د خیبر جرګه
چیغه د پاڅون ده په افغان د لروبر
جوړه چې جرګه د پښتنو شي په خیبر
ستونزې پښتنو تل په جرګو سره حل کړې دي
زیری د بري دی د افغان په لوی ټبر
نه وینمه تاب يي هیڅ د سیمې حریفانو کې
کله چې ولس ټول شي د افغان په یو ټغر
کرښه د بېلتون د پښتنو په منځ کې حذف بوله
ځکه غوغا جوړه په پنجاب ده په لاهور
ګډ يي برخلیک ګډ يي تاریخ یو يي منزل دی
نه شي بېلېدلای له کابله پېښور
تن دی یو وجود دی یوه وینه یوه سا ده
بر مې د زړه سر دی کوز ټوټه ده د ځیګر
یادوونه:
د روان عیسوي کال د اکتوبر په یولسمه په تاریخي خیبر کې د PTM د مشر منظور احمد پښتین په بلنه، په پاکستان او سیمه کې پښتنو ته د پرتو ستونزو د حل په موخه د پښتنو یوه لویه قومي جرګه جوړېږي. پورته نظم په همدې تړاو لیکل شوی دی.
د ۲۰۲۴ کال د سېپټمبر ۴ مه
سرلوڅ مرادزی