د پریښتو او ناسا انډېوالي!
شیطان چې د زړو روایاتو له مخې په ځمکه کې شر او فساد خپروي، غواړي کله ناکله اسمان ته وخېژي او هلته هم فساد خپور کړي؛ خو پریښتې يي په اسمانونو کې فساد ته نه پرېږدي، په شهاب ثاقب (میټو رایټ) يي ولې او تر نیمايي لارې يي بیرته ځمکې ته راستنوي.
بلخوا د ناسا هوايي بېړۍ په وړاندې چې امریکايي شیطان يي مریخ ته چلوي او د همغه زړو روایاتو له مخې مریخ هم په پنځم اسمان کې موقعیت لري، د اسمان پریښتې چوپ پاتېږي او په شهاب ثاقب يي نه په نښه کوي.
د پریښتو دا دوه ګونی چلند چې د ځمکې پر سر د شیطان د شر او فساد په وړاندې چوپ او اسمان کې مخالف دي او بلخوا د ولسونو په جنګولو او شرارت کې د لوی شیطان امریکا په وړاندې هم غوږ نه ګروي، خلک دې شک کې اچوي چې پریښتي نه یوازې په اسمان کې د امریکايي ناسا سره انډیوالي پالي، بلکې د ځمکې پر سر هم د امریکا سره ملګرې دي!
د ۲۰۲۴ کال د نومبر لومړۍ
سرلوڅ مرادزی
01.11.2024
- عبدلواحد تابع
نړېوال زده کړې کوي چې خپل ولس او هېواد په پښو ودروي او د سیالانو جوګه یې وګرځوي. مونږ زده کړې کوو تر څو واک ته پرې ورسېږو او ترېنه غلطه ګټه د ځان لپاره تر لاسه کړو. د نړې ننی پرمختګ د لوستو او زیارکښوو وګړو پر مټ یې رامنځ ته شوی. خو زمونږ د لوستو کوښښ دا دی چې خپل هېوادوال ویده وساتي او د خپلو ګټو لپاره ترېنه قرباني ترلاسه کړي.مونږ په لنډ وخت کې د دین،ژبې،قوم،سمت،مذهب،تنظیم او حزب په نوم وژل کېږو،ورکېږو او ریټل کېږو. نن سبا یو ځل بیا همدا بدرنګه او بې همته لوستي زمونږ د قوم په...
03.11.2024
- نصیراحمد څپاند
د بریکس هیوادونو د مشرانو شپاړسمه ناسته د اکتوبر له ۲۲ څخه تر ۲۴ پورې په کازان کې ترسره شوه.
دا د بریکس ډلې لومړۍ ناسته وه چې د دې پراختیا وروسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د بریکس ډلې رول د ناغربي نړۍ د ګټو د اصلي ویاند او د څو قطبي نړیوال نظم د جوړولو د اصلي وسیلې په توګه تثبیت شو.
د کازان د ناستې د ګډې اعلامیې – وروستۍ سند اصلي موضوع د لویدیځ اوسني نړیوال نظم ځای نیولو لپاره یو عادلانه بدیل نظم جوړول، د څو قطبي نړۍ ملاتړ، د عادلانه نړیوال نظم لپاره غږ پورته کول، او د ناغربي...