.
د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته مخامخ د تره غري غره په لمن کې دیارلس متره لوړه د غازي ببرک ځان ځدراڼ د بېلا بېلو لاملونو له وجهې ویجاړه شوي جنګي کلا اوس هم شتون لري، خو یوازې لوړ او بلن ډیوالونه یې لا ولاړ پاتې دي. د تیرو حکومتونو مسوولینو د بیا بیا ژمنو سره د دغي تاریخي کلا بیارغونې چارې تر اوسه نه دي پیل شوي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت پخواني معین پوهاند محمد رسول باوري په ملي ټلویزیون کې د فرهنګي مېراثونو په نامه یوه ادبې کولتوري خپرونه خپروله، په دې خپرونه کې د ټول افغانستان تاریخي ابدات په ژوندی او مستنده توګه خپرول. نوموړي د ببرک خان تاریخي کلا څخه له نېږدې لیدنه کړي او د سروې په موخه د خوست نادرشاکوټ ولسوالۍ ګېدورې سیمې ته تللي و او دغه جنګي تاریخی کلا یې د افغانستان په تاریخي ابداتو کې شامله کړي او په دې اړه یې یو مستند ټلویزیوني فلم هم چمتو کړي دی. نوموړي د ببرک خان کلا په اړه داسي وايي: د غازي ببرک خان تاریخي جنګي کلا درې ځانګړنې درلودې. لومړي دغه کلا د یوې تاریخي پېښې انعکاس و. دویم دغې تاریخي کلا یو ځانګړي جوړښت درلود. دریم دغي تاریخي کلا راتلونکي نسلونو ته د مېړانې او اتلوالۍ الهام ورکوي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د غازي ببرک خان ځدراڼ دوولس ټانې
د ډیورنډ کرښې په اوږو کې د برتانوي هند او د افغانستان ترمنځ د غازي ببرک خان ځدراڼ ترصدي دفاعي ټانې
د خوست په علي شیرو ولسوالۍ کې، د میرانشاه او غلام خان ته نږدې د شمیټ په سېمه کې، په ځاځي میدان کې او د ټل بازار د بالاحصار سېمې ته نږدې د ببرک خان ځدراڼ په نامه ټانې اوس هم شتون لري.
د کابل څخه د کورنیو چارو ورزارت یو پلاوي خوست ته د امرالدین په مشرۍ راغي، تر څو د انګرېزانو د نقشې له مخې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سیاسي حد بندي وکړي. په لویه پکتیا کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې غازي ببرک خان ځدراڼ دوولس تاڼې جوړې کړې وې. په هره تاڼه کې اټکل سل سل وسله وال کینولي و. تراوسه همدغه تاڼې د ببرک خان په نامه یادېږي. څو څو ځلې د برتانوي هند او افغان حکومت ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د واڼه، پیواړ، پاړه چنار په سیمو کې د حدودو یا حد ټاکلو له امله شخړې رامنځته شوې. د ټانو جوړولو او د حد بندی پر مهال د یوې ټاڼې د جوړیدو د حدودو پر سر د انګرېزانو او غازی ببرک خان ترمنځ شخړه رامنځته شوه.
غازي ببرک خان د انګرېزانو پوځیانو سره د خبرو اترو پر مهال د افغان حکومت پلاوي مشري په غاړه درلوده. انګریزان ویل، چې تر دې ځایه زموږ حد دی، غازي ببرک خان ته تر انګرېزانو خپله سېمه ډیره ښه مالومه وه، په خپله نقشه باندې باورمند و، لنډه دا چې د انګرېزانو سره دغه ستونزه اوږده شوه، له کابل څخه بل پلاوې سېمې ته راغي. افغان پلاوي او د انګرېزي افسرانو یو ځلې بیا پر سېمه او نقشه کتنه وکړه، د ببرک خان نقشه او خبره سمه وختله.
خوست ښار کې د غازي ببرک خان ځدراڼ څلۍ
د خوست په ولایت کې د غازي ببرک خان ځدراڼ منار د اسلامیت، افغانیت او ملي یووالي نښان په نامه هم یادیږي.
د افغانسان په تاریخ کې غازي ببرک خان یو ریښتېنی مخکښ افغان غازي مجاهد په نامه یادېږي. غازي ببرک خان خپل ټول عمر له ځواني څخه تر شهادت پورې د خپل ګران هیواد په دفاع او چوپړ کې تېر کړي دی.
د نوموړی تاریخي حماسي کارنامې نه یوازې زموږ د ګران هیواد په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکلي شوي دی.
