اسلام او د ښځو تعليم
بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله کفی ، و سلام علی عباده الذين اصطفی ، امابعد :
اسلام هغه الهي نظام دی چې د عدل، رحمت او علم بنسټ پرې ولاړ دی. د دې دين ټول احکام د انسان د فلاح، اصلاح او نجات لپاره دي . په دې مقاله کې د ښځو د تعلیم موضوع له اسلامي اړخه څېړل کېږي، څو معلومه شي چې آیا د ښځو پر تعليم بندیز د شرعیت غوښتنه ده، که د ناپوهۍ او تحریف نتیجه.
په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم بندیز د طالبانو له لوري د دین تر نامه لاندې توجیه کېږي، خو دا دعوه نه یوازې د اسلامي اصولو خلاف ده، بلکې د اسلامي تاریخ او د نبي کریم ﷺ د سنتو سره هم ټکر لري. دا یو داسې عمل دی چې د اسلام د ښکلي، عادلانه او متوازن پیغام سره هیڅ تړاو نه لري .
اسلام د علم تر ټولو ستره سرچینه ګڼي، او دا حکم یوازې د نارینه‌وو لپاره نه، بلکې د ښځو لپاره هم دی .
رسول الله ﷺ فرمایلي دي : طلب العلم فریضة علی کل مسلم و مسلمة ؛
ژباړه: علم حاصلول د هر مسلمان نارینه او ښځینه فرض دی !!
دا حدیث صریحًا څرګندوي چې د علم زده کړه یو شرعي فرض دی، او په دې کې هېڅ جنسیتي توپير نشته .
په قرآن کریم کې هم دا څرګنده ده چې الله تعالی انسان ته د علم او پوهې ارزښت ورکړی دی : قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ (الآية ، الزمر : ۹)
ژباړه: ووايه، ايا هغه څوک چې پوهه لري، د هغو سره برابر دي چې نه پوهېږي؟
دا پوښتنه د ښځو او نارينه‌وو ترمنځ توپير نه کوي، بلکې هر هغه څوک شاملوي چې د علم درلودونکي وي .
ځکه د اسلام ټول احکام (پرته له هغو چي تخصيص راغلی دی)د ښځو او نارينه دواړو لپاره دي .
نبي کریم ﷺ په خپل عملي ژوندانه کي د ښځو د تعليم لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي وو. د سيرت کتابونه بیانوي چې آنحضرت ﷺ به د ښځو لپاره ځانګړی وخت ټاکه، چې هغوی ته تعلیم ورکړي .
آنحضرت ﷺ د حضرت عایشه رضي الله عنها علم ته ډیر اهمیت ورکاوه، حتی صحابه به د دین مسائل له هغې نه پوښتل .
د ده د ژوند له لارې دا ثابتېږي چې ښځو ته د علم ورکول نه یوازې مباح، بلکې مستحب، او ډېر وختونو کې فرض دي .
همداراز د اسلامي تمدن په تاریخ کې داسې زرګونه ښځینه عالمانې پیدا شوې دي، چې نه یوازې یې تعلیم حاصل کړی، بلکې تدریس یې هم کړی. د بېلګې په توګه :

د نبي کريم – صلی الله عليه و سلم – پاکه بي بي - حضرت عایشه رضي الله عنها -، د امت له سترو فقیهانو څخه وه. شاوخوا ۲۲۰۰ حدیثونه له هغې روایت شوي دي .
او د احاديثو په کتابونو کي بېشمېره روايتونه شته چي صحابه وو – رضي الله عنهم – به هم هغې ته په مسائلو کي رجوع کوله .
همدا راز د اسلامي تاريخ په اوږدو کي بېشمېره داسي ښځينه عالماني شته چي د علم په لار کي يې کارنامې تر سره کړې دي . چي د هغو راغونډول موضوع ډېره اوږدوي .
همدا راز دا چي ښځو ته الله پاک د علم استعداد ور کړی دی، دا يې عبث او بې فائدې نه دی ور کړی .
که د ښځو لپاره تعليم نه وی، نو بيا الله پاک ولي دا استعداد ور کوی؟
د نجونو پر تعلیم بندیز نه د اسلام سره موافق دی، نه د نبي کریم ﷺ له سنتو سره، نه د اسلامي تاریخ له روایت سره، او نه د معاصر علماوو له فتوو سره. دا بندیز یوازې د ځينو کسانو طبيعت دی چي بدبختانه خپل طبيعت ته د اسلام نوم ور کوي او د اسلام او اسلامي نظام د بدنامېدو لامل ګرزېدلي دي .
اسلام ښځې ته حق ورکړی دی چې زده‌کړه وکړي، پوهه ترلاسه کړي، خپل استعداد وځلوي، او د امت په اصلاح کې برخه واخلي. دا حق باید ترې وانخیستل شي .
په پای کې دا ویل ضرور ګڼو چې د ښځو د تعلیم مخنیوی، د جاهلانه دودونو تسلسل دی، نه د اسلامي تمدن تسلسل. اسلام هغه دین دی چې ښځې یې له جهالت څخه نجات ورکړی، نه دا چې بېرته يې هلته ور وګرځوي. هر څوک چې د علم پر مخ دروازه تړي، هغه د اسلام له روح سره په ټکر کې دی. نو راځئ چې د اسلام د ریښتوني تعلیماتو پیروان شو، او ښځو ته د تعلیم، شعور او پرمختګ زمینه برابره کړو، ځکه چې دا یوازې د ښځو نه، بلکې د ټول امت نجات دی .
(د ښځو د تعليم ګټي او ضررونه به ان شاء الله تعالی بيا وڅېړو . )
وَآخِرُ دَعْوَانَا أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، وَصَلَّى اللّهُ عَلَى سَيِّدِنَا مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِهِ وَصَحْبِهِ أَجْمَعِينَ .
ليکوال : شيخ عبدالرحيم الحنفي