وطن واله

وږمه سبا عامر

زماڅلورمه ورځ ده چې دخپلې کلنۍ رخصتۍ دتیرولولپاره دختیزې اروپا یوه ښکلي ښارته دخپل دتره دزوی ګلاب جمال کره راغلې یم .

 داښارډیرښکلی دی ،خومزدوري پکې ډیره کمه ده، انسان مجبور دی چې په یوبل هیوادکې پیسې وګټي اوبیا دلته یې مصرف کړي . ګلاب پینځویشت کاله کیږي چې په دې هیواداو په دې ښارکې اوسیږي .

 که څه هم خپله شپه اوورځ کارکوي اودوه زامن یې سره له مېرمنې یې هم ورسره مرسته کوي خوبیا هم سم اوښکلی ژوندنه لري .

 په لومړۍ ورځ مې دتره زوی زما ښه هرکلی وکړ ،ماته ژړاراتله .ځکه چې ماته پخواني کلونه کله چې مې واده نه وکړی ، اوپه افغانستان کې په میلمستیا به  دترونو کره تلمه  راپه زړه کول . څومره ښه وختونه ول ، مینه ، محبت او احترام ډیر و،   خواوس دوخت په تیریدوسره هرڅه بدل شوي .

 په اروپا کې د ژوند له پیلولوسره اوددومره اوږدو کلونوپه تېرولوسره دوطن رنګ رانه په هیردودی ، نن سهارمخ کې له دې چې ګلاب خپل کارته لاړشي ،په کاغذ باندې یې یولیکلی ادرس راکړ راته یې وویل :

- ترلې ! دابه واخلې په سورلین میټرو کې به کښینې اوپه دې تم ځای کې به کښته شې. داډیره ښکلې سیمه ده ،ترماښامه به په ګرځیدو راکرځیدو مړه نشې. خوشاله ورځ درته غواړم تاته خوداپوښتنه حل ده چې زه سره له ماجانې اوهلکانوباید کارته لاړشم.

هغه موسکی شو، لږه شېبه په سوچ کې لاړ ،خپل څټ یې وګراوه اوخپلو خبروته یې ادامه ورکړه :

- زه همدومره درسره کولای شم ،ترڅوچې دلته اوسې، زما له کور اواشپزخانې نه ګټه کولی شې  .

وروسته هغه دخپل خوب کوټې ته ننوت اوڅوشېبې وروسته چې یوخړرنګی پتلون اوسپین خط داره جمپریې اغوستي وو، سره له ماجانې له کوټې نه  راووت ، له راوتو سره  سم دواړو لاسونه وښورول او بای بای يې  راسره وکړ،او له اپارتمان نه ووتل . کورنورخالي و، زه یوازې لکه شیشکه په اپارتمان کې ګرځیدم راګرځیدم. وړوکې اوخیرنې اشپزخانې ته مې سروردننه کړ .دپخلنځي ټولې المارۍ مې له نظره تېرې کړې، دپام وړخوارکی شی مې ترسترګونه شو. یخچال مې خلاص کړ، دشیدو په ډبي مې سترګې ولګیدې ، لوښی ټول سخا ول ، وینځل شوی اوپاک لوښي نه ترسترګو کیده. یواوسپنیز لوښی مې دپخلنځي په دستشوی کې پریوای ،داش مې روښانه کړ اوشیدې مې پرې ګرمې کړې، دالماری په یوه خانه کې مې دسیلو د ډوډۍ دوه پارچې ولیدې ،شکرمې وویست ،په کرسۍ کښیناستمه خپله دسهارناشتا مې وکړه ، ځان سره مې سوچ کاوه چې دګلاب خوارکي ژوند ترما هم بدتردی ،ماجانه به داپخلنځۍ څه وخت پاکوي ، راپه زړه شو چې ماښام ګلاب اوماجانه دشپې  ترناوخته پورې  له ماسره ناست ول او پخواني یادونه مو تازه کول .

 په یاد کې راغلل چې ماجانې څو وارې ګلاب ته وویل چې نن دهغه نوبت دی باید پخلنځی صفاکړي ، مټې مې بډوهلې اوټول لوښي مې په دست شوی کې راټول کړل ،ځکه چې دوی په یوه زوړ اومعمولي کورکې اوسیدل اودلته دلوښو مینځلو ماشین نه و، په یوه ساعت کې مې ټول پخلنځی ښکلی صفا کړ ، جامې مې بدلې کړې اودګلاب لیکلی ادرس مې ځان سره کړ . ادرس سره سم سیمې ته ورسیدمه کله چې دمیټرو له تم ځای نه راووتمه دیوې تکې شنې سیمې په لیدو مې زړه خوشحاله شو ، ريښتيا هم سیمه ډیره ښایسته وه ، اودځمکې په سر ښکلو ،ښکلو کورونو او دکورونوپه منځ کې وړو،وړوپارکونو دانسان روح ته هوساینه ورکوله ، یوکورتربل کوره ښایسته و ، تکه شنه سیمه تابه سوچ کاوه چې تک شین بخملل دې ځای ،ځای  غوړولی. دهرکورپه وړوباغوچوکې سرو، ژیړواوسپینو غاټولودانسان زړه دومره ځانته راکاږه تابه ویل چې کرسۍ ورته کیږده اوترماښامه یې ننداره کوه .

