دغبرګولی څلورمه د۱۳۴۹ ش هجری کال
دافغانستان ولس استادانو ، امامانو ، علماؤو، خوارو ، غریبو مشایخو، او دقومونو مخور و مسلما نانو قیام یوې له میاشتې څخه زیات دجومات په انګړ کې دوام وموند . زه له همدې لارې یعنی دجومات له مخې تېرېدم او له همدې لارې ښوونځی ته تلم.
ددغو کسانو قیام دالهې داحکامو ، داسلامی اصولو پر مبناعمل او پابندی او دهرډول منکراتو څخه مخنیوی کول وه
ددغې کتلې کوشش داوه چې ددوی غوښتنو ته باید دوخت حکومت غوږ ونیسی او ځواب ووایی. دقیام تشویش داهم وه چې دلته دپرچم ډلې دوه مشهور کمونستان ېو مزدور سلیمان لایق او بل د بارق شفیعی محاکمه یې غوښتله! دې دواړو د پرچم په جریده کې داسلامی تیور ی او معنوی امتیاز ته سپکاوی کړی وه.ولې دهغه وخت حکومت اصلا دکمونستانو نفوذ ته دومره اهمیت نه ور کاوه اویا یې په خطر نه پوهېده یا دولت قصدا غوښتل چې دلینن لعین تبلیغ زیات شی . هر دلیل چې وه دافتنه له دننه له همدې لینن پرستانو راپیل شوه.
دا واقعیت دی چې حکومت ددې لینن پالونکو په غیر مستقیم حمایه کوله. حد اقل تر څارنوالی پورې یې هم زحمت ور نه کړ. دچا په خاطر چې روس پخوانی نوم اتحاد شوروی ورڅخه خفه نشی. نو مقابل کې دپل خشتی جومات قیام غوښتونکو ته جزا ورکړله.
دغه قیام کوونکی مسلمانان ېې په وهلو او ټکولو دشپې لخوا ووېستل او دمرکز او ولاېاتو په زندانو یې ووېشل او دولس فطری او ایمانی غوښتنې یې له خاوړو سره خاورې کړلې. دردوسانو دخوښی لپاره یې دجووات شیشې ماتې کړلې او اسلامې برغونه یې څېرې کړل او تر پښو لاندې کړل دجومات انګړ او غولی یې دمسلمانانو په وینو رنګ کړلی شو . موږ تل بهرنی غیږ کې نیولی او خپل افغان مو رټلی تحقیر کړی او حتی وژلی
دغنی په وخت کې دورځی څومره افغانان وژل کېدل؟ زموږ دبهرنیو چارو سرپرست په ترکیه کې دمهاجرو کًکیچ احساسوی خو په علت یې نه پوهیږی او خپل ځان شیشه کې نه وینی!
که موږ دغه نه تمام کېدونکی معامله پرون سمه مدیریت کړې وای او بد مو محاکمه کړی وای نو نن به په افغانستان کې د بن، دوحې، امر با المعروف افسانو به دروس ، امریکا،چین او پنجابستان لپاره اتڼونه نه کول. داټول مرداری ، تباهی، اوبربادی علت او معلول لری.
تل دې وی سر لوړلی افغانستان