افغان کوټ: 
افغانی پوستېن او افغانی واسکټ د امریکا او اروپا د موډ فېشن په محاصر تاریخ کې د خورا ډېرو عام شویو او رایج شویو افغاني جامو څخه ګڼل کیږي. افغاني پوستېن د هیپیانو غورځنګ د خوښې موډ څخه تر اروپا تر ټولو محبوبترین او ګرانبیه ترینو موډ فېشن بوتیکونو او پلورنځیو پورې او بیا څنګه ٬٬افغان کوټ٬٬ د هیپیانو د سټایل او پرستېژ سیمبول په ټوګه ټول لویدیځ یې فتح کړ. له جان لینن څخه تر جینس جوبلین او د بریټنې سپیرز، د اولیویا روډ ریګو او اغلې بېلا حدید پورې ټولو نوموتي اروپایي، امریکایي هنرمندانو او سندرغاړو افغانی پوستین د اروپا د ځوانو نسلو لپاره د کالیو اغوستلو د موډ فېشن یوه ګرمه د بحث موضوع ګرځولي ده. افغاني پوستېن اروپایي او امریکایي جامو جوړولو کمپنیو او ډیراېنرانو ته دا الهام ورکړي دی، چې د اروپا د فېشن په اوونیو کې د افغاني ژمنیو جامو کولکسیونونه، ډېزاینونه لا ښکلي طراحي او جوړ کړي. ځکه افغاني جامې د اروپایې ځوانانو د ورځنې ژوند او موډ فېشن برخه ګرځيدلي ده. اروپایې او افغان ډېزاېنرانو همداسي نوی سټایلونو او ډولونو ټولګې طرحه او جوړې کړي، چې اوس د اروپا او امریکا مشهورو هنري او کولتوري شخصیتونو افغاني پوستېنونه او واسکټونه واغوسټل. که څه هم افغاني پوستېن د یو عادی پوستېن کوټ په څیر ښکاري، خو په حقیقت کې د اروپایانو د جامو پر محاصر تاریخ او په ځینو نورو فرعي کولتوري هویتونو باندې د پاموړ خپل کولتوري اغېز درلودلې دی. د کلونو کلونو راهېسې افغاني پوستېنونه د وخت او زمان د موډ فېشن په بېلا بېلو بڼو کې ډیزاین شوي، بیا بیا تولید شوي او په اروپایي امریکایي او اسټرالیایې بازارونو کې د خرڅلو لپاره بیا بیا وړاندې شوي‌ دي. 
پوښتنه دا ده، چې څنګه افغانۍ پوستېن او واسکټ په ټوله نړۍ کې مشهور شول. ایا افغانی پوستېن د اروپایانو لپاره یو دوراني کولډ موډ او فېشنې توکۍ ګرځیدلي، چې پوستېن په خپل دوراني طبیعت کۍ بار بار اروپایې بازارونو ته د پلورلو لپاره وړاندې کیږي او اروپایان یې په ګرانه بیه رانیسي. افغانی پوستېن په اروپا کې د ٬٬افغان کوټ٬٬ په نوم نړیوال شهرت تر لاسه کړي دی. څنګه افغاني پوستېنونه له کابل څخه ووتل او د لندن، پاریس، برلین اونیویارک د موډ فېشن نړې نړیوال مارکیټونو ته ورننوتل او د هیپیانو سټایل جوړونه کې د موډ فېشن یو اړین جز وګرځید او همداراز افغانی پوستېن په نړۍ کۍ د سولې سیمبول په توګه وپیژندل شو. 
د وخت په تیریدو سره افغانی پوستېن او افغانی واسکټ د افغانستان څخه بهر په اروپا، امریکا او اسټرالیا کې مشهور شول او بهرنیانو په مینه واغوستل. دا ټول هر څه په ستر نړیوال سوداګرېزه مرکز لندن ښار کې پیل شول. 
په 1960 لسېزه کې لویدېځه نړۍ په چټکۍ سره بدله شوه. دا مهال په لویدیځ کې د دودیزو ارزښتونو او د لویدیځ سنتي رسمونو او رواجونو پر وړاندې د بغاوتونو وخت پيل شوي وه. لویدیځوالو د ټولنیز او سیاسي انقلاب راوستلو هڅې کولې او د ټولنیز بدلون هیلمندي درلودې. د دې موخې ترلاسه کولو لپاره دوی د افغاني پوستېن څخه خوند اخیستلو او د ځان ښودلو لپاره د یوې سیمبولیکي وسیلې په توګه ترینه کار اخیستل کیده. په ټولنه کې د ځان ښودلو او د ځان بدلون لپاره د ځانګړو جامې اغوستل یوه مهمه نښانه ګرځیدلي وه. کله چې د وحشي ژوبو او پسونو پوستکي څخه جوړ شوي افغاني پوستېنونه په ځانګړو اروپایې پلورنځیو کې پلورل کیدل. د افغاني جامو رانیولو لپاره د هر چا لیوالتیا راپاریدله.
