د ډوډۍ په لټون

وږمه سباعامر

نن هم دجمعی مبارکه ورځ ده ،اوس ماته هغه دوه تيرې جمعې ورځې رایادیږی چې یوه مې  دپېښورپه حیات ابادکې تیره کړه او بله هم په لاره. په هغه ورځ هم اسمان همداسې  وریځ و، اوزما زړه لکه دنن پشانې خپه خپه و .په دې چې ماښکلی پېښور درې ورځې وروسته پريښودلو اودکابل په لورې روانیدمه ،مااوعامر هوډ وکړ چې داځل به دهواله لارې  نه ځو ،په ښکلي خیبربه دښکلي ننګرهارنه تیريږو .

کله چې  په خیبر راتېرېدمه ،نو له زړه نه مې یوخدای خبرو، ماترتورخمه پورې پېښورته دعاوې کولې .دتورخم په دروازه کې مې پېښور په پاک الله وسپاره .هغه شېبه راباندې داسې تېره شوه لکه څوک چې  یوماشوم دمورله غیږې نه جلاکړي . په ننګرهارکې مودغرمې ډوډ‌‌ۍ وخوړه .له ډیر خپګان نه دهوټل نوم ته مې پام نه شو ،خواوس هم دهغه هوټل ښکلا زماپه ذهن کې دیوې ننګرهارۍ ناوې په شان ژوندۍ ده. هوټل په شرقي اواصیل افغانی فرهنګ باندې منظم شوی و، په کټ ډوله دلرګیونه جوړشویوتختونوباندې ښکلې توشکې غوړول شوې وې ،اوبالښتونه نه پرې اېښودل شوی وو، دهوټل دصفايۍ هم ښه پام  نیول شوی و. ددې هوټل په لیدو سره دپېښور دجدایۍ غم لږ څه راباندې سپک شو،  دهوټل په شان د‌‌ډوډی سرویس یې هم ښه وه .

کله چې له هوټل نه راوتو، نودموټر چلوونکی مواړویسته چې دجلال اباد په ښارباندې لاره لنډه کړي .همداسې هم وشو، رښتیا چې دننګرهارښار دهمهاغه هوټل پشان ډیر بدل شوی و،داسې ښکاریده چې ګل اغاشیرزي دننګرهاریانولپاره په واقعیت سره خدمت کړی دی .

 نږدې ماښام و، چې دکابل ښار ته راورسیدو.پوره دوه ساعته  مو دموټرو په بیروباراودترافیک په ګډوډ نظام کې تیرې کړې .دوې ورځې  تېرې شوې ،اودجمعې  بله ورځ راغله ،هغه ورځ  دخپلې کورنۍ ټولو غړوسره دخپلې مشرې خورکره مېلمنه وم ،ورځ راباندې  ډیره لنډه تېره شوه .ورځ لمرینه وه ،دکورنۍ غړي مې که څه هم زما په تګ غمجن و، خوپه ظاهره یې راته داسې ښکاره کوله ،چې خوشحاله دي . خودانسانانو زړونه یوبل ته لارې لرې ،اوداهرڅه مادرک کول .

ددوشنبې په ورځ مې دسهار په لسو بجودکابل ښکلی ښار، هغه ښارچې تراوسه دنامعلومې جګړې په اورکې سوځیږي ،دفرانکفورت په نیت پریښود. دصافي هوایي شرکت الوتکه هم ډېره ښه وه ،اوه ساعته موپه ارامه سفر وکړ، دکابل په وخت شپږنیمې بجې وې چې دفرانکفورت په هوایی ډګر کې کوز شو . پروګرام داو، چې له هغه ځایه به په بلې الوتکې کې  دچک جمهوریت پراګ ښارته  ځو، خوله بده مرغه ټاکل شوي هوایي شرکت احتساب کړی و .

مونږ سره دراډیو یو بل همکار خالد مفتون هم دخپلې کورنۍ سره ملګری و .هغه وویل  مجبوریوچې په ریل ګاډي کې دپراګ ښارته ځانونه ورسوو .کله چې دریل ټکټونه مو ترلاسه کړل ،یوازې پینځه دقیقې دریل ګاډي روانېدوته پاتې وې، په منډه ،منډه موځانونه دریل سټیشن ته ورسول .لنډه داچې ریل ته ورپورته شو .وړه پاڼه اوبڼکه دواړه تږې وې ،اوشېبه په  شېبه به یې رانه داوبو غوښتنه کوله ،څووارې مې عامرته وویل چې یوبوتل اوبه ماشومانوته راواخله ،هغه به رانه لاړ اوبیرته به تش لاس راستون شو . مانوداخبره هم نه شوای کولی چې اخر مسلماني ده ، دریم وارمې بیا سترګې عامر ته ورواړولې، هغه لاړاودوه ښایسته سپین ډک ،ډک داوبو بوتلونه یې راوړل . دبوتل سر مې خلاص  کړ، پاڼې بوتل په سر واړاوه اوبه یې وڅښلې ،خوبڼکې یې دڅښلونه انکار وکړ، مابوتل په سر پورته کړ، ترخې بې خونده اومالګینې اوبه مې تر حلقه تېرې شوې، زرمې عامرته وویل داخواوبه نه دي بل څه دي ؟

هغه یې هم مزه ولیده، بوتل یې زرله خولې لرې کړ، وې ویل : مه یې خورئ مریضان به شئ . ماپه جدي ډول سره ورته وویل :ماشومان له تندې نه مړه کیږي ،ورشه اوبه راپیداکړه . هغه راته په ځواب کې  وویل دلته ډالرڅوک نه اخلي ((ایرو ))غواړي ،مخکې هم داترخې اوبه یې په خیرات کې راکړې ،اوس نوګوزاره وکړه، مه مې شرموه . ماهم په ترخواوبو کې ((ایلم خان )) ته شیدې جوړې کړې . څه شېبه تېره نه وه چې خواته مې نژدې دوه پیمخي ځوانان په څنګ قطارکې کښېناستل، په مخامخ میزباندې یې خپل لپ ټاپ مخې ته کیښود ه ،اوهمداراز یې دبیسکیټو دډبي سرپرانیسته اوخوراک یې پیل کړ، نوبس ماشومانو ته مې خدای ورکړه، دواړو جینکورانه په وړه ژبه دبسکیټوتو غوښتنه کوله ،اوماچې هرڅومره قناعت ورته ورکاوه ،هغوی دواړه وږې وې اومانه يې دخوراک تمه کوله . اخر مجبوره شوم او تندی  مې دواړو ته تریو کړ اودپښولاندې مې څملولې، اودګرموپراټو اودمئینووریځو کیسې مې  راواخیستې چې په لنډوشېبوکې به داسفر پای ته ورسیږی اودوی به مړې شي ، خوپه تاسف سره ،زما واړه ماشومان ایله څوارلس ساعته وروسته په خپل اپارتمان کې دډوډۍ دمیزترشا په پاکستاني بریاني باندې ځانونه ماړه کړل .

۲۰۱۰ ،فبروري ۲۸

پراګ -  د چک جمهوریت