 له څولنډوپارکونوڅخه تیره شومه، په لوی تک شین پارک برابره شومه چې ښکلي کرسۍ  هم دناستې لپاره پکې کیښودل شوې وې. دکرسیو رنګ دبلوط دلرګي داصلي رنګ پشان ول اوپارک ته یې نوره ښکلاهم ورکوله. دپارک کیڼ خواته په تللي سرک باندې یووړوکی هوټل هم ترسترګوکیده چې په دې وړوکي رستورانت کې کافي اوشنې وتورې چايي هم پیداکیدې .

نژدې یوولس بجې وې ، دلوږې احساس مې کاوه ،خواو س زه ستړې شوې وم، په یوې کرسۍ کښېناستم ترڅودمه جوړه کړمه ،  او وروسته به درستورانت په لوري وخوځیږمه ، ددې ځای خلک ډیرکم ، په سلوکې پینځه فیصده په انګریزۍ ژبه پوهیږي نودیوبل په مطلب پوهیدل دلته ستوزمن کارو .

ماته لږڅه وړاندې دپارک په منځ کې دماشومانودلوبو لپاره مشخص کړی ځای  راترسترګو شو ، په دې ځای کې درې څلورمیندې ترسترګوکیدې چې خپل یو،یو ماشو م  یې له ځان سره راوړی و. هغو هلته لوبې کولې ماشومان هم دګلونوپشان دي ،پاک اوسپیڅلي چې په لیدویې انسان دخوشحالۍ احساس کوي . ولوکه دهرمذهب اوژبې سره تړواولري .

 زړه  مې غوښته چې دماشومانودلوبو ځای ته ورشم، زه لا له خپل ځایه څخه نه وم پورته شوې چې دوړوماشومانودخنداخواږه ،خواږه اوازونه مې ترغوږه شول ، شاته مې وکتل ، ومې لیدل چې یوه ځوانه اوښکلې ښځه چې سپین کوبای پتلون تورجمپر اوشتري رنګی بې لستونولنډجاکټ یې اچولي و ، ویښتان یې لنډاوپه اوږویې پراته و، له رنګ اوبشرې نه اروپایې ښکاریده .ددې ځای داوسیدونکوپشان یې رنګ و ، دهغې سره دوه وړې جینکې روانې وې اویو وړکی هلک يې په ابي رنګي ښایسته ریکشاکې کښېنولی و ، ځان سره مې وویل خدای دې وکړي چې راته نژدې کښیني اوهمداسې  هم وښول له ماڅخه لږڅّه  وړاندې په یوې کرسۍ کښېناسته اوخپل وړکی زوی يې له ریکشې نه راکښته کړ، هلک له رېکشې نه په  کیوتوسره دشیطان سوی پشان په منډو پیل وکړ ، دلته اروپا کې اکثرنارینه اوښځې ځانوسره یو ،یو اوکله هم دوه ،دوه سپي ګرځوي، کم خلک وي چې دوه ماشومان ولري . اوډېرې لږې مېرمنې خپل ماشوم دکورنه دباندې دچکرلپاره له ځانه سره بیایي .

راته جالبه  وه چې ددې ځوانې مېرمنې سره دیوه په ځای درې ماشومان  ول ، تصادف وړکي هلک زما په لوري رامنډه کړه .هغه راغی راته مخامخ ودریده ،موسکی شو. زه هم ورته موسکۍ شوم ، هلک غوښتل پرکرسۍ پورته شي خونه یې شوکولای ، هغه مې پرکرسۍ کښېناوه ، مور  یې ورپسې راغله .دځايي خلکو په ژبه  یې راته سلام وکړ او په انګریزۍ کې یې رانه وپوښتل چې په انګریزۍ خبرې کولای شم ماورته ځواب ورکړ :

-هو ولې نه !

بیایې  په ماته ، ماته انګریزۍ  رانه بخښنه وغوښته چې کوچني  زوی به یې نه یم زورولې .

لکه چې ورته ښه ښکاره شوم ترخوامې کښیناسته رانه پوښتنه وکړه چې دکوم هیوادسره تړاولرمه ،ماهم دنورو افغانو په څیر ورته وویل :

- داتریش دهیواد څخه یمه ......

له کومې چې په هیواد کې وروستۍ جګړې پیل شوي، دافغان او افغانستان نوم په اروپایانو ښه نه لګیږي .

هغه موسکۍ شوه راته یې  وویل :

- ډیر عالي ماپه ښوونځي کې په جغرافیه کې ددې هیوادپه اړه لوستي.

