په اسلام کې توحید خپل ځای لری دټوکې او ګونګوسی خبره نه ده. دتوحید دعلم لپاره دقرآن کریم په قرائت سره امر دی او وحی. دانسان د پیدایښت ماده یاده شوې ده.دقرآن کریم قرائت حکم په لومړی اودریم کې اودرحمن په عبادت کولو سره امر اود توحید دثابتولو لپاره درې اسماءالحسنی رب الاکرم اودوه فعلیه صفات ذکر شوی دی.
په لومړی سرکې دقرآن لوستلو حکم دی چې ورسره ادب هم ذکر دی. اود هغه علت یې دفقرې په ډول د«خلق» ذکر کړې بیایې په دوم ځل دقرآن قرائت اوعلت یې الاکرم صفت اودقلم تعلیم کمال ذکر کړی دی.
له هغه وروسته یې بیا تکذیب کوونکی ته زجر او دهغو دپېژندنې صفتونه یاد کړی دی . دقرآن داعی ته تسلی دی په څلورو صفتونو سره تر څوارلسم پورې. ً
بیاتکذیب ته اخروی تخویف اودقرآن کریم تلاوت کوومکی ته په یوه نهی او دوه امرونو سره ترغیب دی.
۱-۵ پورې آیتونه دقرآن کریم لومړنۍ وحی ده .چې دحرا په غار کې پر رسول اکرم ص نازله شوې ده! سبحان الله.
له دې ثبوت څخه معلومیږی چې دتعلیم او تربیې لومړیتوب څومره لوړ ارزښت لری. دا لومړنی پیغام دې چې په څومره معنوی مراتبو دانسان زدهکړو لپاره پرانیزی . په واقعیت کې پر نبی ص باندې دقرآن قرائت کول یوه طرحه ، پیام او الهام لری . او ددې تبلیغ کول ، مبادی اومفاهېم تبلیغ د باسم ربک په کلیمې سره پیل دقرآن لوی او بنسټیزه تبلیغ دی .
دانسان مسئولیت دواړو برخو کې علم بالقلم اوعلم په بیان کې مشهود دی .
پایله: دولت یا نظام یا هرسیستم چې په عالم ناپوهی کې څنګه دتعلیم اوتربیې مخه نیولو فتوا ورکوی اویا ورته لاره هواروی او پلمې کوی چې دازموږ کورنۍ کنځل کول دی ڼړۍ دمداخلې حق نه لری . زموږ ټولنه چې ۹۹ سلنه مسلمان دی څو فیصده قرآن کریم له مخې لوستی شی؟
راځی حقیقت ووایی ما نا ، تفسیر، صرف ونحو ، دقرآن د کلماتو ترکیب او جوړښت د شپږم ټولګی په کچه پوهه لری . په میلیاردونو او تریلیونو دالرې کته اوپورته شوې یودالر هم دقرآن په لاره کې چا دزدهکړو په خاطر ولګولې؟
اسلامی ویل خو ډیر اسانه دی خو اسلامی حرمت، کرامت، عدالت ، انصاف او مساوات خو دقرآن لاره ده نه دملا انحصاری ابزار . نیمه پېړۍ دله تعلیم او تربیه دکړکیچونو، بې ثباتۍ ، بی کیفتی او ناوړه لانجو سره مخ شو چې نور یې لا هم مخه نیسو ! بی انصافی خو هم حد لری. تعلم ثم تکلم !
د الهی له قهره ووېرېږی ! داد یتیمانو، شهیدانو، کونډو ، ګوډو او معلولو کسانو ګډ کور دی . دلته اختلاف، تبعیض ، کرکه او نفرت ځای نه لری دلا معراج ته ځیر شی ! او نور دتعلیم دروازې دخلکو په مخ خلاصې کړی .
موږ هغه وخت دامنیت خبره کولی شو چې یو مسلمان دبل مسلمان لپاره تلاشی نه شی، ونه وژل شی او ددې جعلی القابو لړۍ پای ته ورسیږی .
الله دحقې لارې ساتونکی دی .
پای