انډین مساله
وږمه سبا عامر
دتیرو لسو ورځو په پرتله نن ورځ لږه لمرینه وه. دهغې دکار لومړۍ ورځ وه چې دښارپه یوه رستورانت کې يې شروع کړی و .دارستورانت ( انډین مساله ) په نوم یادیده ،درستورانت مالکه هم یوه هندوستانۍ جینۍ وه چې په لیدوبه یې ډیرو کسانوته د(کسوټي زندګي کي) دډرامې مرکزي لوبغاړې چې په افغانستان اوپاکستان کې یې د ((پرینا )) په نوم ډیر شهرت موندلی و ، ورپه زړه کوله.
درستورانت مالکه هم دپرینا پشان غوصه ناکه وه ، په اروپایي هیوادونوکې ، هندي ، پاکستاني ،ترکي اوافغاني هوټلونه لږ ښه چلېږي اواکثرددې هوټلونو مېلمانه هم هغه اروپا یان وي چې دغو هیوادونوته يې سفرونه کړي وي.
هغه نن د لیک لړ سره سم ریستورانت ته راغله ، لومړی يې رستورانت صفاکړ، درستورانت په دیوالونو هندوستاني رنګین رنګین په لاسو جوړ شوي څلورکونجه دستمالونه ځړول شوي وو ، اوترڅنګ يې درستورانت په کونجوکې له سرو، شنو اوژړو کپړو نه ښایسته ، ښایسته چوغکې هم چې دهندوستاني فرهنګ ښکارندوي يې کوله ځوړند شوي و . په رستورانت کې تته رڼا وه ، درستورانت ډیکوریشن دهغې ذهن ته سکون ورکاوه ، زړه یې غوښته چې دشپې هم دلته پاتې شي ، تتې رڼا ته وګوري ، له دې چوغکوسره خبرې وکړي ، یوه خاموشي ترلاسه کړي ، ولې چې دغه وړوکی هوټل دهغې له کورنه ښکلی و، اودلته دهندي کلاسیک ساز نغمې چې اواز یې ډیرکراراومزیدارو، داوریدو چانس هم ترلاسه کیده . هغه دهندي نڅا سره لږه بلده وه ، ولې چې دهندي فلمونوسره یې دمورډیره مینه وه.اواکثربه یې موردافلمونه کورته راوړل اودې هم نڅا له همدې فلمونوڅخه زده کړې وه. هغې هیله درلوده چې کلاسیکې نغمې ته وناڅې اودخوشحالۍ احساس وکړي ، خودهغې دا ارمان دپورکیدو نه و، ولې چې درستورانت مالکه پخپله هلته پاتې کیده اودهغې ټوله کورنۍ په هندوستان کې وه، هغه دلته یوازې وه پېسې یې ګټلې اوکورنۍ ته یې لیږلې ، هندي جینۍ هغې ته دمیاشتې څلورسوه ډالره معاش مقرکړی و ، اودمیلمنوله خواکوم بخشش که به یې ترلاسه کړ هغه هم دهغې پوره حق و. دمالکې ورسره کارنه و، له نن څخه نیولې تریوې اونۍ پورې دهغې امتحاني دوره وه ، نژدې یووولس بجې وې چې دمېلمنودراتګ لړۍ راپیل شو ه ،هغې خپل وېښتانو کې لاس وواهه، خپله لنډه لمن چې دپښوله سترګیو څخه يې یوه لویشت پورته پورې یې اوږدوالی رسیده ، سمه کړه. دهغه میز خوا ته ورغله چې ترشایې دوه مېرمنې اودوه سړي ناست ول ،دمېلمنوعمرونه تر پنځوسوکلونو کم اوتر دیروشو پورته ښکاریده ، په ډېر ادب سره يې سلام وکړ اودمینو کتابچې يې دهرمېلمه مخې ته کېښودې ، خپله بیرته راغله دخپلې مالکې ترڅنګ کښېناسته اودسترګولاندې دلیپ ټاپ په مخ هغه وړکي جدول ته يې کتل چې مالکې یې پرې کارکاوه ، هغې هم په خپل ذهن کې څلور سوه ډالره راوستې شل ډالره يې دترانسپورتي کارت لپاره جلا کړې ، چې پوره میاشت به په ( میټرو ) او( ټرمونو ) اوبسونوکې به پرې تګ اوراتګ کوي ، دری سوه اتیا ډالره یې خپلې مورته ورکړې، ترڅو دمیاشتې خرڅ دکورلپاره راوړي. دهغې په نظر په دومره پيسو دهغو ښه ګذاره روانیده، خودکورکرايې دبجلی ، اوبو او ګیسو دبلونو غم يې لا په اوږو بارپروت و ، دهغې په ذهن کې لا دغه محاسبه روانه وه چې دمېلمنوله میز نه بوډاسړي دهغې په لوراشاره وکړه ، اوهغې هم دبرقي ګوډۍ په څير ورمنډه کړه، په احترام سره یې دهغو فرمایش واخیست اودمالکې په لورراغله . دمېلمنوفرمایش یې هغې ته ورښکاره کړ، په دې وخت کې دهندۍ جینې دهغې ګریوان ته پام شو ، ورته یې وویل:
- دګریوان دادوه بټنې دې لږ ې خلاصې کړه ترڅونوره هم ښکلې ښکاره شي.