پرته له شکه راتلونکي نسلونه به پر دې تاریخی کارنامې ویاړي، له دې تاریخي مېړانې او هیواد پالنې مېنې څخه په لوړه کچه زده کړې وکړي. دغه سپیڅلي ملي غازیان د راتلونکي نسلونو لپاره د اتلوالۍ زده کړې او د خپلواکۍ لویې سرچېنې دي. په خوست کې د غازي ببرک ببرک خان ځدراڼ لوړ ښکلې څلۍ، لویې مجادلې، کارنامې او د خپلواکۍ د لمر اعلی درجه نښان نه یوازې پکتیاوالو ته د خپلواکۍ خاطرې ورژوندۍ کوي، بلکې ټولو افغانانو ته د خپلواکۍ او میړانې زده کړې په لاره کې یو تاریخي درس دی.
په 2022 کال کې د اشرف غني مرکزي حکومت له پرېکړې سره سم، دغه منار د هیواد نومیالي ستر غازي ببرک خان ځدراڼ په نوم نومول شوي. په خوست کې خوست مېشتې وروڼه قومونه ځدراڼو قوم ته د مشر ورور قام په حیث د ستر ویاړ او زغم لرونکي قوم په توګه ګوري.
خوست ښار کې د غازي ببرک خان عمومي پارک
د خوست ښار کې د غازي ببرک خان پارک د لومړي ناحیې په لومړي ګذر کې موقعیت لري. دغه پارک په مجموعي ډول (6918 m2) مساحت لري. د خوست ښاروالي لخوا خصوصي سکتور ته ورکړل شوي دی. هوټل، رسټورانټ او د موټرو تمځایونه هم لري. له دې پارک څخه د خوست ښاریان د تفریح په موخه ترینه ګټه اخلي. د ببرک خان ځدراڼ د پارک د ننه لوحه کې داسي لیکل شوي دي٬٬ بسم الله الرحمن الرحیم: د ببرک خان پارک د ښاروالۍ په مالي لګښت جوړ شوي، د کار شروع ۱۶،۴، ۱۳۸۳ په ۲، ۷ ۱۳۸۴ نېټه یې د جوړولو کار پای ته ورسید، چې د عقرب په ۲۵ مېټه د خوست د محترم والي معراج الدین پټان او محترم ښاروال جلیل احمد حسني له خوا رسمآ افتتاح شو.٬٬
د دوکټور نجیب او د ولسمشر غني حکومتونو لخوا غازي ببرک خان ته ځانګړي درنښت
د داکټر نجیب حکومت په ورستیو کلونو کې په کابل ښار کې د افغانستان د ملي خپلواکي ملي اتلانو انځورونو وزړول شول. د افغانستان د خپلواکي ملي اتلانو په دې انځورونو کې د غازي ببرک ځدراڼ څو انځورونه هم په کابل کې وزړول شول. د کابل په ارګ کې د ولسمشرۍ سلام خانې ماڼې کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د ولسمشرۍ د مسوولو چارواکو په سپارښتنه د افغانستان د سلمې کلېزې په ویاړ د استقلال غزا ناموتی ملي اتل شهید غازي ببرک خان ځدراڼ تاریخي انځورونه د هیواد د نورو غازیانو او تلانو تر څنګ د ارګ د سلام خانۍ په ماڼۍ کې نصب کړل شول.
د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د غازي ببرک خان په نوم د ببرک چمن سېمه
د کابل نوی ښار له سېمې څخه د کوله پشتې په لور مستقیمآ یو سړک ٬٬ د ببرک چمن٬٬ په نامه سېمې ته ورغلي دی. د ببرک خان چمن سېمه پخوا یوه ډېره لویه پراخه سېمه وه. د کوله پشتې، ټایمني، کارټې پروان، باغ بالا ان تر خیرخانې پورې دغه جبه زار چمني سېمه، د مالګنې اوبو ډنډه سېمه ټوله د ببرک چمن په نامه یادیده. پخوا به دلته د بېلا بېلو مرغانو او هیلیو ښکار هم کیدو. کابل د اوبنیو کډوالو مرغانو لوی د دمه ځای و. دلته د کابل عامو خلکو د بېلا بېلو مرغانو لکه هیلیو ازاد ښکار کولو، کابل کې به خلکو ویل؛ چې د ببرک چمن ته د ښکار لپاره تللي وم. د ببرک خان کورنې مشران هم دلته د ښکار لپاره راتلل. خو په کابل ښار کې د نویو ودانیو جوړولو او د نویو سېمو رامنځته کیدولو امله اوس د لته د جهیل اوبه بلکول وچې شوې دي او یوازې د ببرک خان شل دیرش جریبه ځمکه د چمن ببرک په نامه یادیږي.
د لومړي برخې پای