د خطبې عنوان دی ( ظلم هیڅکله پایدار نه شي پاتې کیدای!)
ژباړن: متقاعد ډاکټر حمید الله زړور ساپی

محترمو مسلمانانو!لوی رب مو فرمایی:
(خبردار!داسې مه ګڼئ چې الله ج. د ظالمینو له احواله خبر نه دی!
الله ج.، هغوی هغه ورځې ته ځڼډوي چې په هغې کښې له ډار او یرې نه،سترګې ټېغې بیرون ته راوځي )ابراهیم /۴۲
یو مبارک حدیث کی پیغمبر ص فرمایلي:
"" څوک چې کومه بدي یا ناحقتوب وګوري ، هغه دې پخپل لاس سمه کړي ؛که دیته ې زور نه رسیږي په ژبې(خبرې) دې سم کړي او که بیا د دې توان هم ونلري نو پخپل زړهء کښې دې له هغې سره بغض(ناخوښي)ښکاره کړي چې دا د ایمان تر ټولو کوچنۍ نښه ده"":مبارک حدیث/مسلم
عزیزانو موءمنانو!په یو بل حدیث کې پیغمبر ص.فرمایلي:"تر څو د ظالم د ظلم مخه ونهء نيسئ ؛تاسو به هم خلاصون وءنه موومئ!!"".ابن ماجه

زمونږ د لوړ دین اسلام یو له حرام کړی شویو ګناهونو نه ، ظلم دی!
ظلم د عدالت نه پلی کول، دحق او حقونو نه پیژندل دي.
دانسانانو ځانونو، مالونو، ناموس او حیثیتونو ته تجاوز کول دي.
ظلم د انسان خپل رب ته ؛ خپل ځانته ،او چاپیریال سره یو جرم دی، د دنیا سولې اوثبات ته، د انسانیت مستقبل ته یو لوی خطر او ګواښ دی.
د ټولنو د هلاکت د لاملونو په سر کښې ،ظلم ځای نیسي.
ګرانو مسلمانانو!
جناب حق ج.پر ځمکه د عدل د بنسټ ایښودلو او دظلم له مینځه وړلوامر فرمایلی دی.ټولو مرسلانو ته ېې د حق قایمولو او د ظلم او ظالمینو سره د مجادلې وظیفه ورکړېده؛ د ظلم او ظالمانو پر وړاندې له دریدلو څخه تښتیډونکي ېې ګواښلي دي؛ له همدی کبله که ظلم څومره لویه ګناه ګڼل کیږي، ظلم ته رضا ښودنه هم هغومره لویه ګناهاو دروند اوبال ښودل سوی.
د مظلوم تر څنګ اوسیدل، مادی او معنوي امکانات د هغوی په خدمت کې ورکول د ایمان ضرورت دی.
له هر امله چې وي،د ظالم سره کمک ، هغوی ته تمایل ښودل، پر ظلمونو یی سترګې پټول هم د هغوی جرمونو کې شریکیدلو په مانا دي.
لوی رب مو په دې هکله منږ داسې آګاهوي( و لا ترکنوا الی الذین ظلموا، فتمسکم النار)یعنې دظالمینو تر څنګ مه کېنئ ، که نه هور به تاسو هم وسوځوي!) هود/۱۱
قدرمنو مومنانو!
کلونه تیر شول پر فلسطین شوی ظلم، په دې وروستي یو کال کښې یو توکم وژنې =نسل کُشۍ ته اوښتی څې مثال ې تر اوسه ندی لیدل سوی!. د نړیوالو د سترګو په مخ کې د یو مکمل ملت د تاریخ له پاڼو ایسته کیدلو کوښښونه کیږي، صهیونست ظالمینو ،؛ ماشومان، ښځمنې،زاړهءاو په زرګونو معصومان په غزه کې قتل کړل او وژنو ته لا هم دوام ورکوي، او اوس د خپلو نړیوالو شریکانو-مجرمانو سره ،د قتل-ې-عام سلسله و نورو اسلامي بلادو=ښارونو ته په غځولواو پراخولو، غواړي دنیا د جګړو په ډګر بدله کړي!
اما و لاکن، دا خبره باید هیره نه شي چې،د هرې ورځې په تیریدو سره، د اسلامي بلادو په وینو او اوښکو ډکو ښارونو بدلیدلو اساسی سبب او علت د مسلمانانو تر منځ د (اُمت شعور)، د اخوت او ورورئ حقونو ضعیفیدل او له لاسه وتل دی!
د اسلامي عقیدې خاوندانو ،؛د علم،پوهې او ټکنالوجۍ میدانونو کې فوقیت له لاسه ورکول دي؛ حال دا چې جناب حق ج.( واعتصموا بحبل الله جمیعاََ و لا تفرقوا)=ټول یو ځای د الله ج.رسۍ ښه کلکه ونیسئ او پارچه او ټوټه کیږئ مه!)فرمایی.:آل عمران /۱۰۳
یو والی او برابری مو هر زمآن په ټول قوت سره ساتنه،او له هر ډول بدیو څخه لرې اوسیدل مو غواړي.
او بل ځای امر فرمایی (و اعنوا لهم ما استطعتم من قوه )= 'د دشمنانو مقابل کښې' تر خپل توانه حاضر اوسئ اوقوتونه مو راټول کړئ)) الانفال/۶۰
ظلم=زور زیاتی، هیڅکله هم پایدار نه شي پاته کیدلای
دا باید هیر نکړو ، د ظالمینو پرضد به هر قدم اخیستل،هره خبره کول، هر وضعیت نیول ،
د اسلام ښارونو او ملکونو ته صلحه او سوکالي راولي ؛ د مظلومانو د او ښکو تویولو ختمولو او سر له نوي د حاکم کیدلو وسیله وګرځي.

د ژباړن یا ترجمان یادوءنه: د تورکیانو وروڼو په جامع جوماتونو کې د جمعې لمانځه نه او د لمړۍ خطبې نه مخکې ، د امام-خطیب له خوا په تورکي یوه موضوع تشریح کیږي چې دوی ورته خطبه وایی.حتی په ځینو اروپایی هیوادونو کې ېې دهغوی په ژبو لکه فرانسوي؛هالنډي؛انګلیش ا.د.ن. هم وایی.البته په آیت او حدیث ېې پیلوي.
له توجه مو نړۍ تشکرات.
بروکسل/ د ربیع آلآخر لمړۍ ۱۴۴۶ق.=د اکتوبر ۴/۲۰۲۴= د تله یا میزان ۱۳/ ۱۴۰۳ش.
https://www.diyanet.gov.tr/tr-TR/Kurumsal/Detay/36950/cuma-hutbesi-zulum-asla-payidar-olmaz