لویدیځوال سیالانیان، ګرځندویان او مسافر په افغانستان کې په لاس ګنډل شوي ښکلي پوستېنونو او واسکټونو څخه ډېر متأثره شول او ځښت ډیرو خوښ شول. ورسره د1950  لسېزې په لومړیو کې د افغاني پوستېنونو پیرودل پیل شول. یوه لسېزه ورسته افغاني پوستېنونه د اروپایانو د موډ فېشن او د مډرن اروپایې ژوند سټایل یوه نوی مهمه ښکارنده وګرځیدل. افغاني پوستېن او افغاني واسکټونه د خپل طبعي ساده ښکلي رنګین ډیزاینونو، ارزانه بیه او خپلې طبعي څرمنې له امله په نړۍ کې خورا مشهور شول. 
وسمهال بیا په2022  او2023  کلونو کې افغانی پوستېن د امریکایانو، اسټرالیانو او اروپایانو د موډ فیشن او سټایل یو مهم ټرنډ ګرځیدلي دی. مخکې تر دې چې اروپایې موسیقي غږونکو، کولتوري هنرمندانو او د تیاتر او سینما لوبغاړو افغانی پوستېن واغوندي او مشهور کړي. افغاني پوستېن د افغانانو د ژمنيو ګرمو جامو یوه مهمه برخه وه. افغانستان کې د پوستېن ګنډلو صنعت یوه اوږده مخینه لري. د افغان ښځینه او نارینه تر منځ دومره مشهور او قدرمن ول، چې ټولو افغانانو د خپلو ملي جامو په سترګه ورته کتل. د سوړ ژمي موسم څخه د تېریدو لپاره تر هر څه دمخه تر یوه ګرم پوستېن څځه بل مهم شی هېڅ نېشته. دغه بیساري سټایلي ښکلي عالي افغاني پوستېنونه تر هرې بدرنګې ژمنۍ کورتۍ یا بالاپوش څخه ښه دي او ښه ښکاري.
په 1970 لسېزه کې د افغاني پوستېن جوړولو غیر مسلکي چارې بهیر، د پوستین ګنډلو معیاري تولیدی کارخانو نشتون، د ډیرو بې ځایه لګښتونو او د مسلکي تجربې کارګرانو کمښت له امله له غزني څخه کابل ته ولیږدول شوې. وسمهال دغه افغاني صنعت د جنګ جګړو له امله له کابله اروپا او امریکا ته منتقل شوي دی. 
د فلم اداکارې کیټ هدس کرکټر چې په ٬٬ الموسټ فیمس٬٬ فلم کې لوبیدلو سره افغاني پوستېن د پاپ کولتوري تاریخ د لومړني څپرکې لومړنې مخ ګرځیدلي دی. په دغه فلم کې افغاني پوستېن دومره مشهور شوې، چې نن ورځ د پلينې لین کوټ په نامه هم یادېږي.
 
د افغاني پوستېن تاریخي ریښې او د جوړیښت سېمه
لکه څنګه چې نوم یې افغان کوټ دی، افغانۍ پوستین په افغانستان کې جوړیږي. د افغاني پوستېن تاریخې ریښې د غزنې ولایت څخه پیل کیږي. افغاني پوستېن لومړی د کابل او کندهار ترمنځ په غزني کې جوړ شوي دی. 
د 1900 لسېزې د پيل راهېسې په افغانستان کې پوستېن د ژمي سختې یخنۍ د مخنوي لپاره په اوسنۍ بڼه کې اغوستل کیږي. په دودېزه ډول د قراقل څرمنۍ یو ډول د اوږدو ویښتانو پسونو له نسل څخه جوړیږي. پوستېن ته د انار پوستکي رنګ ورکول کیږي، پوستین په هندسي ډیزاینونو کې د ښکلو رنګه ګلانو په ګنډلو سره په بېلا بېلو نمونو کې په لاس جوړیږي. په غزنې او شاخوا سیمو کې یو وخت پوستېن ګنډل د یوه ستر صنعت بڼه درلوده او په زرګونه کسان په پوستېن ګنډلو بوخت وو. 
