په ډیر ه محتاطانه او ټیټه غاړه یوشمېر حکومتی لوړ پوړی چارواکی هم وایې چې دښوونځیو دروازې دې دنجونو پر مخ خلاصې شی اما ولی نه کیږی ؟ ددوی دریز دمقام اوقدرت ساتنې لپاره ډیره محافظه کارانه بڼه لری یا دروغ وایی دې لانجې ته نور باید دپای ټکی کیښودل شوی وای خو له بده مرغه دغه شمیره په ظاهری ډول وایی خو باطنا دوی هم نه غواړی دې ته وایی یک بام ودوهوا! دلته دادرې کاله په دوامداره توګه وویل شوًاو نغارې ووهل شوې چې ښوونځی باید خلاص شی خو نه شول . دادرې کاله نارې وشوې چې حکومت تک شموله دی تک قومی دی ، تک سمتی، تک فکری ، تک محوری نابلداو ناپوه دی ، تک ژبنې تک افراطی او تک انحصاری دی داهم ونه اورېدل شو . دلته ملت چوپ دی خو دا لاندې لاملونه په ډاګه لیدل کیږی . خواهی نه خواهی د ملت غږ راپورته کېدونکی دی :
۱-لیدل کیږی چې دقدرت تمرکز دیوه لوبغاړی په غاړه کې دی.
۲- دشخصیت کیش دطالبانو اصلی لوبغاړو ترمنځ
۳-دنامعلوم هبت الله په هکله لافوک تبلیغان
۴- دطالبانو درونی اختلافات
۵-پښتنو ته اهانت او مکررا ضرر
۶-فکری لاره یوه نه ده
۷- څواړخیزه نامعلوم معاهدیی سیاست
۸-دوابزارو کې راګیره اداره خیرات او کچکول
دا روښانه ده چې طالبان دقدرت منابع نشی مدیریت کولی او چم یې نه ورځی .رئس الفقرا دی او که سیاسی معاون دوزیرانو دی دکاغذ له مخې خط نشی لوستی وایی در شهر کوران یک چشمه هم پاد شا است!
کله چې یوبحران رامنځ ته شی نو فقر ته ځی فقر بیا په اقتصادی وضعیت اغیز لری او اقتصادی حالت فرهنګی مرحلې ته حرکت کوی او بیا فرهنګ په سیاست بدلیږی . بنا بران یو سیاسی نظام هغه وخت اصلی پایلې ته رسېدونکی دی چې داقتصادی برخو منابع ښه وپېژنی .او هغه په مسلکی توګه دتولید په دستګاه کې په حرکت راولی.په دې ترتیب د سیاسی قدرت دسالم انتقال رامنځ ته کېدو او دیوې کاری اومستعدې قوې په توګه دخلکو نیازمندی ته لاره هواره کړی. نو په نظام کې طبیعی ده چې کلیدی اهمیت رامنځ ته کوی
.
دبحث دوهمه برخه کې دانډوخر بڼه:
یودرزن زاویه لرونکی اماتور ، احساساتی تحلیل ګران له موضوع بهر اودننه ګونګوسی څخه په ډیر احساساتی ډول ناری وهی چې لیوه راغی!
داسې کسان دې چې دطالب شپه او ورځ ستاینه کوی همدې ډلی له وخته مخکې نغارې وهلې چې طالب تغییر کړی خلیل زاد زاړه هم داسندره ویلې.
نور بی سند او مجهول ارشد کارشناسانو ، کار پوهان , شنونوکی نه منونکی طرف او بېطرف، خو ټولو پزې تورې کړی او هر یو داشپزی دعوه کوی دومره بوجۍ بجۍ ببولا لې وایی چې له سالم منطق ، استدلال او سوچ سره هیڅ تړاو نه لری
جهادی اوغیر جهادی داړه ماران دننه او بهر شبکو القاعده اوبیقاعده ان تر چبیانو پورې رسیږی داټول ناری وهی چی (امونیت) راغلی. باور وکړی امیت نشی تلفظ کولی . لوبه اصلا دبل چا په لاس کې وه /ده او وی به ترڅو چې همدغه غلی ولس خپل دریز ونه ټاکی . ما په لومړی سر کې انډوخزر یاد کړی که موږ دقدرتونو لوبه په دقت وګورو دلته بل څه روان دی تودې او که سړې ګرمې دی او که یخې ټولې تکراری در تکرار او له بحثه وتلې دمړې ګېډې خبرې دی . دابن بست په خپله له طتالبانو راپیل شوی .
تل دوی افغانستان