اناردانه

شبنمې چې د ( ډیګۍ  ) نه داوبو دواړه بوشکې یې راډکې کړې وې، هغه يې دچاټیو ترڅنګ دکوټې مخې ته په برنډه کې کېښودې اوخپله یې په کوټه کې دننه دپکي لاندې اوږده وغزیده، چې ملا یې زمکې ته ورشي ، ولې چې بوشکې درنې وې ، اوپه اوچتولو یې دهغې ملا زور اخیستی و .

د پشکال میاشت په ختمیدو و ه ، دورځې لس بجې وې، هغه نن خوشاله وه  ،دشفیق لندن ته تر رسیدو وروسته په لومړي ځل  وه چې خپل موروپلارته درې سوه پونډه رالیږلې وې . رفیق خیبر بازارته تللی و چې له صرافۍ نه حواله واخلي .

 شبنمې ته دخپلې خواښې خبرې ورپه زړه شوې ، چې تل به یې ورته ویل ( دکابل حویلۍ دهلک لپاره مه اوبه کو .... وله که داوړۍ شړۍ شي ،کوربه موهم دلاسه لاړشي اودی به هم لندن ته ونه رسیږي .)

 شبنمې  لابیګا رفیق ته ویلی وو چې پنځوس پونډه به  کابل ته  خپلې ادې ته  ورولیږي، له یوې خوابه دګلشنې زوی مړ شي اوله بلې خوابه ادې پوهه شي چې دوی غلط سوچ نه وکړی .

 دهغې دملادرداوس لږڅه په کرارشوی و ،  سپکه له ځایه ولاړه شوه ، دکوټې پسخانې ته ولاړه ، دخپل بکس سر یې خلاص کړ ، له  غوټه شوي دستمال نه یې کلدارې راواخېستې، موټي کې یې ونیولې، ناڅاپه یې دبکس دننه دانارپه دانه سترګې ولګیدې ، هغې بیګاه خوب هم لیدلی و چې شفیقه د همدې بکس په سر ناسته وه اودمور وروړي اناريې خوړل . شبنمې داناردانې ته له ویرې ګوتې وړنه وړې. دیخنۍ احساس یې وکړ ، په ځای لکه دړه وچه ودریده . له کومې ورځې چې شفیقه مړه شوې وه، نوشبنمې به چې کله هم یوڅه روپۍ پيداکړې نو په هغه به یې انارواخیستل اودهغې په قبرباندې به یې کیښودل ترڅودهوامرغان یې وخوري اودارمانجنې لور خاورې شوی ارمان یې پوره شي ، هغې دلورترمرګه وروسته خپل زوی لندن ته په مزدورۍ پسې ولیږه . هغې به هرخوت چې هرچیرې انارولیدل نو هماغه ورځ به یې نیغه سترګوته ودریده، په کومه ورځ چې دې شفیقه د ځان سره دسودا اخیستولپاره دبورډبازارته بولې وه ، په هغه ورځ له هغې سره کلدارې خلاصې شوې وې خووړې شفیقې ورنه انارغوښتل، عین تردې چې خبره یې ترژړاپورې ورسیده.  اوس یې ارمان کاوه چې دې څرنګه دخلکوله شرمه هغه پټه ،پټه وسکونډله ترڅوغلې شي ، کله چې په  (چارمارو )کې  له بس نه کوزه شوه دبس  په شاتنۍ  دروازې کې دیوې سپرلۍ دسوداکڅوړه يې وشلیده اوڅودانې انارورڅخه په سرک ولویدل .

دشبنمۍ په ګومان خدای يې دلورارمان پوره کړ، شفیقې داناروپه لوري منډه کړه، اناريې واخیست هغه دسرک منځ ته په بل انارپسې لاړه چې دشبنمې له خولې نارې راپورته شوې.

ـــ لوریې رامړه کړه وې دروﺉ ......

خودسترګوپه رپ کې موټرچې عرابې یې په سرووینولړلې وې وتختیدو.

شبنمې په دستمال  کې غوټه شوې پیسې دشفیق په خیرات منلې و ې خواوس دانارددانې په لیدو هغه پوه شوه چې اناردهوا مرغان نه خوري، خپله شفیقه یې خوري. هغې پیسې واخیستې اوښه ډیر اناريې واخیستل. په پلوکې یې ونیول اوپه ټکنده غرمه کې چې خولې پرې هم ماتې وې، دهدیرې په لوري روانه شوه . ساه نیولې دشفیقې په قبر کېناسته، دمه یې جوړه کړه ،زړه یې ډک شو په ډډاوازيې وویل :

ـــ جار،جار لورې مور دې درته مړه شي ، زه به هره ورځ درته انار راوړم ، زه څه پوهیدم چې ته انارپه خپله خورې ، اوس پوه شوم چې شهیدان ژوندي وي .

