لنډه کیسه 

                                          اوه میوې
 وږمه سبا عامر                                                               
نژدې دورځې یوولس بجې وې چې ګل مکۍ له بلۍ  نه راکوزه شوه له راکوزیدوسره یې ځان سره وویل :
- ښه شوه چې  ښه خومې وسوزوله ،ماته  له خپلوبې مودوجامونه غږیده، دیوه خوارمامورښځه ده خودومره په هواګرځي چې ورسره خبرې نه کیږي .
مکۍ خپلې جامې وڅنډلې ،کوټې ته دننه لاړه ،په دیواله باندې ځوړندې ښیښې ته ودریده ،په سترګوباندې یې بله سلایي رانجه راتیرکړل ،په  مخامخ دیواله باندې ځواړند ساعت ته یې وکتل ،لس باندې یوولس بجې وې اوپوره پنځوس دقیقې دشملې اوپاڅون دښوونځی نه دراتګ لپاره پاتې وې .هغې ځان سره سوچ وکړ چې له دې فرصت نه ګټه واخلي اودمخامخ ګاونډي حکیم دوی کره به لاړه شي اودحکیم مورهم له دې نه خبره کړي چې دنوروز لپاره یې ((هفت میوه )) خیشته کړې اویا دخلکوپه اصلاح هفت سین یې جوړکړی دی . دهغې خورلڼواوګاونډیانوته دانه وه معلومه چې هغې دڅوشپو سرپه سر جګړې نه وروسته دشملې پلاردې ته اړویستلی وچې داسیالي یې دسیالانوسره برابره کړي . مکۍ مخ کې له دې چې له کوره ووځي اشپزخانې ته لاړه اوددیګي سر یې بیرته  کړ ،خپلې خیشتې کړې وچې میوې ته یې په مینه ،مینه وکتل ،سر یې   په دیګي باندې ټیټ کړ اودهغې وږمه یې احساس کړه .
هغه اوس دحکیم له مورسره دهغودکورپه اشپزخانه کې ناسته وه اودخپلې هفت میوې په اړه یې هغې ته ویل .
- دشملې له پلارسره  مې ښه جنګ وکړ ،ورته ویل مې په دې قیمتۍ کې داچې کورچلوې داهم لویه خبره ده داهفت میوې اوبدې بلاوې پریږده ،دااوه رنګه وچه میوه برابرول خوڅه اسانه کارنه دی . خلکوته ګوره چې شپه اوورځ  په یوې مړۍ ډوډۍ پسې حیران دي . اوته هوسونه کوې .
دحکیم مورچې سمه مجلسي ښځه وه ورغبرګه يې کړه :
- ځه مکۍ دتاله برکته به مونږهم سباته په نوروزکې هفت میوه وخورو .
مکۍ يې په ځواب کې وویل :
- ولې نه شل وارې ،له تانه مخ کې شیرینې راته ویل  چې سبا ته به اول دتاکره درشو اوبیا وروسته به دغونډۍ لمنې ته په میله لاړې شو .
دحکیم مورخپل دیګ بخارداورله پاسه راکوزکړ ،ددیګي وږمې داښکاره کووله چې نورپه دیګي کې شوله پخه شوې ده ، ګل مکۍ سپکه له ځایه پاڅېده ،دحکیم مورورته ټینګ ست وکړ چې غرمه  ورسره تېره کړي خوهغې خپل ماشومان پلمه کړل . کله چې  دهغې له کوره راووته ځان سره يې وویل :
ـ خاورې به وخورې ،مابه په جنګونوجوړه کړي وي اوته به يې په بیغمۍ خورې ،ولا که دې ارمان پوره شي .
مکۍ ماشومانوته هم ویلي ووچې په کوڅه کې ټولو   همزولوته ووایي چې دوی هفت میوه جوړه کړې ده، همداسې هم وشول ، نژدې ماښام  و،چې نوروزدشملې پلاردکورپه خواراروان و نوپه کوڅه کې دشیرینۍ خاوند اعظم ورته وویل :
- نوروزه ، نوروز خوتابرابرکړی ګوره چې هفت میوه یوازې ونه خورې .
 نوروز چې له غوسې نه سوراوشین اوښت مکۍ ته  یې وویل :
- تاخوټول کلی خبرکړی سبا به دامیوه چا،چاته ورکوې  ؟
هغه پرې لکه پیشو راببره شوه ورغبرګه یې کړه :
- چاته مې ویلي ؟
- ولې دپک اعظم ښځې ته دې نه دي ویلي ؟
- نه بابا ،ماتیره ورځ میوه پاکوله اومینځله  مې چې په بلۍ راپورته شوه وې لیدمه ، ورڅخه پټولی خومې نه شوه .
نوروز ،زر،زراودس تازه کړ، دماښام دلمانځه په قصد دجومات په لوري رهي شو .
مکۍ په کوټه کې دماښام په لمانځه ودریده ، پاڅون دفرصت نه په استفادې سره خپل نژدې ملګری وسیم چې یتیم و له ځان سره پټ اشپزخانې ته بوته ،ددیګي سریې لرې  کړ اودواړو په وړو،وړو لاسونوڅوموټي خیشته شوې میوه  سره وخوړه اوبیا یې  یوڅوموټي میوه  دوسیم په لمن کې واچوله اوهغه يې په پټه له اشپزخانې نه وویست .پاڅون دمورله وېرې نه په هغه شپه وختي ویده شو نه چې مور یې په کارباندې پرې پویه شي .
سبا ته ترسباناري وروسته چې نوروزله شملې اوپاڅون سره  تلویزیون ته ناست و ،اودنوروز پروګرامونه يې کتل مکۍ نه یې وغوښتل چې هفت میوه دې ده اوماشومانوته راوړي اوپاتې به يې میلمنوته وساتي .
مکۍ دمهمانخانې له المارۍ نه وړې کاسې راواخیستې اودهفت میوې ددیګي په لوري اشپزخانې ته روانه شوه ،کله چې ددیګي په سرودریده ویې لیدل چې  ددیګي سرنیم کښ دی ،هغه غوسه شوه خوخپله غوسه یې زروخوړه په دې سوچ چې نن دکال اوله ورځ ده نه چې   دا ټول کا ل به همداسې په خپګان تیر کړي .
کښېناسته ددیګي سریې لوڅ کړ په همدې وخت کې یې له خولې نه ناببره کړیکه ووته دهغې له کړیکې سره سم نوروز شمله اوپاڅون يې سرته ودریدل هغوی څلورواړو ولیدل چې موږک ددیګي نه دوتلو هڅه کوي .
                                                                                                                                                                                                                         
                                                                                                                                                                                                                                          دمارچ اتلسمه ۲۰۱۰کال
                                                                                                                                                                                                                                             پراګ