په 1955 کال کې برتانوي لرغونپوه سیلوه ماتیس لیکي: نوموړي د افغانستان سویلي ښار غزني ته تللي و، هلته یې یو په بل پسې دوکانونه وموندل، چې پرتله له پوستېن بل هیڅ څه په کې نه خرڅیدل. 
افغاني پوستېنونه معمولآ په دریو سایزونو یا نمونو کې جوړیږي. لومړي ډول د پوستین واسکټ یا پوستینچه ده. دویم ډول تر زنګون پورې اوږد او د اوږدو لسټونو سره پوستېکن نومیږي او دریم ډول یې د پښو تر ښنګري پورې اوږد پوستېن په نامه یادیږي. پوستېن د افغان کوچیانو د لاسې صنایع په توګه او افغان کوچي کسبګرو لخوا د پسونو د پوستکي، لیوانو، ګیدړو، شغالانو او د ځایې نورو حیواناتو او څارویو د وړیو څخه جوړیږي. افغانی پوستېن د افغاني پسونو د پوستکي څخه د یوې اوږدې کاري پروسې ورسته تر لاسه کیږي. پوستېن په ځانګړو نخې تارونو تر ګنډلو، مونټاژ او د راټولو دمخه په تخنیکي توګه سم پروسس کیږي. افغاني پوستېنونه په عمده توګه افغان بزګرانو اغوستل، کوم، چې د سېمې د وچې سختې سرې هوا لپاره ډېر مناست دي. افغانۍ پوستېن د افغانانو له خوا د کال په سړو میاشتو يا په ژمې کې د ګرمو جامو په توګه اغوستل کیږي. افغانۍ پوستینچې معمولآ عامو افغانانو اخیستلي شوه. لوړ پوړو چارواکو، شتمنو سودا ګرو، بډایه خلکو، قومي مشرانو او مذهبي شخصیتونو د خپل ځان حیثیت ښودلو لپاره ځانګړي سینګار شوي اوړده پوستېنونه اخیستل. 
په 1946 کال کې د نیشنل جیوګرافیګ مجلې لومړنۍ خبریال مینار اوون ویلیامز لیکي: افغانی پوستېن ٬٬ د شیک نارینه سړی، د یوه لرغونې مخکښ افغان سړي شخصیت لوړوالي٬٬ په کې لیدل کیږي. کوم چې له ګنډل شوي پسه پوستکي څخه جامې جوړې کړي او په کې ارام ګرځي. دا هغه افغان پوستین دی، چې نارینه افغانان د انارو پوستکو کې ځانګړي رنګ ورکوي، ښځېنه افغانې په ښکلو رنګونو کې ګلان پرې ګنډي او رنګه ګلدوزي پرې کوي. 
 
اروپایې او امریکا مشهورو کولتوري هنرمندانو افغاني پوستېنونه وغوستل
په شپېتمو او اوویایمو لسېزو کې اروپایې او امریکایې هیپیانو د افغاني پوستېن اغوستل پیل کړل. افغانی پوستېن په لومړۍ ځل بریتانیا ته د یوه هوښیار امریکایې سوداګر ښاغلی کریګ سمس لخوا صادر شول. کله چې ځوان امریکایې (Craig Sams) په افغانستان کې په سفر بوخت و، افغاني پوستېنونه یې لندن ته وارد کړل او د لندن ښار په فېشنې بوتیکونو او پلورنځیو کې پلورل پیل شول. 
امریکایي سوداګر کریګ سمس خپله افغاني پوستینونو پلورل د لندن ښار مشهورو بوتیکونو او پلورنځیو له لېارې لکه په (Granny Takes a Trip on King´s Road in Chelsea) کې پیل کړل. دا مهال د لندن مډرنو ګرانبیه بوتیکونو او پلورنځیو د افغاني پوستېنونو د پلور له لېارې خورا ډېرې پېسې وګټلې. د همدې افغاني جامو د نویو نوښتونو سره د انګلینډ پلازمېنه لندن ښار په نړې کې د غوره شویو کالیو موډ فېشن یو مهم نړېوال مرکز ګرځولي و. د نیویارک په منهټن سیمه کې هم افغاني پوستېنونه بازار ته د خرڅلو لپاره وړاندې شول.
د انګلینډ مشهورو سندرغاړو بیټلېز ډلې د بېټلز بېنټ غړو په یوه شانداره کولتوري موزیک محفل کې د افغانی جامو پوستېن سره په یوه ښکلې عالي سایز کې اغوستلي راښکاره شول. هغمهال په لومړی ځل په لندن ښار کې د ختیځ جامو کولتور د زیږون عصر پیلیدو خبر هم خپور شو. له دې نندارې ورسته د لیورپول پېنځه د فوټبال لوبډلې (Liverpool Five) او د هغه وخت نورو وتلو ستورو افغاني پوستینونه او واسکټونه اغوستل پیل کړل. همدارنګه د دغو پیژندل شویو ستورو مېنه والو او د ډیرو نورو ځوانانو لخوا د افغاني پوسټېن تقلید کیده او په ټوله اروپا کې ورځ تر بلې خلکو لخوا ډیر ستایل کیدل او اغوستل کیدل.