سمه ده په سترګو. -
- دمېلمنوسره موسکۍ ، اوسه ترڅوخفه نشي -
- سمه ده .......
هندۍ درستورانت اشپزخانې ته ننوته اوفرمایش یې دهندي اشپز مخې ته کښېښود ، دلومړیومېلمنو فرمایش لا نه وتیارشوی چې پینځه تنه ځوانان رستورانت ته راننوتل ، هلکان دنورو میلمنوخواته د نژدې میزشاه ته کښېناستل ، رستورانت ډیرلوی نه و ، دشلوتنومېلمونوګنجایش یې درلود ، هغې دهوټل په مخامخ دیوال باندې ځوړندې شېشې کې خپل ځان یوځل بیا ولیده ویښتان یې چې لږڅه اوږده ول اوپه دریو برخويې جلاکړي و، لږ څه شاه ته، لږيې یوې خوا ته اوبلې خواته را خلاص پرېښي وو. په وېښتانويې لاس تیر کړ ، دمینوکتابچې یې له ځان سره واخیستې اودنوو، راغلومېلمنو دمیزپه لوري ور روانه شوه ، موسکۍ شوه سلام يې وکړ اوکتابچې یې دمیزدپاسه دهغومخې ته کېښودې ، په ناستو هلکانوکې چې یویې ترټولو وران ښکاریده نومخامخ ناست هلک ته یې په اشاره وویل:
- شکورخانه! شکروباسه، په اوله ورځ دې قسمت نارې ووهلې ګورې نه سمه پټاخه ده هۍ ،هۍ ......
- چپ شه پویه به شي -
دشکورپه دې خبرې ټولو وخندل.ترڅنګ ناست ملګري یې ورته وویل:
نه چې کابلۍ درته ښکاره شوه هغه څه پوهیږي..... -
شکورلاندینۍ شونډه بوسه کړه، موسکی شواو وې ویل:
- نوڅه زه خدای دومره خوارکړمه چې دهوټل له شاګردې سره به ګرځم راګرځم .
- نه نو! څه کوې په نایټ کلب کې درته خوښوې ،هغه خوټولې چیر سترګې دي، تر تادمخه به خوسلو نه زیات یاران یې پریښي وي.
ددوی په منځ کې چې یوه یې سپینې چشمې یې په سترګووې اولږڅه سنجیده ښکاریده دخبرومنځ ته یې ور ودانګل :
، -ګوره! هلکه زما ((یانا )) هم په یو رستورانت کې کارکاوه په اوله ورځ مې لس ډالره ورکړې په دریم ځل مې لارې ته راوسته.
دهلکانو دې جروبحث دهغې خلق نورهم ورتنګ کړ، دزړه په زور یې شونډې موسکا ته اړینې کړې ،په ډیر احترام سره یې وویل:
بخښنه غواړم تاسوخپل فرمایش راته راکړی ، تاسو ته څه راوړم ؟
- زیارت ګل ورته وویل چې هغوی به لږڅه وروسته خپل دخوښې دخوراک فرمایش ورکړي خواوس دې پینځه ګیلاسه دلیموجوس ورته راوړي.
هغه بیا موسکۍ شوه اولاړه، له لږځنډ وروسته پتنوس په لاس دهغو میز ته راغله، هغه لا رسیدلې نه وه چې پښه یې په یوڅه باندې بنده شوه اومخامخ په شکور باندې ولویده، دجوسو دوه ګیلاسونه هم مات شول ، شکور دلیموپه جوسو سم ولمبل. هغه زرپه خپل ځای ودریده اومعذرت یې وغوښته هلکان ټول موسکي شول له شکورنه رادیخواته چې نیازناست و، شکورته يې وکتل ورته موسکی شو:
- دازما له خوادرته یو (سرپرایز ) و ، پروانه لري که جامې دې لږې خرابې شوې مزې خودې واخیستې.
درستورانت مالکه چې جینۍ ته سمه غوسه وه په قهرجن اندازیې وویل:
- دګیلاسونوتاوان به ستا له معاش نه ګرځوم ، پام کوه دامتحان ورځې دې دي.
هغه په خپل ځای ناسته وه هلکانو ، په خپلوکې سمې ټوکې ټکالې جوړې کړې وې ،لومړۍ پېرې میلمنوخپله ډوډۍ وخوړه اوله رستورانت نه ووتل. دهغې په لاس کې یې هیڅ هم کېنښودل ، هغه خپل چانس ته ډیره خپه وه اوپه دې سوچ کې وه چې هندۍ به څومره پیسې دګیلاسونوپه تاوان کې ورنه ګرځوي ، هلکانوخپله ډوډۍ وخوړله، دهوټل نه دوتلو په وخت کې شکور ورته لس ډالره په لاس کې کېښودل ، خپلو ملګروته یې وویل:
- دادی لومړی شرط خومې پوره کړ -
هغه موسکۍ شوه، دبای بای په ځای یې هلکانوته وویل:
--- هرکله راشﺉ خپل هوټل یې وګنﺉ
ددې جملې په اوریدو هلکان ټول هک ،پک درستورانت په دروازه کې ودریدل .
دمې دمیاشتې ۲۹مه کال ۲۰۱۰ م
څلورم پراک دچک جمهوریت
وږمه سبا عامر