نن د افغان میرمنو په اړه د اروپایې ټولنې عالي محکمې مهمه پرېکړه:
 
اروپا کې یوازې یوه افغان مېرمن اوسیدل په خپله د سیاسي پناه اخیستلو لپاره کافي دلایل کېدلي شي. جنسېت او اصلیت د کډوالۍ د وضعیت لپاره کافي ثبوت دي:
—————————————————
افغان ښځې په بنسټیزه توګه ځورول کیږي. 
د اروپایې ټولنې محکمې (EuGH) نن د جمعې په ورځ د افغان مېرمنو لپاره یو مهم حکم صادر کړ، چې له مخې په افغانستان کې د طالبانو رژیم له خوا له افغان مېرمنو سره چلند د تاوتریخوالي یا اذېتولو په توګه شمیرل کیږي.
د اړونده پناه غوښتنې عریضو د څیړلو لپاره، دا کافي ده چې د ښځې جنسیت او تابعیت وڅیړل شي. دا پریکړه په اتریش کې د دوو قضیو له امله رامینځته شوې ده.
د اروپایې ټولنې د عدلیې محکمې مشر قاضي ویلي؛ په افغانستان کې د ښځو وضعیت د بشري ځورونې او تعقیبلول په دې مانا دي، چې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د ارزونې پر مهال یوازې د افغان ښځې اصليت یا منشاء او جنسیت مالومول په پام کې نیولو سره د سیاسي پناهنده ګۍ اخیستلو لپاره کفایت کوي.
د اروپایې ټولنې عالي محکمې (EuGH) په اند او وینا: په افغانستان کې د سختدریځو طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو سره چلند د یوه انسان د ازار، اذیت او ځورونې په درجه بندي کې راځي، کوم چې کولي شي، د هرې افغان ښځې غوښتنلیک د کډوالي په توګه باید ومنل شي. 
کله چې په انفرادي ډول د یوې افغان میرمنې د پناه غوښتنې عریضه یا غوښتنه لیکونه څیړل کیږي، د اروپايي ټولنې هیوادونو لپاره دا کافي ده، چې یوازې د هغې ښځي جنسیت او تابعیت په پام کې ونیسي، لکه څنګه چې نن د جمعې په ورځ د اروپا عالي محکمې پرېکړه وکړه.
د اتریش اداري محکمې (VwGH) باید د یوې افغان میرمنې او یوې افغان نجلۍ د قضیو په اړه پریکړه وکړې واې، چې د اتریش مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي دفتر (BFA) لخوا ورته فرعي خوندیتوب ورکړل شوی و، خو سیاسي پناه نه وه ورکړل شوې.
په دواړو قضیو کې دا پریکړه استیناف شوې وه او قضیه د اتریش په اداري محکمه کې پای ته ورسیده، د افغان میرمنو قضیه د اروپایې ټولنې عالي محکمې ته ولاړه.
د اروپایې ټولنې عالي محکمې پرېکړه د اتریش هیواد پوښتنو ته د ځواب وویلو په اړه شوي ده.
هلته په اتریش کې د اتریش ادارې محکمه مجبوره وه، څو د دوو افغان میرمنو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو په قضیو کې پرېکړه وکړي. دغو دواړو افغان میرمنو د اتریش د چارواکو لخوا د دوی د کډوالي قضیو ردولو په وړاندې په د اتریشي ادارې محکمه کې اعتراض کړي وو.
د افغان مېرمنو په استدلال او ادعا سره سم، چې په افغانستان کې یوازې د ښځو وضعیت د کډوالو ټولمنلي معیارونه پوره کوي یا د کډوالي منلو د ورکړې وضعیت توجیه کوي.
د اتریش اداري محکمه غوښتل وپوهېږي، او دا پوښتنې یې د اروپایې ټولنې عالي محکمې  (EuGH)ته له دې امله وړاندې کړې وې: همدارنګه اتریشي ادارې محکمې غوښتل د اروپایې ټولنې محکمې نظر او پرېکړه په دې اړه هم واخلي او پوه شي; چې له دې ډول قضیو سره په راتلونکي کې په څه ډول چلند وکړي او ایا د اروپايي ټولنې نور غړي هیوادونه هم کولي شي، چې یوې افغان میرمنې ته یوازې د هغې د جنسېت او اصلیت پر بنسټ سیاسي کډوالي یا پناهنده ګې ورکړي.
د اروپایې ټولنې عالي محکمې په ځواب کې لیکلي دي، چې اجباري ودونه او د جنسیت ځانګړنې، د کورنې عدم حمایت یا د تاوتریخوالي پر وړاندې د خوندیتوب نشتوالي له امله دا وضعېت باید په خپله د جنسېتي تعقیب په توګه طبقه بندي کړل شي.
اجباري ودونه د غلامۍ د یوې بڼې سره مساوي پرتله کیدلي شي. نور اقدامات لکه په بشپړ ډول د ځان د پوښلو مکلفیت او همدارنګه د تعلیم او کار محرومیت او طبي درملنې ته د لاسرسي محدودیتول او له سیاسي ژوند څخه ایستل هم د انسان ځورونې او اذېت کول دي. افغان میرمنې له بشري کرامت او سره تړلي له ټولو بنسټېزو بشري حقونو څخه بې برخې کړل شوي دي.
اروپایې ټولنې محمکه لیکي او امر ورکوي:
کله چې د یوې افغانې میرمنې د پناه غوښتنې عریضه څیړل کیږي، دا باید ونه پلټل شي یا ثابته نه شي، چې ایا دغه افغان مېرمن واقعأ او په ځانګړې توګه د ځورونې له ګواښ سره مخه ده او که چیرې افغان میرمن خپل اصلي هیواد ته وراستانه کړل شي، لکه څنګه چې د اروپایې ټولنې محکمې نورتشریحات ورکړي دي.
دا کافي ده، چې یوازې د افغان میرمنو تابعیت او جنسیت په پام کېونیول شي‌ یا ونیسئ.
اوس د اتریش ادارې محکمه ان په ځانګړو قضیو کې باید داسي پریکړه وکړي، اتریشي محکمه مجبوره، مکلفه او موظف ده، چې د افغان ښځو په اړه د اروپایې ټولنې حقوقي پرېکړې په پام کې ونیسئ. د اتریش محکمې پرېکړې د اروپایې ټولنې عالي محکمې له پرېکړو او نظر پورې تړلي دي.
نه یوازې د اتریش هیواد، بلکې د اروپایې ټولنې ټول 27 غړي هیوادونه باید د افغان مېرمنو د پناه غوښتنلیکونو په اړه د اروپایې ټولنې عالي محکمې پرېکړه عملي کړي.
 
پای
 
#LetGirlsLearn
#FreeAfganWomenAndGirl