دریمه برخه:
په تیره لیکنه( دښتي یا صحرایی کیدل، اغېزې او حل لارې ) کې مو د صحرایې کیدو په لاملونو، اغېزو، عواقبو یا پایلو او حل لارو ټولیزې یا عمومي خبرې وکړې.
په دې لیکنه کې به د, دښتي یا صحرایې کیدلو په اصلي علتونو یا لاملونو یو څه په تفصیل خبرې وکړو.
د صحرايي، دښتي یا بیباني کیدلو اصلي لاملونه دوه دي:
طبیعي لاملونه او بشري لاملونه.
۱- د صحرايي کېدو طبیعي لاملونه یا علتونه:
دا په حقیقت کې هغه طبیعي عوامل دي چې، له صحرايي کېدو سره مرسته کوي. موږ نشو کولای په مستقیم ډول یا نیغ په نیغه دا عوامل کنترول یا مهار کړو، خو موږ کولای شو چې په ستراتیژیک ډول د کرنیزو سیمو شاوخوا سیمو یا د اوبو په غاړو کې، د ډیرو ونو او بوټو په کرلو سره دوی په فعاله توګه کنترول او تر واک لاندې راولو.
دغه لاندې طبیعي عوامل له صحرايي کېدو سره مرسته کوي:
- د تودوخې او باران په حالت کې بدلون، دا حالت کولای شي چې د باران د کمښت او د هوا د زیات تودوالي سبب شي، چې دا حالت ببا په خپل وار، کولای شي د خاورې د تخریب او صحرايي کېدو لامل شي.
- د دې تر څنګ وچکالي کولای شي د خاورې د تخریب او د نباتاتو د پوښښ د له منځه وړلو لامل شي، چې بیا د نباتاتو او څارویو لپاره په نوموړې اغیزمنه سیمه کې ژوندي پاتې کیدل ستونزمن کوي.
همدارنګه د باد او اوبو یا سیلاوونو له امله د خاورې پورتنۍ شتمنه یا حاصل خیزه برخه له منځه وړل کیږي او ویجاړیږي ، کومه چې د نباتاتو د ودې لپاره اړینه ده.
۲- د صحرايي کېدو انساني یا بشري علتونه:
انسانان د صحرايي کېدو اصلي محرکین دي او دوی د صحرایې کیدلو د طبیعي لاملونو ستونزه نوره هم زیاتوي یا ګړندۍ کوي.
هغه بشري فعالیتونه چې له صحرايي کېدلو سره مرسته کوي دادي:
په څړځایونو کې د ډیرو څارویو نامنظم څرول، کولای شي، هلته د نباتاتو پوښښ له منځه یوسي، چې دا کار بیا د خاورې د تخریب او دښتې کیدو لامل کیږي.
په یوه ځمکه کې د څړځایونو ، یا همدارنګه د ونو او نورو نباتاتو له منځه وړل ، کولای شي د خاورې د تخریب او په دښته د بدلیدو یا صحرایې کیدو لامل شي.
نا منظم او دوام نه لرونکي کرنیز فعالیتونه، د نباتي ناروغیو وژونکو درملو او کیمیایې سرې ډیر کارول، هم کولای شي د خاورې کیفیت خراب کړي او له صحرايي کیدلو سره مرسته وکړي.
همدارنګه د ځمکې په ځانګړې توګه له کرنیزې ځمکې په نورو چارو کې کار اخیستل، او په کې بدلونونه لکه د طبیعي ځمکې نباتي پوښښ ، ځنګلونه، واښه او نور له منځه وړل او هلته ښاري پراختیا یا کان کیندنې هم د خاورې د تخریب او دښتې یا صحرایې کیدلو سبب کیدلای شي.
د دې ترڅنګ د نفوسو وده یا زیاتوالی او ښاري پراختیا د خوړو، اوبو او نورو اړینو سرچینو غوښتنه زیاتوي. چې له دې حالت سره بیا زیاتره وخت د ځمکې د پایښت نه لرونکي یا نا دوامه کارونې کړنې هم مل وي او صحرایې کیدو ته زمینه برابروي.
د دې لپاره چې د صحرايي کېدو د اصلي لاملونو یا علتونو مخنیوي وشي، نو اړینه ده چې، ځنګلونه بیا ورغول شي. د ځنګلونو او څړونو یا نباتي پوښښ د له منځه وړلو مخه ونیول شي او وساتل شي.
همدارنګه په پرله پسې توګه یا بادوامه کرنه او د هغو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو حل کول هم په کار دي، کوم چې د ځمکې د ناسمې کارونې سبب کیږي او صحرایې کیدلو ته لاره هواروي.
نور بیا
سرچینه: green earth

پوهنمل دوکتوراندوس رحمت ځواکمن
۲۷-۷- ۲۰۲۵ هالنډ