ناکامه منډه

وږمه سبا عامر

دورځې لس بجې وې اسمان وریځوپه خپل خړ څادرښه پوښلی و.سپوږمی په خپل وړوکي کتابتون کې ناسته وه دیولیکوال دنوي کتاب په لوستلوبوخته وه ، دهغې زړه هم داسمان په څیردغم وریځوله څوورځوراپه دې خواټینګ راپوښلی و ، هغې کوښښ کاوه چې ځان دکتاب سره بوخت کړي خوبیاهم هره شېبه به هغې ته دمیوند دواده شپه نیغه په سترګوکې ولاړه وه ، ورپه زړه به شو چې ستورې څرنګه له مشال سره یوځای دواده محفل ته راغله  اوپه محفل کې به ستوری مشال ته مخامخ کښېناسته اودسترګوجنګ به یې کاوه ، که څه هم مشال په پوره مهارت سره محفل ترکنترول لاندې نیولی و، سپوږمی اوستوری یې دواړه بوختې ساتلې وې اولوبه یې داسې ګرمه ساتلې وه چې ګواکې دسپوږمۍ لپاره هرڅه کوي ، خواوس هغه په هرڅه پوره پوهه شوې وه دمیونددواده په شپه مشال سپوږمۍ ته دیوه وړکي موږک په څیرترسترګوکیده ، سپوږمۍ څووارې خپلې سترګې پټې کړې خوبیایې ولیدل چې په مخامخ کرسۍ باندې یوموږک ناست دی ، اوموږک په څومره مهارت سره قاشقه په لاس ډوډی خوري ، هودهغه شخوند وهل هم دموږک په څیر تیزاوچالاک و ، سپوږمۍ ته دمیونددواده شپه په غم بدله شوې وه خوهغې بیاهم خپل ځان نه وبایللی .

خوله مشال نه لاره ورکه وه، یوې خواته یې ستورې اوبلې خو ته یې سپوږمۍ ددوه سترګوپه ځای څلورسترګې ورسره په جنګ وې .اوس مشال دهغه تورزن په څیروچې په میدان کې مجبورو له دوو تورزنوسره یې مقابله درلودله ، هغه تریوه سرحده لوبه ښه په مخ یوړه خوپه پای کې یې ولیدل چې سپوږمۍ له میدان نه ووته اودې له ستورې سره یوازې پاتې شو.

سپوږمۍ کتاب ونغاړه ، په المارۍکې یې کېښود ، اوس دورځې یوولس بجې وې داسمان زړه هم دسپوږمۍ دزړه پشان په څاڅکووریدل پیل کړل. سپوږمۍ خپلې اوښکې پاکې کړې ، هغې دمیزدپاسه په سپین کاغذباندې یوه لویه حلقه رسم کړه ،دحلقې په سریې ولیکل ((اته کاله ))همدارازیې یوه ښځه چې دیوې لیونۍ انځوریې وړاندې کاوه دهمدې حلقې په کرښې باندې دمنډوپه حال کې وکاږله .وروسته یې دحلقې په منځ کې یوموږک رسم کړ ، موږک دنڅاپه حال کې و ، بیایې دموږک چارچارپیره څونورې ښځې وکاږلې داسې ښکاریده چې ټولې ښځې چک چکې وهې ، په همدې ترتیب یې هماهغه لیونۍ ښځه یې له موږک نه لرې دکرسۍ په سرناسته وکاږله اوپه لاس کې یې یوکتاب ورکړ  ،

سپوږمی خپل ویستل شوي تصویرونوته ښه وخندل ،بیایې خپلې خنداته نورهم زورورکړ ، په همدې وخت کې يې احساس کړه چې دهغې زړه له اندېښنوڅخه لږڅه سپک شوی ، هغه په همدې وخت کې له ځایه پاڅیده اودخپلوکالو المارۍ یې خلاصه کړه ، دالمارۍ نه یې یوه ښکلې پلاستکي کڅوړه راواخیسته ، دکڅوړې له منځ نه یې دوه ښکلې نیک تایانې ، دوه ښایسته دنارینوجمپرونه ، یوبوتل دعطراودوه دانې کمربندونه راوویستل، داټول شیان یې دخپل دخوب په تخت باندې کېښودل، هریوشی یې ښه له نظره تیرکړ وروسته یې ټول بیرته په کڅوړه کې واچول ، دتن جامې یې بدلې کړې او له کوره دباندې ووته .

سپوږمۍ دکورسره خواته نژدې پارک ته ځان ورساوه اوهلته په یوې کرسۍ باندې کښېناسته . باران هماهغسې وریده ، دباران دڅاڅکوتماس له پلاستیکي کڅوړې  یوخاص اواز راپورته کاوه ، سپوږمۍکتل چې دباران څاڅکې دکڅوړې سره په تماس یوترق راپورته کوي خوزرورکیږي دې څاڅکو هفه له ځان سره ډیره لرې بوله خوهغه نپوهیده چې چیرته روانه ده . هغه دپارک کیڼ اړخ ته لاړه کوم ځای ته چې دکثافاتوبیلرونه اېښودل شوي وو، هغې غوښتل چې خپله کڅوړه وغورځوي خوهلته په سوچ کې لاړه هغې له دې کارنه لاس واخیست اوبیرته خپل ځای ته راغله اوپه کرسۍ کېښناسته .

 

لنډه شېبه وروسته بیایې دکڅوړې سرخلاص کړ اودننه یې په ایښودل شویوشیانوباندې یونظرواچاوه ، وې لیدل چې موږک په کڅوړه کې دننه ننوتلی اودنیکتایانواوکمربندونوپه منځ کې ټوپونه وهي ، هغې ژردکڅوړې سربندکړ ، کڅوړه یې دکرسۍ په سرپرېښودله اودکورپه لوري رهي شوه .

په لاره کې دیوې مغازې په وترین کې یوه ځواړند کمیس دهغې پام ځان ته واړاوه هغه مغازې ته ننوته وکمیس یې لاندې باندې کړ په خپل ځان یې ونیوه وروسته يې په کمیس باندې ځواړندشوي بیې ته وکتل اودخپل دستکول پیسې یې وشمیرلې ، کمیس یې بیرته په ځای ځوړند کړ ، له مغازې راووته ، ښه لاره یې وهلې وه ، نوره کورته نژدې شوې وه ، چې له شا نه یې چا په اوږه باندې لاس کښېښود، وارخطایې شا ته وکتل په لمر باندې سترګې ولګیدلې .

تاسو؟

هوزه، کورته روانه یې ؟

هو ،هسې بهرمې څه کار درلوده

دسپوږمۍ پام شو چې هماهغه کڅوړه دلمر په لاس کې ده ،هغه نوره هم وارخطاشوه ، لمر سپوږمۍ ته بله کڅوړه په لاس کې ورکړه اوورته یې  وویل :

ستاسولپاره ده اوس یې مه ګوره په کورکې به یې وګورﺉ

سپوږمی دلمرنه کڅوړه واخیسته اودکورپه لوري یې قدمونه چټک کړل ، کله چې هغې دخپل دکارمیز په سرباندې دکڅوړې سرپرانیسته په هماغه کمیس یې سترګې ولګیدې چې په مغازه کې ځوړندو اوپه هغه کاغذيې سترګې ولګېدې چې پرې لیکل شوی و ، له تحفې نه دې مننه یوازې ته یې چې زما په ذوق ښه پوهیږې  ستا لمر

                                                                                                                                                                               دمارچ پنځمه د۲۰۱۰کال

   دپراګ ښار