د بیټلز ګروپ مشر جان لینن د (Launch-Party for the album Sgt. Pepper´s Lonely Harth Club Band) د لونلي هارټس کلپ بانډ د لانچ په مراسمو کې یو ښکلي زېړ، سور ګل ګنډل شوی افغانۍ پوستین اغوستۍ و. 
نابغه ګیتاریسټ جیمي هینډریکس د لندن په کینسنګټن اولمپیا کې یو سور، نارنجي واسکټ افغانۍ پوسټین، کوم چې په شاهانه ښکلي انداز کې جوړ شوي و، د یوه ځلیدونکي ارغواني کمیس سره یو ځاې اغوستي و. 
بل انګرېزي موزیک ګروپ (The Kinks) د (آپه مین) ويډیو کې د کېنکانو ګروپ ټولو غړو افغاني پوستېنونه اغوستلي ول. انګرېزې امریکایې نړیوال موزیک راګ بېنټ ٬٬پېنګ فلويډ٬، سیډ بیث او پېټ ټاونشېنډ په منظم ډول په خپلو نړیوالو کنسرټونو کې په ستیج کې افغاني پوستین او افغاني واسکټونه اغوستل. د امریکایې کولډ بېنټ (The doors) سندرغاړي جیم موریسن تل په خپلو کنسرټونو کې افغانی سور، زرغون او په زرتور ګنډل شوي ډیزاین شوي واسکتونه اغوستل. انګرېز مشهور کولډ سندرغاړي ٬٬ ډیويډ بووي٬٬ افغانۍ پوسټېن د خپلې لومړۍ مېرمنې انګیلا بارنیټ سره د واده په ورځ اغوستي و. 
د بېټلز عالي نوښت د افغاني پوستین اغوستلو سره ډیرو نورو مشهورو هنرمندان، هنري، کولتوري او ټولنپوهه شخصیتونو د افغاني پوستین اغوستل هم پیل کړل. د اروپا ښارونه، بازارونه، ګرانبیه پلورنځي او د موډ فېشن صالونونه په افغاني رنګارنګ جامو، پوستینونو او واسکټونو باندې ډک او ښکلي شوي وو. 
افغاني پوستېن په خپله د بېټلز ګروپ د کولتوري امیج اغېز، د خپل موزیک بېنټ هویت په ورپیژندلو کې او د بېټلېز موزیک ډلې د موډ فیشن او سټایل یوه برخه وګرځیده او په اوویایمه لسېزه کې د بېټلېز دې نوښت په ډیرو اروپایې ځوانانو کې د ختیځ فرعي یا افغاني کولتور په خپلولو کې مهم ګام ګڼل کیږي. 
په 1967 کال کې د امریکایې عکاس فریډ جي مارون لخوا په افغانستان کې د موډ فېشن فوټو شوتېنګ له لېارې یو خورا مهم عکس اخیستلي دی. په دې انځور کې یوه فوټو موډله ښودل کیږي، چې یو سور ګلدوزي شوي پوستین اغوستي دی، په شالید کې یو افغان په اس سپور مالومېږي، د پسونو یوه ستره رمه هم لیدل کیږي او د کندوز ولایت ښکلي زرغونې غونډې په کې ښکاري. دغه انځور د افغاني پوستېن لپاره یوه خورا مهم اعلان و.
افغاني پوستېن یا افغاني کولتور په قطعي ‌ډول خپل ځان د هیپې کولتور، د اروپایې او امریکایې ځوانانو د نننې مډرن کولتور د موډ فېشن په پیژندلو او سټایل کې یو مهم کولتوري عنصر په توګه خپل ځاې تثبیت کړي دی. 
د اروپایې جامو اکثریت کارپوهان، د جامو تاریخ پوهان او ټولنپوهان د فېشن په دورانې طبیعت باندې باور لري او استدلال کوي، چې په ریښتېنې مانا سره هیڅ شي، په بشپړ ډول نوی نېشته او نه شتون لري. په حقیقت کې ډېرۍ جامې يا زړې جامې په نورو شرایطو، سټایلونو او موډونو کې بیا موډ کیږي، راڅرګندیږي او خلکو ته د نوی موډ په ډول تشریح کیږي. هره جامه یا کالې د خپل وخت یو محصول پیژندل کیږي، ځکه دا د کالیو اغوستونکي دي، چې جامې ته مانا او ټولنېز ارزښت ورکوي. 
