«و» په پښتولیکنه کي دوه ډوله دی. که «و» د تورو په سرکي یا جلا راسي یو بېږغه(Consonant) توری دی. که دتورو په منځ یا په پای کي راسي ږغلرونکی (Vowel) توری دی.
«و» د«او» د توري چي تړتوری حرف ربط(Conjuction)دی؛ لنډیزئې دی.دساري په توګه: (زه اوته ملګریو.) لنډیز ئې: (زه وته ملګري یو.)
«و» که جلا په ویینه(جمله) کي راځي ټوټکی (Particle) دی. لکه: (ده وما ته وویل.) په پاړسي کي وایي: (او برایم گفت.) دغه «و» د «برای» مانا لري ټوټکی دی.
«و» په ویینه کي چي پرلپسې ستایني، یا نومان راسي «و» دهغو په منځ کي راځي چي تړونکی یاني قید (Adverb) دی. لکه: ( ته و انور واکبر او واحمد ته و وایه!)
په پاړسي کي داسي وایي: (توبه انور به اکبر وبه احمد بگو!) دلته «و» د «به» مانا ورکوي.
«و» د مختړي(Prefix) په توګه د کړنو یاني افعالو(Verbs) سره راځي. لکه: (ډوډې خورم درځم. ډوډې وخورم درځم.) دلته (ډوډې وخورم) په ږغ پوري اړه لري. که ساده وویل سي، چي (ډوډې وخورم درځم.) په راتلونکي مهال کي (ډوډې خورم درځم.) که فشارپروخورم باندي راسي پوښتنه ده یاني اجازه ده، چي ډوډې وخورم بیا درځم.)
«و» د متعدي کړنویاني متعدي افعالو(Transitive Verbs) سره راځي د امر صېغه(Imperativ) جوړه وي. لکه: وخوره! ــ ولاړسه! ــ واخله! ــ وکه! ــ وچیښه! اونور.
«و» د «ول والا» کړنځي مصدرونه(Infinitive) جوړه وي. لکه: ول ــ کول ــ سول ــ شول ــ تاوول ــ چول ــ بېول ــ نیول ښوول اونور. بېله «ول» کړنځي نه نورټوله مصدرونه متعدي(Transitive)دي.
«و» دلازمي کړنځیو یاني لازمي مصدرو(Intransitive Verbs) څخه متعدي کړنځی جوړه وي. لکه: دخندل نه خندول ــ د ژړل نه ژړول ــ د ټوخل نه ټوخول ــ دغپل نه غپول او دغسي نور.
«و» د ږغتوري (Vowel) له مخه پر څلور ډوله دی. که «و» په منځ کي او یا په پای کي د ویکي راسي ږغ توری دی. او بېله دېنه بېږغه توری (Consonant) دی.
لومړی: څرګند،معروف او یا لنډ «و» د دغه «و» د مخ توری ئې دروند پېښ لري نو دغه «و» لنډ او دروند ویل کیږي. د ګړی یاکلمې په منځ یا په پای کي راځي. په پای کي دګړو لکه: چاکو، آلو، تالو، تارو، آلوبالو، وو، خورو، باړخو، کندو. په منځ کي دتورو لکه: لور(ښځینه اولاد)، سور،ګور، پور(الوتل).
دوېم: ناڅرګند، مجهول او یا اوږد «و» د دغه «و» دمخ توری ئې اوږد کمواکی پېښ لري او اوږد ویل کیږي. د ګړو په منځ یا پای کي راځي. لکه په منځ کي د تورو: بُور، کور، زور، مور، خور، لور «د رېبولوآله» ووړ، زوړ، تول، ورور، پُور. په پای کي د تورو لکه زانګو، ښارو، بیزو، شادو، وړو(کمکیان)، ودو(د واده جمع).
درېم: نرم یا ملین «و» چي دمخ توری ئې په زور سره وویل سي او نرم اداسي ملین یا نرم «و» دی. دغه «و» په منځ او په پای کي د تورو راځي. د تورو په پای کي لکه: پلو، چلو، لو، کنډو، او، پلو «خوا» ګرو، په منځ کي لکه: بورا، تورات، زورول،ډول(رقم).
څلرم: وړوکی «و» چي د مخ توری ئې سپک او لنډ پېښ ولري په پای او منځ کي د تورو راځي. لکه: په منځ کي د تورو: لومړی، په پای کي د تورو لکه: تاسو، مو«دوازګو غوړي»او«مو» نومځی ضمیر(Pronoun) دی د جمع خبريکونکي کس یاني متکلم (1 Person). لکه: قلمان مو واخستل. د ضمیرفاعلي حالت(Nomenativ)دی. اکرم مو راولي. مفعولي حالت(Dativobjekt) دی. قلمان مو اکرم واخستل. اضافي حالت(Genitiv) دی. یاني «و» دپښتوپه ادبیاتو او لیکنه کي خپل اوچت رول لري.
کتل سوي کتابونه: د محمدسرور وکیلي ژبښود
د محمد ولي اڅکزي پښتوــ الماني قاموس د پوهاندصدیق الله (رښتین) ګرامر جزء اول ویکیپېدیا