پوښتنه داده چې موږ ولې له امریکایانو سره دماشومانو قطریانو چې دامریکا خپلوان دی مذاکرات ، دسولې په نوم خبرې اترې کولی شوې خو له همدې اماتورو ، فاسدو ، لوټمارو ، خودخواهو رهزنو او غلوسره مو سوله روغه او جوړه ونه شوی کړای ! امریکایان دموږ په ګټه ول او که همدا خپل بنجاره مو چې لارې ته سم شوی وای .
افغانستان زموږ ګډ کور وه کله چې په کور کې یو څوک بی حیاکیږی نو لازمه ده چې له کوره وشړل شی؟ له امریکا سره موږ هيڅ مشترکات نه لرل. په دې هم پو هیږو چې همدغه قشر باندې یې وځغلو لو، ووژلو ، مړه کړو او له تباهیو سره یې مخامخ کړو . دتلویزیون میلمانه سترې لافې وهی له افغان انترنشنال TV څخه نیولې. بیاتر ډیرخاشره پروګرام په اټکل له ګېډې ګړیږی
ملت سازی هنر او پوهه غواړی!
موږًکه دانه منو ستونزه له همدې ځایه راپیل کیږی په سیاسی علومو کې او جامعه شناسی کې داخبره روښانه ده او هیڅ ډول پلمه نه منی.
لومړنی هنر له خپل نفس سره مبارزه اوشخړه کول او له شخصی ګټو تېرېدل دی . یوانسان با ید په سوله ، عدالت ، مساوات ، انسانی کرامت باور ولری په ځانګړې توګه مسلمان .
موږ یې په خپله کرو او هم یې رېبو . زموږ کورنی بن بستونه دوه برابره ددېپلوماسی له منا فقت څخه لوړ دی ځکه چې افغانان دتاریخ په اوږدو کې مسئول پذیر خلک نه دی . هرڅومره خرابی چې وکړی بیا یې په ځان نه راوړی . ډیر منفی ګرا ، سرتمبه ، شاته پاتې او له جهان بې خبر ولس دی. زور ، زر، اوزمکه باندې مین ولس . زن هم د ې جمله کې راځی په نکاح کولو کې نصاب نه لری خو له تعلیمه اوکار یې باسو اوزن ستیزی یوې داسې څپې ته راولو چې حتی غږ یې هم عورت بولو.
زه نه پوهیږم مسلمان ولې دروغ وایی مګر الله یې نه وینی انصاف مو روزی شه ! که موږ هر عمل درښتیا په ډګر جدی ونیسو فکر نه کوم چې مېږی به هم له سولې بې برخې شی!
دافغانستان زعامت، برخلیک، قلمرو او ثبات څو برابره دملا شاهی ډوله نظام چې کلک نښتی دی لوړ دی ملا یان باید دې نزاکت ته جدی پاملرنه وکړی.
دافغانستان بهرنی سیاست دبهرنیو لوبغاړوًترمنځ په یوه خلاکې موقعیت لری دغه موقعیت د طالبانو ناچیزه پراګماتیزم تر پوښتنې لاندې راولی. طالبان بې له تجربې ، پوهاوی، حکومتولی او خدماتو عرضه کولو ولس ته مثبت پیغام نشی راوړی. بله مهمه موضوع داده چې اسلام دانحصار او زور سره ملګرتیا نه کوی خلک سولې او اخوت ته رابلی.
پای