هغې دخپل پلونه انارراوویستل اودخپلې لور په قبر باندې يې کېښودل ،د قبر ترڅنډه پورې کېناسته، وروسته سوچ ورغی چې عتیق او روبینه به له ښوونځي راغلي وي نو دعا یې وکړه اودلوردقبرشناخته یې په ډبره وټکوله اودکورلاره یې ونیوله .

 کله چې دحویلی په دروازه ننوته، وې لیدل چې رفیق په برنډه کې دچاټیو خواته نژدې ناست و ، هغه نسبت ترنوروورځوخوشاله ښکاریده ،رفیق ورته  وویل :

ــ لیونۍ راغلې هدیرې ته تللې وې ؟

ــ هوته څه پوه شوې ؟

ــ په کوڅه کې دخالوزامنوراته وویل .

ــ  هویوڅه  انارمې شفیقې ته وروړي وو.

ــ  ته لیونۍ  یې مړي په انارو څه کوي ؟

ــ  ځه سړیه ! مانه  وودرته ویلي  چې شهیدان ژوندي وي .

ــ  هوداخوسمه ده خو،خوراک نه کوي .

ــ  ولې نه کوي، نن مې یقین وشو، مابیګا شفیقه په خوب لیده چې دلوی بکس په سرناسته وه اواناریې خوړل ، نن دبکس دننه مې دانارو دانه ولیده ، پوه شوم چې دانارودانه له  هغې نه لویدلې ده .

ــ  تابه انارهلته ایښی وو.

ــ  نه بابا انارمې پرون دلارې له سره واخیستل اووې مې وړل ،ښه پیسې دې ماتې کړې .

ــ  هودخدای فضل دی بلا ډېرې پیسې شوې، دوه کم دیرش زره کلدارې چې په سریې بادوې هم ترشپږومیاشتوموبس دي .

ښځه اومیړه په مجلس کې ول چې دخالو وړه لور،راغله ورته یې ووویل :

ــ شبنمۍ ترورې! ادې مې ویل بیګا ته دجمعې شپه ده، مازیګر دشهیدانوخواته ورځو، خیرات وړو، ته به هم مونږ سره لاړه شې.

هغې ورته ښه کړه خومیړه یې ورته غوصه شو چې همدااوس له هدیرې راغلې نوښه به نه وي چې همالته خیمه ودروې ، خوروسته په خبرویې پېښمانه و، ولې هغه یوه موروه ، دهغې دخوشحالۍ لپاره يې سل کلدارې ورکړې او ورته یې وویل چې نن دې دهغه له خوا شفیقې ته انارواخلي .

شبنمې همداسې وکړل، دچم ګاونډ له ښځوسره مازیګر چې تله نواناریې په پلوکې واخیستل اوهدیرې په لوري روانه شوه. داهغه هدیره وه چې دروسانودیرغل په وخت دکیمپ ځوانان چې دافغانستان په جهادکې شهیدان شوي وو ، همدلته په خاوروسپارل شوي وو . دشهیدانو  په قبرونوشنې اوسرې جنډې رپېدې، چې په لیدو يې دانسان روح ته یوسکون ورکاوه .

شبنمه دهدیرې په منځ کې له ښځونه بیله شوه. هغوی ته یې وویل چې دلوردقبرپه سر دعاکوي اوبیرته دهغوی خواته ورځي ، کله چې دقبرسرته راغله ویې لیدل چې دسهارنیو انارو څرک هم نه لګیږي . هغې انارکېښودل ، اوخپله لاړه وړاندې دیو لوی قبرترشاه پټه شوه ، دقبرخواته یوه شنه ونه ولاړه وه ، ونې ته یې ډډه ووهله ،ترڅووګوري چې شفیقه څرنګه له قبره راوځي اوانارخوري ، ښه ډیره کښېناسته اودقبرپه لوري یې پټ پټ کتل ، وروسته یې ولیدل چې درې څلورواړه هلکان دقبرسرته راغلل اوپه انارويې غوبل جوړ کړ ، هغې دهغوی په لوري منډه کړه ،که چې هلکانو هغه ولیده نودکیمپ په لوري یې منډې کړې  ، هغې هم په هلکانوپسې ترکیمپ پورې منډې وکړې خویوهلک یې هم راټینګ نه

 

کړ.  هغه کیمپ ته دننوتلې کوڅې مخې ته په زمکه کېناسته ،ترڅوخپله دمه جوړه کړي ، په دې کې یوې وړې جینې چې داوبوبوشکه یې په لاس وه مخامخ ورته ودریدهاو ورته يې  وویل :

ــ ترورې! په دې هلکانوپسې دې منډې وهلې ؟

هغې یوازې سرورته وښوراوه ، وړې جنۍ ورزیاته کړه:

ــ ډیر وران دي، هروختي هدیرې ته سره ځي اودقبروله سره انار راوړي ، اوخوري یې ، ماته مې پلارویل چې دهدیرو له پاسه انارمه راوړ چې وبال لري .......

۲۰۱۰م کال دمې دمیاشتې ۲۲مه

څلورم پراګ ـ د چیک جمهوریت

وږمه سبا عامر