د واده کولو د پاره د ښځی ټاکنه
الحمدلله رب العالمین و الصلاة و السلام علی رسول الله و علی آله و اصحابه الی یوم ‏الدین اما بعد ‏:‏
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول اکرم ص فرمایلی دی : تُنْكحُ الْمَرْأَةُ لأرْبَعٍ: لمالها ولِحَسَبها ولِجَمَالها وَلدينها: فَاظْفَرْ بذاتِ الدِّينِ تَربَتْ يَدَاكَ » متفق علیه: بخاری (5090)، مسلم (1466)، ریاض الصالحین 364
یعنی ښځه د واده کولو د پاره په څلورو موخو ټاکل کیږی :
مال ا و دارائي، اصل ا و نسب، ښکلا او زيبائي او ديانت؛ نو دینداره ښځه د واده کولو د پاره بهتره ده
د حسب کلیمه په حدیث شریف کی یعنی کار او عمل د میړه او کورنی د پاره بیا ځینو حسب د مال اودارائی په معنی تفسیر کړی دی که څه هم په ترمذی شریف کی د سمره بن جندب له خولی راغلی دی چی رسول الله ص فرمایلی دی : «الحسب المال؛ والكرم التقوى» حسب مال او دارای ته وایی او کرم تقوا او پرهیز ګاریده خو دلته له حسب څخه مراد ( د میړه او کورنی لپاره ښکلی کار دی ) ، معنوی جمال د دین او اخلاقو کمال دی چی په دینداره او اخلاقی ښځه کی وی چی عاقبت یی ښه دی د خپل میړه فرمانبرداره ، د الله مطیع وی او خپل میړه او اولادونه سمی لاری ته سموی که میړه عصبانی او په قهر شی هغه قانع کوی او کوښښ کوی چی په راتلو نکی کی داسی عمل تکرار نه شی .
د پیغمبر ص څخه پوښتنه وشوه چې کومه ښځه بهتره ده وی فرمایل: « التي تسره إذا نظر و تطيعه إذا أمر و لا تخالفه في نفسها و لا ماله بما يكره» رواه أحمد والنسائي .
یعنی:بهترینه ښځه هغه ده چی میړه یی ورته وکتل باید هغه خوشحاله کړی ، که یی ورته امر وکړ پیروی وکړی او مخالفت ونکړی د خپل میړه له رضا پرته عمل ونکړی
همدارنګه فرمایی :
« تزوجوا الودود الولود فاني مكاثر بكم الأنبياء، أو قال: الأمم»
رواه أبو داود والنسائي
یعنی له هغه ښځو سره واده وکړی چی تاسو ته بچی راوړی او مهربانه وی
که نارینه په پورته څلورو صفتونو کی ښځه ومندله بهتره پکښی دینداره ښځه ده
چې بچیان مو دینداره وی .
والله تعالى أعلم
منبع : د ( حوره ) کتاب
لیکوال : الحاج سیدرقیب شاه ( هاشمي)