پخوانې له دې سورکی او له هغه سورکی……..
دغه خلک یاپه بل عبارت پخوانی ولس مشر داکتر او کمپودر ، انجنیر او مهندس ،سفیر، استازی، وزیر ، رئس ، دپارلمان غړی،، کوټوال، مفتی، ملا او مولوی تور اوسور بانجڼ حتی چړی چیرته ول ؟ هیچا ونه ویل چې پخوانی چپراسی، نداف، خانه سامان ، ټټار او نجار یا کلال دغه نومونه یا القاب څوک نه اخلی ولې ؟بی بی سی ، دامریکې غږ ، دوچه ویلې، نور غټ او واړه چینلو څخه هم نه اوریدل کیږی . څه چې ډیر اوریدل کیږی دیوشمیر لافوکانو لافې باټې دی چې رسنۍ یې بیخی چکړ او پیکه کړی . خټې دی او خړې دی سړی ګام نشی اوچت کولی اور بل کټوې باندې !
دکټو و دې جمله کې یو کشمش او څلوېښت قلندره!یوشمیر افغانان چې خپله څېره په تلویزیون کې ووینی نو همغه دچتکۍ خبره شی چتی یا چتکۍ وړوکی ښایسته مرغه دی هغه چې په لوټه کینی نو وایی چې کشمیر مې ولید!
ولقد کرمنا بنی آدم ….
انسان له حیوان یانور و ژوندیو شیانو څخه کرامت لری او شرافت دانسان خبرې باید سلسله مراتب ،حسن کلام، کچه او معیار ولری چې نور خلک که عالم وی او که کم علمه ګټه ورڅخه پورته کړی . خیر او برکت یې بل چاته ورسیږی
خبرې کول یو ستر هنر دی دغه هنر ځانګړې ښکلا لری په خبرو کې هغه څوک بریالی دی په کوم چې دی باور لری هغه عملا وښودلای شی یا عملی کړای شی. نو مخاطب هغه وخت ځان ته رابللی شو او د پایلې اصلی برخو ته په اسانی ور تلای شوچې موږ په خبرو حاکمیت ولرو
موږ ټول افغانان کوشش کوو چې مقابل لوری ته دازمینه پرې نږدو چې خپله پوښتنه وکړی له هغه پورې منفی لوری نیسو چې له واکه مو پوره وی ښه پوهیږو چې دا دانډوخر او بی مفهومه بحث خالی بړاس دی او مصداق نه لری هیڅ جای هم نه نیسی خو بیاهم ورباندې کلک ولاړیو.
دا سمه چې نړۍ منافقه ده، امریکا له موږ سره په رڼا ورځ جفا وکړه یا نور پړه ملامت او لنډغر او یا پخوانی نورو وړو اوغټو جزیره والاخو دباندې خاورې په ډېران بادوی پوښتنه داد چې موږ څه کوو؟ اوله دغه برخلیک مو څه جوړ کړل ؟ کوم کار دموږ له دی هیا هو او ها ها څخه خالی دی ؟ بن بست خوًهم اندازه لری ! موږ دملت اوولس برخلیک داسلام په اصولو، مساوات، عدالت ، او انصاف کې ولې نشو عملی کولای. داڅه ډول مردار خور سیاست دی چې خپل مسلمان ورور سره داخوت لاره نه شو موندلی.
زموږ بن بستونه په نړۍ کې په کږه لاره زمزمې کوی انصاف مو روزی شه دا تلویزینونه واقعا رښتیا دخیر اوفلاح خبرې کوی؟ الله فرمایی « قد افلح من زکها ! »چاته وایی؟ کوم یو هرچا دلنګې غوا یو تیوبی اخور پرانیتی دی اوخپلې اپلتی په کې وایی. څوک په کې واده کوی څوک په کې تبعیدی کابینه جوړوی څوک په کې شهباز قلندر او څوک په خپل سر رهبر ، څوک بیا پکې بغارې وهی بس ، برګ اتڼ دی!
خو دانور اتڼونه چې ور باندې راګډ شی نولا ره له ویندوی ورکه کړی اټکلی بلوچستان ورڅخه جوړشی. اوس یوشمیر بیا ګیله من په بهر نیو ملکونو کې پالی دا پښتانه لا همغو زړو اوله تاریخه تېرو کیسو کې راژوندی کوی. عجیبه خبره داده چې دافغانستان ملی زعامت موږ په خپله دګونګوسیو لوری ته ټیل وهو. زاړه چاپلوسان په بار بار، اند، کابو، میکانیزم،شتون او نور …. او زه فریدالله محمدی یم بیا وایی کوردې ودان همدې کې پاتې کیږم . بیا درته راځم بېرته درته راځم داکتر صاحب!.
ځینې شخصی فلسفې وایی دومره ځان حق په جانب ګڼی چې ته به وایی څولسیزې یې دسپېنې ماڼۍ سلاکاری کړې ده .دعقل له چوکاټه وځی!
ډیر نامعلو مه حالت دی !