نړېوال زده کړې کوي چې خپل ولس او هېواد په پښو ودروي او د سیالانو جوګه یې وګرځوي.
مونږ زده کړې کوو تر څو واک ته پرې ورسېږو او ترېنه غلطه ګټه د ځان لپاره تر لاسه کړو.
د نړې ننی پرمختګ د لوستو او زیارکښوو وګړو پر مټ یې رامنځ ته شوی.
خو زمونږ د لوستو کوښښ دا دی چې خپل هېوادوال ویده وساتي او د خپلو ګټو لپاره ترېنه قرباني ترلاسه کړي.مونږ په لنډ وخت کې د دین،ژبې،قوم،سمت،مذهب،تنظیم او حزب په نوم وژل کېږو،ورکېږو او ریټل کېږو.
نن سبا یو ځل بیا همدا بدرنګه او بې همته لوستي زمونږ د قوم په منځ کې د غلجي او دراني او په غلحیو او درانیو کې بیا د وړو،وړو قومونو په نوم سره یو بل ته سپکې سپورې کوي او د ځان د ګټې لپاره کرکه خپروي.دوی دي چې له ملت څخه کله کافر او کله مسلمان جوړ کړي.دوی دي چې د افراطیت ،کمونیزم او ورته نسخو لپاره خپل خلک کاروي.دوی دي چې ولس یې د خپلو پوچو او درواغجنو لکچرونو سره خطا کړی او د سیالدارې لاره یې ترېنه ورکه کړی.زمونږ لوستي د دین،قوم او خاورې دښمنان دي.دوی دي چې د پردیو استحباراتو لپاره یې ملت ګروګان نیولی او روانه کرکه یې تازه ساتلې ده.دوی دي جې نن سبا له تکنالوحۍ څخه غلطه ګټه پورته کوي او ورځ تر بلې خپل خلک د تیارو کندې ته ورټېل وهي.همدوی په کرتو،کرتو او کلونو په بېلابېلو نومونو واکمن شول او خلک یې د تېر په شان ویده وساتل.دوی دي چې نه غواړي ولس ویښ او د سیالانو جوګه شي.
دوی دي چې په ډېرو وړو،وړو خبرو خلک تېر باسي او مخه یې ورته ډب کړې تر څو پرمختګ ونکړي.دوی دي چې هره نسخه د حکومتولې یې دلته په خپلو خلکو وکاروله او د هرې نسخې د ناکامې لپاره دوی ګام اوچت کړی.
د نړې هوښیار او ویښ لوستي له هرې لحظې او له هر ډول فرصت څخه د خپل ولس لپاره ګام اوچتوي او لاس په کار وي.دوی د زمانې سره خپل ولس چمتو کوي تر څو د سیالانو له قطاره پاتې نشي.
زمونږ لوستي کوښښ یې دا ده تر څو یواځې د ځان د ساتنې لپاره هره دروازه وټکوي او د خپل ژوندانه لاره پکې پیدا کړي.
زمونږ لوستو د ځان د بساېنې لپاره ژوندي خلک تر خاورو لاندې کړل،څوک یې ژوندي په دریابونو کې په بېلابېلو نومونو تورن او ورک کړل،د دین په نوم یې له خپلو خلکو سرونه غوڅ کړل،په بمونو یې ژوندي کېنول او له منځه یې یوړړل،په کوردننه او دباندې تر ګونتانامو یې خپل خلک په زندانونو کې زنداني کړل،د پردو لپاره یې خپل خلک او خپل کلي بمبار کړل،د خپلو خلکو د له منځه وړلو لپاره یې تر ځان وژنې پورې غاړه کېښودله.
همدوی هره د واکمنې نسخه راوړله خو هېڅ کله یې خپلو خلکو ته پکې د ژوندانه چاپېریال برابر نشوی کړلی.
اوس بیا همدا ناکامه،پوچ سری،پوک،خود خواه،دروغجن،بې ګانه پروره،پرځان مین او د واک دلالان بیاځلې غواړي له روان ناورین څخه په ګټې اخیستنې سره کرکه لا ډېره کړي او نوی باب یې د قومونو د سپکولو په نوم سره پیل کړی.دوی له ټولنیزو رسنیو ناوړه ګټه پورته کوي او د شنونکو او څېړونکو تر نامه لاندې غواړي خلک د تباهې کندې ته ورټېل وهي.
(که چېرته تاسو پوه وی او لیاقت د حکومت ولې مو درلودلی تاسو به د خپلو خلکو منځ کې ژوند کاوه او خلکو به تاسو سره مینه او زړه سوی درلودلی.خلک له تاسو څخه کرکه لري او تاسو یې پر ژوند لوبې کړي.که چېرته په رېښتیا سره خپلو خلکو او خاورې ته ژمن یاست نو د ورورولې او یووالي لپاره یې مټې بډ وهې .
دا کرکه او وېره چې تاسو یې خپروې دا به خلک له ورکې سره مخ کړي.)
رب د مونږ ته هدایت وکړي،مونږ د ځمکې پر سر ناکامه ولس یو.