 
اروپا کې د افغاني موډ فېشن مینه وال او د افغان کوټ بیرته راستنیدل 
د 1990 لسېزې په ورستیو کې او د 2000 لسېزې په لومړیو کې افغاني پوستېنونه بیا د اروپا په بازارونو او ګرانبیه پلورنځیو کې راڅرګند شول او بیا مشهورو سندرغاړو او د سینمایې فلمونو لوبغاړو لکه بریټنې سپیرز، صوفیا کوپولا، پاریس هیلټون او لوسي لیو په افغاني جامو او سټایلونو کې راڅرګندې شوې او افغاني ښکلي تاوده پوستېنونه اغوسټلي دي. 
دا د هغو شمېر فلمونو له امله وو، کوم چې وسمهال د شپېتمو او اوویایمو لسېزو اړوند مسایلو پورې جوړ شوي دي.
وسمهال دغه فلمونه د اروپا او امریکا په سینماګانو کې خلکو ته د نندارې او کتلو لپاره وړاندې شوي دي. لکه (Forrest Gump, Almost Famous, Girl, Interrupet) دا فلمونه د ډاېرکټر ٬٬کامرون کرو٬٬ لخوا جوړ شوي دي. دغه کولتوري فلمونه د اروپا او امریکا د کولتوري سټنې یا کولتوري بنسټونو حېثیت ترلاسه کړي دی. لکه څنګه چې د سینما ادا کارې کیټ هډسن لخوا د لوبول شوي کرکټر رول لوبوي. د دې فلمونو په ډیرو صحنو کې د فلم لوبغاړي افغاني پوستېنونه اغوستې دي. دغه فلمونه د افغاني اوټفیټ او افغاني جامو له امله دومره مشهور شوي‌ دي، چې خلکو دا فلمونو د افغاني کوټونو یا جامې په نامه پیژندلي دي. 
د 2000 کال په لومړۍ لسېزه کې د امریکې د پاپ موزیک ملکه مشهوره نوموتي ځوانه سندرغاړي بریټنې سپیرز په ډیرو محفلونو او انځورونو کې لیدل کیږي، چې افغاني پوسټین اغوستي دی. په هره غونډه او محفل کې په لسګونه د پاپراسي عکاسان انځورونه ترینه اخلي او د پاپ موسیقۍ ملکه په افغاني پوستېن کې لیدل کیږي. د زرګونو مینه والو لخوا په منځ کې محاصره شوي لیدل کیږي. یو کال دمخه د هالیووډ سینما وتلي هنرمنده انجینا جولي (Girl,Interrupet) په فلم کې افغاني پوستین اغوستي و. دا فلم یو کولتوري فلم دی، چې په کې انجینا جولي د فلم اصلي لوبغاړي په توګه د بلې امریکایې ادا کارې وینونا رایډر سره یو ځای د مېرمن ٬٬ لېزا رو٬٬ غمجنه کیسه انځوروي. 
ډېرو سینمایې او کولتوري هنرمندانو افغاني کوټ یا پوستېن هم په خپلو هنري کولتوري لمانځغونډو او رسمې مجالسو کې اغوستي او د یوه ځانګړي فېشنشو په توګه نندارې ته وړاندې کړي. همدا وجه ده، چې افغانی پوستېن ته د نړۍ مشهورو کالي جوړولو کمپنې او ډیزاېنرانو پام وراوښتې دی، کوم چې د افغاني پوستېنونه په بېلا بېلو ژمني کولکسیونو کې جوړوي، اروپایې بازارونو ته پيه ژمي کې وړاندې کوي او اروپایې او امریکایې ځوانان هم په ګرانبیه پېري. 
د 1960 مو او د 1970 لسېزو راهېسې افغاني پوستېن د راګ او پاپ موزیک وتلو ستورو او د هیپیانو د جامو څخه نیولي بیا تر مشهورو کولتوری شخصیتونو، د اروپا او امریکا اغېز لرونکو کسانو د محاصر موډ فېشن یوه مهمه برخه جوړه شوي. د افغاني پوستېن خپل جذابیت او جذاب رنګونه او خپلې طبعي ښکلا سره د خلکو لیوالتیاوې د اروپایې جامو موډ او سټایل یوه ځانګړي برخه ګرځیدلي. د بېلګې په توګه د راګ او پاپ موسیقۍ افسانوي نوموتي سندرغاړي بېټلز، نامتو ګېتارست جیمي هینډریکس، نابغه هنرمند ډیويډ بووي او پیاوړي سندغاړي رولینګ ستونز په څیر افسانوي نړیوالو هنرمندانو افغانۍ پوسټینونه په ستیج کې اغوستلي دي. د همدې مشهورو هنرمندانو افغاني پوستېنونه او افغاني واسکټونه په اروپا او ټوله نړۍ کې د افغاني کولتور په نامه د خپل ځانګړي سبک، سټایل او نړیوال موډ فېشن په نامه مشهوره کړي دي او د نړیوالو پام یې زموږ افغاني ښکلي کولتور ته وراړولي دی.
