د خیبر جرګه ــ ۲
پښتانه چې په خیبر سره جرګه شي
پنجابی به پېښوره څخه تښتي
پنجابي له ځانګړتیاوو بله دا ده
چې په جنګ کې له ډګره څخه تښتي
د پنجاب په غلامۍ کې به څه خوند وي
ګلخانی چې خپل ټبره څخه تښتي
د حالاتو د بهیر ژباړه دا ښۍ
چې دښمن(۱) له لروبره څخه تښتي
چې شېدې د پښتنې مور يي رودلې
په کوم مخ به له سنګره څخه تښتي
بده ورځ چې په چا راشي مرادزیه
باخبر له بېخبره څخه تښتي
یادوونه:
(۱ ) له دښمن څخه دلته موخه امریکا ده.
د ۲۰۲۴ کال د سیپټمبر ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی
16.09.2024
- محمدعليعمري
تازهغزل
ګلخان
نجونيپرلارځيکهمارانتيريږي دزړهپهکورکيمېګمانتيريږي
شرنګدبنګړويېځيپرټولهلاره داپهصحيحماناکاروانتيريږي
دچالورکۍسيوړيپهزورهغهبه ترشرافتدخپل خاندانتيريږي
زموږپرآسمانتلدمرميوباران دلتهبهڅرنګهمرغانتيريږي
دګوزارېدجماعتامامخو بسکلهکلهتراذانتيريږي
غرب تهزموږداځيني ځيني مشران ترخپلشيرينګبينايمانتيريږي
پهخپلحريمکي مې ماجريادوي مختهمېهغهدهګلخان...
19.09.2024
- سرلوڅ مرادزی
غبرګوني حرموني! که د کرځمکه بلاربه شي، ښه حاصل ورکوي. که وریځ بلاربه شي، باران اوري چې د خوږو اوبو زیرمه ده. که ټولنه بلاربه شي، انقلاب زیږوي چې د بدلون نښه ده. که اوضاع بلاربه شي، د ښېګټې او بدګڼې دواړو چانسونه شته. خو که انګریزه بلاربه شي، غبرګوني دوه زامن زیږوي چې د یو نوم يي پاکستان او د بل نوم يي اسرائیل دی! د ۲۰۲۴ کال د سيپټمبر ۱۹ مه سرلوڅ مرادزی...