په 5 د نومبر 2024 ( اووه ورځی ) وروسته د امریکا د ریاست جمهوری انتخابات دي چه ټرمپ او کمالا هریس یی نوماندان دي ، زما ددی وړوکی ذهن او تحلیل له مخی دا د امریکا د تاریخ تر ټولو خطرناک انتخابات دی ان تر دی چه په امریکا کی د کورنی جګړی ( خانه جنګی ) امکانات شته ، امریکا نن سبا ډیره ویشلی ده ټرمپ چه د 2020 انتخابات یی جعلی ګڼل او تراوسه پخپلی خبری ولاړ دی که چیرته دا ځل انتخابات وبائیلی د نتایجو منلو ته اماده نه دی او په وار وار یی ویلي چه زه د ټاکنو ګټوونکی یم او په هغه صورت کی به یی بائیلوونکی یم چه زما سره دهوکه او درغلي وشي
د ټرمپ ډله چه اکثریت یی سپین پوستي نژاد پرست امریکایان دي د کمالا هریس چه تور پوستی ده ( مور یی د هندوستان وه او پلار یی تور پوستی د شمالي امریکا په کربین سمندرګی کی د غرب الهند یا ویسټ انډیز د جمیکا له جزیري نه وو ) د ریاست جمهوری منلو ته تیار نه دي او حتی په وسلو سمبالی بی شمیره د ملیشو ګروپونه لري چه کیدای شی د ټرمپ د ټاکنو د بائیللو په صورت کی ورانکاری او د تشدد لاره ونیسی لکه د 2020 په ټاکنو کی نتایج نه منل او د ګانګرس په ودانی یی برید وکړ
د امریکا په قانون کی هر کس کولای شي چه وسله ولري نو د امریکا په 360 میلیونه نفوس کی ټول وسله لري او که ټول نه وي نو 300 میلیونه نفوس یی خامخا لري ددومره ډیری وسلی شتون د احتمالي ګډوډی په صورت کی د یو بل په ضد په پراخه پیمانه استعمالیدی شی