د «ول» کړنځی یامصدرد دنیا په ټولوژبوکي یوځانګړی ځای لري اودغسي هم په پښتوژبه کي خپل ځانګړی ځای لري.
د «ول» کړنځی یامصدر یوعام ربطې، مرستندویي،لازمي او قوي بې قاعدې مصدر دی.
عام ربطي په دې مانا دی، چي کړنه(عمل) یا یوکارنه ښه يي. بلکي شتون یاني موجودیت دکس یاد شي ښه يي. لکه: ګل ښایسته دی. ګل مسندالیه، ښایسته مسند اودی ئې اړیکه یا ربط دئ. دلته په ویینه کي کوم عمل يا کارنه لېده کیږي.
مرستندویي کړنځی په دې مانا، چي دټولو خاصو کړنځیو په نږدې تېرمهال(ماضي قریب) او لیري تېرمهال (ماضي بعید)کي راځي اوپه اوړون(ګردان)کي ئې صیغې جوړه وي. لکه: «خوړل»دکړنځي تېرمهالونه. دساري په توګه: (ما خټکی خوړلی دی.) نږدې تېرمهال مفعول ئې مفرد نرینه دی. (ماخټکي خوړلي دي.) مفعول ئې جمع نرینه دی. لیري تېرمهال: (ماخټکی خوړلی وو.) مفعول ئې مفرد نرینه دی. (ماخټکي خوړلي وه.)مفعول ئې نرینه جمع دی. اوس ئې چي مفعول ښځینه وي ګورو. (ماهندوانه خوړلې ده.) مفعول ئې مفرد ښځینه دی. (ماهندوانې خوړلي دي.)مفعول ئې ښځینه جمع دي. لیرې تېرمهال: (ماهندوانه خوړلې وه.)مفعول ښځینه مفرد دی. (ماهندوانې خوړلي وې.)مفعول ئې ښځینه جمع دی.
په ټولو خاصو کړنځیو«مصدرونو» د نږدې اولیري تېرمهال په اوړون کي د «ول» مرستندویي مصدردغسي لکه پورته چي وښوول سو راځي.
لازمي مصدر په دې مانا دی، چي پخپل اوړون «ګردان» کي مفعول نه لري. لکه: (زه یم .) لومړی خوپه ویینه«جمله» کي کوم عمل نه لیده کیږي. یوازي شتون یاني موجودیت ښه يي. اومفعول هم نه لري.
قوي اوبې قاعدې په دې مانا چي په اوړون«ګردان» کي ئې «ول» دمصدرریښه نه ښکاري.
اوس ئې اوړون یاني «ګردان»(Cojugation) په مهال کي د درو کسو ګورو!
اوسمهال«حال» تېرمهال«ماضي» مستقبل
زه یم موږ یو زه وم موږوو زه به یم موږ به یو
ته ئې تاسویاست ته وې تاسوواست ته به ئې تاسوبه یاست دی یي «دئ» دوی یي «دي» دی وو دوی وه دی یا دا به یي دوی به یي دا یي «ده» دا وه دوېم راتلونکی مهال یا دوېم «مستقبل» زه به وم موږ به وو ته به وې تاسو به واست دی به وو دوی به وه دا به وه
شرطي صېغې شرطي راتلونکی مهال یاشرطي «مستقبل»
زه وای موږ وای زه به وای موږ به وای
ته وای تاسو وای ته به وای تاسو به وای دی وای دوی وای دی به وای دوی به وای
د «که» وییکه یاګړه تړتوری «حرف ربط» یا
« Cojunction» دی، چي د پاړسي«اگر» مانا ورکوي. په وییني کي چي راسي شرطي ګړي جوړه وي. لکه: که زه وای ــ که ته وای ــ که دی یا دا وای اوجمعه ئې. که زه وم ــ که ته وې ــ که دی وو ــ او دا وه اوجمعه ئې.