ماورته وویل تاسو دکوم ځای یاست ؟

موسکۍ شوه اسمان ته یې وکتل اوپه غرورسره یې راته وویل :

- دلوی افغانستان  

ټکان مې وخوړ راته نوره هم جالبه شوه ورغبرګه مې کړه افغانستان خووړکی   هیواددی ؟

-هو په جغرافیایي لحاظوړوکی دی، خوپه تاریخ کې  دپینځو زرو کلونوڅخه هم اوښتی تاریخ لري ، خلک يې بشاش ، زړور، اومینه ناک دي .

په دې  وخت کې وړې نجونې هم دمورخوا ته راغلې مشرۍ لوریې له موره وپوښتل :

- مامه داخاله ؟

- هو زویه دا (پخه ) موخاله ده .

دپخې دنوم په اوریدو خنداراغله خوځان مې کنټرول کړ ، ښځه را ته ټوکي ښکاره شوه ،ورنه مې وپوښتل:

 څه کارکوي او کله راغلې ده ؟

-کارنه کوم ،ماشومانوسره په کورکې یمه، یوازې خاوند مې کارکوي .

-ښه ډیر ښه چیرته اوسیږې ؟

-همدلته نژدې مې کوردی .

دواړو نجونومنډې وهلې ، لوبه یې جوړه کړې وه. وړکي ماشوم په لاس کې ښځې موبایل وړکړی و ترڅو،ارامه وي ، زه پښیمانه وم کاش چې مې رښتیا ورته ویلي وای، اوس به یې راسره ښې ډېرې خبرې کړې وای .  اوس نو ځان راته ډیر بد ښکاریده چې ورته ووایم چې زه هم اقغانه یم .

 نجونودمورخواته بیا رامنډې کړې، یوې ماشومې موبایل دورور له لا سه راکاږه ، هلک په ژړاشو نجلۍ په موبایل کې تصویرولیده او له مورنه په پوښتنو شوه :

-  مامه بابا راځي ؟

- هو راځي چې مازیګر شي راځي.

جینۍ خاموشه شوه ،موبایل ته یې بیا وکتل او بیا یې وپو ښتل

- مامه با با راځي ؟؟؟

دښځې په سترګو کې اوښکې راښکاره شوې، لوریې اوچته کړه هغه یې ښکل کړه او ورته یې وویل :

-هو بابا راځي تاسوبه په چکر لرې بوځي ،سمه ده اوس ځۍ لوبې وکړۍ .

زه دهغو په خبرو پوهیدمه خو دښځې اوښکوراته په زړه کې پوښتنې راولاړې کړې ،بیامې وپوښتله :

-داماشومه څه وايي چې تاسو دومره ناراحته کیږﺉ ؟

- هیڅ نه هسې ...... دپلارعکس  یې په موبایل کې ولیده هغه ورپه زړه شو، رانه پوښتي چې پلار به یې کله له دفتر څخه راځي . خوماته ددوی له دې ډول پوښتنو سره زما دهیواد هغه بې وزلي ماشومان رایادیږي چې پلرونه یې دکارپه نیت له کوره وتلي اوبیرته نه دي راغلي. زما په هیواد کې جګړه ده اوجکړې له ډیرو ماشومانو څخه دهغوی پلرونه اخیستي دي ، هغه میندې به خپلو بچو ته څه ځواب ورکوي چې تورمرګ ورڅخه دهغو خواږه پلرونه دخاروتل ته لیږلي دي ....

ښځه په سوچ کې لاړه، وروسته  له خپله ځایه ولاړه شوه، خپل جمپر یې سم کړ، مازرورڅخه وروستۍ پوښتنه وکړه :

- داځای ښکلی دی  ستا به داښار خوښ شوی وي ؟

- هوښکلی دی خلک یې هم ښه دي خو ددوه مهمو اوضروري شیانو کمی پکې دی. یو دپښتون وینه اوبل دپښتون مینه، چې ژوند پرته له دې دوه عنصرو نیمګړی دی .

ښځې خپل زوی په رېکشه  کې کښېناوه ماته موسکۍ شوه په خپله ژبه یې ماشومانوته وویل :

- له (پخې خاله ) سره موخدای پاماني وکړﺉ، ځﺉ چې ځو په کورکې ښکلی قابلي پلو درته انتظارکوي . ماته یې لاس راکړ راته یې وویل :

-خوشحاله وخت درته غواړم له لیدونه مو خوشحاله شوم .

دریواړو بچیانویې راته دبای بای په علامت واړه ،واړه لاسونه ښورول اوتر لري پورې خوځول اوکتل يې .

ماتر هغو  پورې په خپل هیواد والې پسې کتل ترهغو چې هغه دکلیسا تر څنګ په تېرشوي سرک باندې دونوپه منځ کې نوره له سترګومې پناه شوه، خوزما په زړه يې  دوه ارمانه پریښودل يو چې کاش مې په پښتو ورسره خبرې کړې وای او ځان مې ورپېژندلی وای اوبل مې له هغې  ښکلې نه دهغې دنوم پوښتنه کړې وای .

د۲۰۱۲م کال دمې ۱۵

څلورم پراګ

وږمه سبا عامر