ګناهګار شیطان او بېګنا انسان!
شیطان کوم فزیکي موجود نه دی او نه څوک ادعا کولای شي چې هغه يي په سترګو لېدلی.
د بېلا بېلو ادیانو، کلتورونو، لیکلو او نالیکلو روایاتو لارویان هڅه کوي خپلې ټولې نیمګوړتیاوې، خطاوې، ناپوهۍ او ګناوې، پر دغه بې خولې او نالېدلي موجود وروغورځوي.
انسانانو د خپلو عیبونو او خطاوو د پټولو لپاره شیطان هست کړی. هیڅوک دا پوښتنه نه کوي چې شیطان چیرته او چا لېدلی، خو پخپل لاس د بدو کارونو په وخت د هغه نوم اخلي او خپله کړې ګنا د هغه پر غاړه وراچوي!
د یوه ناموجود په ترټنه، په حقیقت کې بشریت ځان تر ناموجوده(شیطان) ټيټوي او په داسې چلند د دې پرځای چې شیطان سپک وځلوي، هغه لا درنوي!
مرادزی
29.10.2024
- میرویس شینواری
په 5 د نومبر 2024 ( اووه ورځی ) وروسته د امریکا د ریاست جمهوری انتخابات دي چه ټرمپ او کمالا هریس یی نوماندان دي ، زما ددی وړوکی ذهن او تحلیل له مخی دا د امریکا د تاریخ تر ټولو خطرناک انتخابات دی ان تر دی چه په امریکا کی د کورنی جګړی ( خانه جنګی ) امکانات شته ، امریکا نن سبا ډیره ویشلی ده ټرمپ چه د 2020 انتخابات یی جعلی ګڼل او تراوسه پخپلی خبری ولاړ دی که چیرته دا ځل انتخابات وبائیلی د نتایجو منلو ته اماده نه دی او په وار وار یی ویلي چه زه د ټاکنو ګټوونکی یم او په هغه صورت کی به یی بائیلوونکی...
29.10.2024
- نور محمد غفوری
(لومړۍ برخه)
د لیکنو ددې سلسلې په پیل کې (د نړیوال نظم او افغانستان) تر سرلیک لاندې مقاله کې مو دا ذکر کړل چې نړیوال نظم درې رُکنه (ستونه) لري. یو یې د نړیوال نظم اخلاقي، ټولنیز او حقوقي بنسټونه (چوکاټونه)؛ بل یې سازماني بنسټونه او دریم یې په نړیوال ډګر کې د قوې (زور) بیلانس دی. ددې نظم د لومړي رکن په اړه مو په تیرو وروستیو دریو لیکنو کې د هغو د قاعدو، اصولو او نارمونو په اړه په کافي اندازه رڼاواچوله، بیلګې مو یې ذکر کړې او په ورته والي او بیلوالی مو یې خبرې وکړې. په دې برخه کې به د ن...