د دې ټولو مشهورو هنرمندانو او سندرغاړو د اغوستلو او نمایش ورسته د افغانی پوستېڼ تقاضا دومره زیاته شوه، چې د افغانستان په کوچنۍ سېمه چېرې چې افغاني کوټونه، واسکټونه او پوستېنونه جوړیدل او تولید کیدل، نور یې د مصرف کونکو غوښتنې او تقاضاوې نه شوې پوره کولي. خو بیا هم افغانانو په ډیره سختۍ سره د لویدیځوالو د تقاضا غوښتنې پوره کولې شوې.
په 1968 کال کې دیرش افغان کارګر چې تر ټولو لږ مزد ترلاسه کولو په بدل کې د پوستېن جوړولو په کار باندې وګومارل شول. 
په1970  کال کله چې تقاضا نه یوازې په اروپا او امریکا کې، بلکې په جاپان کې هم په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو شوه. یو بل شرکت 160 ګلدوزیان استخدام کړل، چې په ورځ یې له دیرشو څخه تر څلویښتو پورې پوستېنونه بشپړول. 
کله چې د افغاني پوستېنو تقاضا ډېره شوه، اروپایې بازارونو ته د ایران او ترکیې څخه ټېټ کیفیته تقلوبې پوستېنونه راغلل. دغو ټېټ کیفیته نویو پوستېنو یوه ستونزه درلوده، دغو پوستېنو سخت قوي بد بوی درلود، د بوي ستونزه د څرمنې پروسس، د ناسمې پاملرنې یا بې تجربګي له امله رامېځته کیده او د باران وریدو په صورت کې لا نوره ناوړه بوی کولو او د پوستېن کېفیت به هم زر ورسره خراب شو. دغه بد بوي ناشونې و، چې ورک شي، هیپیانو هڅه وکړه، چې د خپل پوستېن څرمن په تیلو او ځانګړو عطرونو باندې غوړ کړي. په دې وخت کې یو خوشبویه عطري تیل (Patchouli) په نامه بازار ته وړاندې شول، چې بیا ورسته د هغو خلکو یوه علامه یا نښان وګرځیدلو، چا چې په ٬٬ سوله او مېنه٬٬ باور درلود. 
وختونه تېږي او بدلېږي، سټایلونه، موډونه او فېشنونه هم بدلیږي. له همدې امله افغاني کوټونه او واسکتونه د اروپا په بازارونو کې ورو ورو ورک شول او په اروپا کې د افغاني پوستېنو محصولاتو بازار هم پیکه شو. 
 
اروپا کې د افغاني پوستېنو او واسکټونو موډ بیا پیل 
په 1960 لسېزه کې د هیپې غورځنګ بنسټ هم کېښودل شو. د هیپیانو تاریخ په هکله ما لیکوال تیر کال یوه بله مفصله لیکنه ٬٬ افغانستان د نړۍ هیپیانو جنت او کابل د هیپې ملنګانو مکه٬٬ په نامه لیکلي ده. افغاني پوستېن او واسکټ ځښټ ډیر د هیپیانو د خوښۍ او ذوق وړ ګرځیدلي وو. هیپیانو افغاني پوستېن او واسکټ د یوه فرعي ختیځ کولتور په توګه ومنل، دغو افغاني جامو د دوی ایدیالوجیکې فکري ځانګړنې ډېرې ښې تمثیلولي او جوتولي. ځکه افغاني پوستېن او واسکټ د هیپیانو او ځوانو لویډیځوالو د موډ فیشن یوه مهمه جامه وګرځیدله. 
د لندن، پاریس، برلین، نیویارک او سانفرانسیکو له سړکونو او کوڅو څخه بیا د ووډسټاک تر نړیوال فېستیوال پورې، اروپایانو او امریکایانو افغانی واسکټ، افغانی پوستېن او افغاني ملي رنګه رنګه جامې په دې مانا اغوستلي، چې دوی په کې بهر ته په سفرونو تللي پوه خلک مالومیدل، نړۍ لیدلي خلک مالومیدل، نړیواله تجربه لرونکي انسان په کې لیدل کیدل، د یو خلاص نړیوال ذهنیت لرونکی انسان په توګه او د یوه ازاد نړیوال لید لرونکي سیمبول په توګه افغاني جامې او پوستینونه اغوستل.  
