د اسمان پهٔ ارته او پراخه سینه کې یې د اوښکو ډکې سترګې ګنډلې وې.
د باد پهٔ یخو لاسونو کې یې خپله وروستۍ سلګۍ کېښوده.
لمر د ښار د ودانیو لهٔ اوږو او د سرو شګو لهٔ منځه ورو ورو خپل زرین څادر ورټولاوهٔ.
او دا دی نن مازدیګر هم لکه د نېمګړې سندرې تېر شو او دې لا هاغسې د چا د راتلو د انتظار شیبې شمارلې.
پټه خولهٔ او لهٔ اندیښنو ډک ګوګل سره د بام پر سر ولاړه وه او د تېر وخت دا سندره یې پهٔ ذهن کې تاویده:
دعا مې د خؤږ زړهٔ اخله پر بام ولاړه اوسه
همداسې پهٔ سکڼي سکڼي ماښام ولاړه اوسه
لمسون به د وختونو پېغورونه نهٔ ګڼې
زرلښتې پښتنې پر خپل مقام ولاړه اوسه