دساري په توګه: که زه وم له ده سره به مرسته وکم. که ته وې زه به هم راسم. او دغسي نور. په پورته «اوړون» کي د«ول»کړنځي ریښه نه ښکاري اوکوم کاراوکړنه هم نه ښه يي. څلورسره نومځي «ضمیرونه» لومړی کس خبري کونکی«متکلم» «زه»ـــ دوېم کس اورېدونکی «مخاطب» «ته»ــ درېم کس ناسوب«غائب» نرینه اوښځینه ټوله شتون یاموجودیت ښه يي. یاني که پوښتنه کیږي: څوک ئې؟ ځواب: زه یم! شتون ښه يي. که پوښتنه وسي؛ چي چیري ئې؟ ځواب: په کورکي یم! شتون ښه یي. که پوښتنه وسي، چي څه کاره يي؟ ځواب: زه ښوونکی یم! دلته اړیکه یارابطه ښه یي. «زه» مسندالیه او ښوونکی مسند او«یم» رابطه ده. یاني د«زه»نومځي ته د «ښوونکي»سره ارتباط ورکوي.
«دئ» نرینه اړیکه او «ده» ښځینه او«دي» د دواړوجمع اړیکي دي. دا اړیکي تل په اوسمهال «حال» کي راځي. بولګه ګورو: (احمد کورکي دئ.) احمد نرینه نوم مسندالیه او کورنرینه نوم مسند او دئ نرینه مفرد رابطه ده چي کورله احمد سره ارتباط په اوسمهال کي ورکوي. بله بولګه: (هندوانه خوږه ده.) هندوانه ښځینه نوم مسندالیه او خوږه تړستاینه«صفت قیدي» او«ده» ښځینه مفرد رابطه ده چي خوږه د هندواني سره په اوسمهال کي ارتباط ورکوي. (دوی ښوونکي دي.) دوی جمع نرینه نومځی مسندالیه او ښوونکي جمع نرینه نوم مسند او«دي»نرینه جمع رابطه ده چي ښوونکي د نومځي سره په اوسمهال کي ارتباط ورکوي.
«یي» او«دئ» دواړه ربطي حالت دغایب ضمیرپه اوسمهال کي ښه یي؛ خوتوپیرئې دا دی: «دئ» په یقیني ثابت اوسمهال کي راځي او «یي» په یوڅه شکي اوسمهال کي راځي.
لکه چي ووایو: (دی چیري دئ؟) ځواب: دی په کورکي «دئ». (دکوررابطه دضمیره سره ښه یي.) دی چیري «یي»؟ ځواب: (دی په کورکي «یي».) په ویینه کي څه شک سته. درابطي ډول يي ددواړو ویینویوشی دي. که پوښتنه وسي: (احمد به په کورکي يي؟) ځواب ممکن؛ دی به په کور کي يي. که پوښتنه وسي: (احمد کوردئ؟) ځواب: هو! یا نه! خو په هرصورت سره مطلق شتون یا نه شتون ښه یي.
د «و» او «وو» توپیر باید وسي! که ولیکل سي: (هغه سړی څوک و؟) ناسمه لیکنه ده؛ ولي چي په اوړونکي کي «و» نه لیدل کیږي؛ بلکي «وو» لیدل کیږي. یاني که و وایو (هغه سړی څوک وو؟) سمه لیکنه ده.
په ویینه کي یوازي د «و» لیکنه دوې مانا وي لري. یو وار «و» لنډیز دی د «او»چي تړتوری یاني حرف ربط (Cojunction) دی که دساري په توګه وه وایو: (زه او ته ملګري یو.) او لنډیز ئې: (زه وته ملګري یو.)راځي.
او بل «و» په تنهایي سره په ویینه کي ټوټکی «ادوات» «Particle» دی. که وه وایو: (ته و ماته وه وایه!) دلته «و» ټوټکی دی. په پاړسي کي داسي وایي! (تو به من بگو.) یاني «و» په پاړسي کي «به» ته وایي.
«و» په سرکي د وییکي که راسي بې ږغه توری (Cosonant) دئ. که په منځ او پای کي دګړي راسي ږغ توری(Vowel) دئ.
په پښتو ژبه کي «و» ږغ توری پر څلور ډوله دی. لکه: لنډ «و» ــ اوږد «و» ــ نرم «و» ــ وړوکی «و». دلته د «و» یاد ونه وسوه خو بولګي ئې په بله لیکنه کي به راسي.
دپښتو ژبښود ډېر پراخه او پېچلې پښویه لري ځکه نو ډېر ځیر اوادبي پوهاوی غواړي.
کتل سوي کتابونه: پښتوگرامر جزء اول مؤلف پوهاند صدیق الله«رښتین» دستور زبان فارسی (پنج استاد) پښتوالماني قاموس احمد ولي اڅکزی
ویکیپېدیا