له دې امله په 1960 او 1970 لسېزو کې د افغانستان هرات، کندهار، کابل او بامیان ښارونه د ډیرو لویدیځوالو هیپي مسافرو لپاره د لیدلو یو مهم منزل ګرځیدلي وه. د کابل نوی ښار د چرګانو یا د انتیک فروشي کوڅه د اروپایې سیلانیانو لپاره د لیدو کتو یو مهم او مشهور مرکز ګرځیدلي وه. دوی دلته د افغاني واسکټ، افغاني پوستېن او د افغاني کوچیانو جامې سربیره ډېر نور افغاني لرغوني شیان او لاسي صنایع په انتیک پلورنځیو کې پیرودل. ډیرو بهرنیانو او سیلانیانو د افغاني جامو له شهرت پیر او پلور څخه ښې ګټې ترلاسه کولي. دوی د همدې مخې لپاره کابل ته سفرونه کول، ترڅو چې څومره امکان لري، ډیر توکې واخلي او په خپلو هیوادونو کې بیرته وپلوري. 
په1967  کال کې د بېټلز ګروپ مشر جان لینن د لونلي هارتس کلب باند کې د خپل نوی البوم پرانېستغونډه کې په سرو ګلونو ګنډلی شوي زېړ افغاني پوستېن اغوستلي صالون ته راننوت. همدارنګه څلور واړو د بیټلز ډلې غړو د خپل فلم٬٬ جادویې اسرارو سفر)  (Magical Mystery Tourد خپل سندریز البوم پر پوښ باندې د افغاني پوستېنو سره خپل یو انځور لګولي و. له دې ورسته ښه په درځ کې د افغاني پوستېن موډ فېشن او سټایل په لندن او اروپا کې پیل او خپور شو، چې ډېر زر د بریتانیا او اروپا ټول ښارونو د افغاني پوستېن د موډ فېشن په سخته تبه کې اخته شول. 
له دې ورسته افغانۍ پوستېن د ډېرو د راګ او پاپ موزیک بانډونو، مشهورو موسیقیکارانو، سندرغاړو او همدارنګه د دوی مینه والو او فېن افغاني پوستېن د خپل ټولنېز بغاوت سیمبول په توګه ومنلو او د خپل موډ فیشن اظهارولو او د خپلې خوښۍ ښودلو لپاره کارول او اغوستل. انګریز پروفیسور ټیم بونیهادي لیکي: افغانان٬٬ افغانی پوستین٬٬ نن د ټاپ عصري کولتور یا د اروپا مډرن فېشن یو مترادف نوم دی. 
د تېرې پیرۍ په ورستې څنډه کې په نړۍ کۍ بیا بدلونه راغلل، په ډېرو هیوادونو کې جګړې پیل شوې، د ازادو سفرونو لارې بندې شوې، په اروپا کې د افغاني کوټونو، پوستینونو بازار او شور ماشور یقینا سوړ شو. په اروپایې بازارونو کې د افغاني پوستېن او افغاني واسکټ د کمښت په اړه شور ما شور او غوغا دې پورې هم اړه لري، ځکه په دې ورستیو کې د نړۍ له نورو برخو سره د افغانستان په اړیکو کې هم بدلون راغلي یا اړیکې بدلې شوې دي. 
خو د نوي پیړۍ په پیل کې بیا د افغاني جامو موډ فیشن په اروپا او امریکا کې د انترنیټ ویبياڼو، ټیک ټاک او د انسټګرام په پاڼو کې، په سینمایې فلمونو کې او د ځانګړو جامو په کلکسیوني مجلو کې اعلانونه د هر چا پام یې ځانته راوګرځولي دی. خو دا ځلې افغاني پوستین یوه نوي بڼه غوره کړي. د 90لسېزې او 2000 لسېزې راورسته لومړنېو سټایلونو او سبکونو کې افغانۍ پوستېنونه یقینا په ځانګړو بڼو، رنګونو او سټایلونو کې د مصنوي څرمنې او مصنوي وړیو څخه جوړیږي او بازار ته وړاندې کیږي. د پاپ موزیک وتلي ستوري لکه بریټنې سپیرز او پاریس هیلټن د ډېرو ځوانانو لپاره د نوي موډ او سټايل الهام بښونکي دي او افغاني پوستېن هر وخت د فېشنې مېنې لپاره او د هر چا لپاره یو اړین موډ ګرځیدلي دی. له دې سره افغاني پوستېن نه یوازې یوه نوي بڼه غوره کړي، بلکې نوی نوم هم پرې اېښودل شوي. په2000  کال کې د  (Almost Famous) فلم کې افغان کوټ ته د پیني لین کوټ نوم ورکړل شوې. 
