د خپل والديانو سره چلند کول دا يوه کيسه ده چې ستا اولاد يې تاته بيا لولي .
د خپل والديانو سره هغه ‌ډول چلند وکړه چې د خپل اولاد يې تمه لري .
راځو اوس اصلي موضوع ته :
د خپل پلار سره ښه چلند هغه ته احترام درلود د هغه قدرکول په دي معنا دي د پلار سره په ورځنيو چارو کې مرستنه کوړه هغوي ته بدی خبري مه کوه، د خپل پلار ورور ته احترام ولری هغه چې ستا تره يا کاکا کيږي (د پښتنو په لهجه تربور ) ورته وايې ، زيات خلک چې زه يې پيژنم هغوي د خپل کاکا ته احترم خو پريږده ترشايې بدي او سپور خبري پسي کوي .
د خپل پلار خويندي وپاله هغوي ته اخترام وکړه د هغوي پوښتنه وکړه دعوت ورکړه . دوعاوي تر واخله دغه طبقه ډيره مظلومه طبقه ده ستا بده رويه يې خفه کوي که يې د الله په دربار کې لاسونه لپه کړل بيا به د ټول عمر لپاره سرګردان وي . د خپل پلار ملګري وپاله هغوي ته احترام ولره د هغوي قدر وکړه هغوي ته وخت په وخت دغوت ورکړه ، له هغوي سره داسي چلند وکړه له د خپل پلار سره يې چې کوي .
د مور ته احترام پدی معنا چې هغوي ته بدی خبري مه کوه ، له هغه سره ورځنی کارونو کې مرسته وکړه ، د مور ورور يعني ماماته احترام وکړه د هغوي خويندي يعني خالا وپاره او همداسي نور......