د خیبر جرګه ــ ۵
د خیبر چیغه:
راز د بري ښکاري پښتنو ته په جرګو کې
دا دود به ژوندی وي تر ابده پښتنو کې
بوختسه تل د ستونزو په جرګو سره حل شوې ده
ځکه جرګه ځای لري ولسونو ته په زړو کې
اوس به خیبر خوښ وي چې شو بیا د ټولېدو جوګه
لار د روښاني غورځنګ(۱) به لار شي پرګنو کې
روح د الايي او جلاله به شي الهام ولس ته (۲)
ودرېږي ولس به د منظور سره صفو کې
ورځې د جرګې خو پښتنو ته لکه جشن وي
درومۍ پښتنو دغې جرګې ته اتڼو کې
پرېږدۍ د جرګې خوښي یو داغ شي د دښمن په زړه
وټومبۍ ګلونه په ولونو د شملو کې
داسې جشن جوړ کړۍ چې پښتون نهیلې ختمه کړي
خړه کړۍ فضا د اتڼونو په ګردو کې
وبخښۍ خوښي غمجن خیبر ته له پېړیو بیا
روح د پیر روښان کړۍ خوښ په خپلو تصمیموکې
چیغه د یووالي او پاڅون له خیبر پورته کړۍ
ولړزوۍ غرونه، زلزلې شۍ په درو کې
وهم د توپان او یوه کړیکه د اسمان شۍ
وغورځوۍ تندر د پنجاب په بنګالو کې
قار د سمندر او څونامي د سمندر شۍ
ډوبه واکمني د پنجابي کړۍ په څپو کې
جوړ هسې محشر کړۍ چې پنجاب له خیبر وتښتي
پاتې يي قصې شي ماشومانو ته درسو کې
کوڼ کړۍ پنجابی د پښتنو او سیمې لوی دښمن
وغړمبېږۍ شېرغوندې په خپلو سپېکرو کې
ویښ کړۍ پښتانه، دا په پېړۍ پېړۍ وېده ملت
تللی چې خوشال او پاچاخان دی ترې ګیلو کې
وڅېړۍ په غور د پښتون دا بدبختي لویه
ښکېل چې په پېړیو دی په جنګ او تربګنو کې
وکاږۍ سره لیکه پنجابي ته په روښان دریځ
واخلۍ واکمني ترې له اټکه په لاسو کې
ځاله د پنجاب د واکمنۍ له خیبر ایسته کړۍ
جیګ کړۍ خپل بیرغ د خپلواکۍ په سردرو کې
کرښه د ډیورنډ د بېلتانه هم دړې وړې کړۍ
ړنګه يي اعلان کړۍ د جرګې په فیصلو کې
تو کړۍ یو لعنت بیا د انګریز په تېر پلیت سیاست
خوار يي چې پښتون کړ، پنجابي واکمنېدو کې
ویښ اوسۍ، بیدار اوسۍ حالات ساتۍ تر څار لاندې
بوخت به پنجابی وي دې جرګې ته په توطیو کې
یاد د ګیله من وزیر په زړونو کې مدام ساتۍ
سر يي نذرانه کړ د خپل ولس په ارمانو کې
هیلې د پښتون دغې جرګې سره تړلي دي
روح د بابا ګانو منتظر دی هدېرو کې
ښاده بریالۍ دې وي، خیبر دا تاریخي جرګه
کاشکې چې حاضر يي مرادزی وای په جلسو کې
یادوونه:
(۱ ) د پیر روښان غورځنګ ته اشاره ده چې د هند مغلو د واکمنۍ په وړاندې يي پښتنو ته د خپلواک هېواد لپاره مبارزه کوله.
(۲ ) جلاله همغه میړنی جلال الدین د پیر روښان زوی دی چې د پلار په لار يي د روښاني غورځنګ بیرغ له خیبره نېولې په ټوله پښتوخوا کې رپانده وساته. نوموړي ته د جلاله خطاب د مغلو د هغه مهال پاچا، جلال الدین اکبر کاوه. خیبر او تیرا د دې غورځنګ مشهور ځایونه ول.
اغلې الايي د جلال الدین لور او د پیر روښان لمسۍ وه چې خپل میړه حداد سره د مغولو پر ضد په مبارزه کې تر پایه یوځای وه.
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۲ مه
سرلوڅ مرادزی