 
لنډېز: 
د 1969 کال راهېسې د ټول هیواد دننه په پرتله د افغانستان څخه بهر ډېر افغاني پوستېنونه او واسکټونه اغوستل شوي دي. دا ځکه چې افغاني پوستېنونه د نړۍ د ډېرو ښکلو مډرنو کولتوري خلکو لپاره زړه راښکونکی جامې دي او د اروپایې امریکایې ځوانانو د موډ فېشن د یونېفورم یوه برخه ګرځیدلي دي. افغاني پوستېنونه ٬٬ افغانان٬٬ لکه څنګه چې ډېرې وختونه په دې نامه هم یادیږي، په یوه استثنایې ډول د اوږد مهاله لپاره په لویدیځ کې د موډ فېشن په ټرنډ باندې بدل شول. کله چې افغاني پوستېنونه په ټوله نړۍ کې خپاره شول. افغاني پوستېنو ټولې نړۍ ته د افغانستان په اړه یو ښه مثبت کولتوري مسیج وکړ. تر دې مخکې ډېرو لږو اروپایانو د افغانستان او افغانانو د کولتور په اړه په څه پوهیدل. 
د 1960 لسېزې تر ورستیو پورې افغاني پوستېنونه د ډیرو شتمنو، مشهورو شخصیتونو لخوا اغوستل کیدل، بیا ورسته نږدې تر یوې لسېزې پورې د اروپایې ځوانانو د ورځنې معیاري موډ جامې برخه وګرځیدل. افغاني رنګا رنګ پوستېنونه د هیپیانو لرغوني ځانګړو جامې وې او افغاني جامې یا پوستېنونه د لویدیځ کولتور ضد یو الترنتېف او د سولې سیمبول ګرځیدلي دي. د افغانستان د کولتوري اجناسو او د موډ فېشنې شیانو کې افغاني پوستینونه، افغاني واسکتونه، افغاني ملي جامې او افغاني ګڼد تر ټولو لوی صادرات ول. د اروپایې ډیزاینرانو لخوا د هیپیي لپاره نوی سټایلونه کاپي کیدل، کوم چې د ورېښمنو لارې په اږدو کې د اوږدو سفرونو لپاره لیواله وو. نږدې هر اروپایې ځوان یو ځلې ویلي، چې زه هم غواړم یو افغاني پوستېن واغوندم. 
اروپا او امریکا کې د افغاني پوستېن او واسکټ مجبویت او شهرت دلیل چې هرڅه وه وي به، خو افغاني پوستېن له هغې وخت راهېسې شتون لري، له کله نه چې انسان د ځان ګرمولو په اړه فکر کړي. پوستېن ګنډل د بشریت یو له لومړنیو مهمو هنرونو څخه ګڼل کیږي. افغاني پوستېنونه له هیپیانو څخه تر نړیوالو سندرغاړو، هنرمندانو او وتلو نامې ستورو پورې د هر چا لخوا اغوستل شوي دي او افغاني پوستېنونه نن ورځ هم مشهور دي. د دې دلیل په اسانۍ سره موندل کېداې شي. افغاني پوستېنونه ګرم او ارام دي او په ډېرو ښکلو رنګونو کې جوړیږي، د اروپا د سړې هوا لپاره ډیر مناسب کالي دي. لنډه دا چې افغاني پوستېن یو بډایه کولتوري مېراث تر شا لري. افغاني پوستېن هیڅکله په بشپړ ډول د لویدیځ له موډ فېشن او سټایل څخه نور نه وځي او د اروپا او امریکا د کالیو ډېزاینرانو له یاده هم نه دي وتللي او نه وځي.په 2022-23 کلونو کې افسانوي افغاني پوستېن د اروپایانو او امریکایانو د کال نوي موډ فېشن او سټایل و. 
زموږ لرغوني افغاني فېشنې کولتور افغانی پوستین زموږ د لاسي صنایع یو ورک شوي صنعت دی او له پامه غورځیدلي کولتوري هستي او نړۍ ده. هیله ده دغه افغاني صنعت بیرته افغانستان ته راوګرځول شي او په نړیوال استندردونو او معیاري فابریکو کې وده وړکړل شي.
پای